زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

ایمان دا مهال برخه

درس د الله پاک په الوهیت باندي ایمان

غښتلی او قوي ایمان په دې خبره چې يواځې الله پاک د هر ډول ظاهري او باطني عبادت حقدار دی.

  • د الله پاک په الوهیت باندي د ایمان معنا پيژندل
  • د الله پاک په الوهیت باندي د ایمان اهمیت پيژندل

د الله پاک په الو هيت باندي د ایمان معنا

غښتلی او قوي ایمان په دې خبره چې يواځې الله پاک د هر ډول ظاهري او باطني عبادت حقدار دی.او هر ډول عبادت لکه دعاء غوښتل، خوف (ويره کول) توکل، مدد غوښتل، لمونځ، زکات، روژه، وغيره دا ټول عبادات بايد په اخلاص سره يواځې د الله پاک دپاره ادا کړی ځکه هغه يواځې معبود برحق دی او بل هيڅ شریک نلري، لکه څنګه چې الله پاک فرمايلي دي: (وَإِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ) (البقرة: 163).او ستاسو حق معبود یو معبود دى، هېڅ لايق د عبادت نشته مګر يواځې هغه دى چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى.

الله پاک خبر ورکړی چې معبود برحق يو د الله پاک ذات دی، نو هيڅ جواز نلري چې د الله پاک نه غیر دبل چا عبادت وکړی شي.

(إِنَّمَا إِلَهُكُمُ اللهُ الَّذِي لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ وَسِعَ كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا) (طه: 98). نو دوى وویل: دا ستاسو معبود دى او د موسٰی معبود دى، پس هغه هېر كړى دى.

د الله پاک په الوهيت باندي د ایمان اهمیت:

د الله پاک په الوهيت باندي د ایمان اهمیت په يو څو اړخونو کې راښکاره کيږي:

۱. دا چې د الله پاک توحيد الوهیت هغه اهم مقصد دی چې په مخه يې د انسانانو او پيریانو تخلیق شوی دی.

ځکه چې انسانان او پيریان يواځې د الله پاک د عبادت او بندګۍ لپاره پیدا شوي دي، لکه څنګه چې الله پاک فرمايلي دي: (وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ)(الذاريات: 56). او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي

۲. دا چې د الله پاک توحيد الوهیت هغه اهم مقصد دی چې په مخه يې ټول پیغمبران راليږل شوي دي.

او په همدې مقصد ټول اسماني کتابونه نازل شوي دي، ددې ټولو نه بنیادي موخه همداده چې د الله پاک چې يواځې همدا برحق معبود دی د خدايې اقرار وکړی شي او د باطل خدایانو او د هر ډول طاغوت نه برائت اعلان کړی شي، لکه څنګه چې الله پاک فرمايلي دي: (وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوت) (النحل: 36). او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ.

۳. دا چې د الله پاک توحيد د مسلمان لمړۍ وجیبه ده.

لکه څنګه چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ په وصیت کې راغلي دي کله چې يې معاذ بن جبل ـ رضي الله عنه ـ یمن ته ليږلو په وصيت کې ورته داسي وويل: بیشکه ته يو داسي قوم ته ورځې چې هغوې کتابیان دي، نو ته اول هغوې بايد د توحيد کلمې (لا إله إلا الله) ته دعوت کړې. یعني لمړی هغوې ته د توحید دعوت ورکړه.

۴. دا چې د الله پاک په توحيد الوهيت باندي ایمان لرل د (لا إله إلا الله) حقيقي معنا ده.

ځکه د (اله) معنا ده معبود، او معبود برحق يواځې الله پاک دی بايد يواځې د هغه عبادت وکړی شي او د هغه سره هيڅوک شریک نه کړی شي.

۵. دا چې د الله پاک په توحيد الوهيت د ایمان عقلي او منطقي نتیجه ده ځکه چې يواځې الله پاک خالق، مالک، رازق، او واکدار دی نو بايد يواځې د هغه عبادت او بندګي وکړی شي.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه