ایمان دا مهال برخه
درس په ملائکو ایمان لرل:
په ملاېکو د ایمان لرلو معنا:
په ملاېکو باندي د ایمان اهمیت:
په ملاېکو باندي ایمان لرل د هر مسلمان وجيبه ده، او هغه څوک چې د ملاېکو نه انکار وکړي ګمراه او سمه لار يې خطا کړه. د الله پاک وينا ده: {وَمَنْ يَكْفُرْ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا بَعِيدًا} [النساء: 136]. او څوك چې په الله سره كافر شي او د هغه په ملايكو او د هغه په كتابونو او د هغه په رسولانو او د اخرت په ورځ، نو یقینًا هغه ګمراه شو په ډېرې لرې ګمراهۍ سره. په دې مبارک آیت کې يې هغه چاته چې د ایمان ددې بنیادونو نه انکار کوي کافر ويلی دی.
نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ خبر ورکړی دی چې اسمان د ملاېکو په وجه ډير دروند شوی دی، ځکه چې د يو وليشت په برابر ځاې نشته په اسمان کې مګر يو ملاېک په هغې کې د قیام، یارکوع، يا د سجدې په حالت کې دی.
په ملاېکو باندي په ایمان کې دا خبري ضروري دي:
د ملاېکو ځېنې هغه صفات چې مونږ ورباندي ایمان لرو:
الله پاک ملاېکې په يو شمیر کارونو باندي مکلف ګرځولي دي:
ډير ځل مونږ وينو او تعجب کو، چې يو انسان په خطرناکه حادثه کې څنګه روغ پاتي شو، مونږ بايد هير نکړو چې ځېنې ملاېکې د الله پاک په حکم سره د انسانانو حفاظت او ساتنه کوي.