ایمان دا مهال برخه
درس د آخرت په ورځ ایمان
د آخرت په ورځ د ایمان معنا:
په دې خبره غښتلی باور چې الله پاک به دا ټول خلک د قیامت په ورځ د قبرونو نه راپورته کوي، بیا به ورسره حساب کتاب کوي او هغوې ته به د خپلو عملونو بدلې ورکوي، تر دې چې جنتیان به د جنت ماڼيو ته ننوځي او دو زخیان به دوزخ اور ته دا خل شي، د آخرت په ورځ ایمان لرل د ایمان په بنیادنو کې يو مهم بنیاد دی چې پرته له دې ایمان نه صحيح کيږي د الله پاک وينا ده: (وَلَـكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ) (البقرة: 177). او لېكن نېكي (د هغه چا) ده چې پر الله او پر ورځ د اخرت.
د آخرت ورځ څه ته وايې؟
د آخرت ورځ: په دې ورځ به ټول خلک د حساب کتاب لپاره د قبرونو څخه را پورته کيږي، د حساب، کتاب نه بعد به جنتیان جنت ته ځي او دوزخیان به دوزخ ته ځي، او د آخرت ورځ ورته ځکه وايې: چې ددينه روستو بله ورځ نه راځي. او په قرآن، سنت کې ددي ورځ ډير نومونه ذکر شوي دي، د قیامت ورځ ورته هم وايې: دا ځکه چې په دې ورځ ډير لوې لوې کارونه تر سره کيږي چې د جملې څخه يې الله پاک ته د ټولو خلکو راپورته کيدل دي، دي ورځ ته ساعت ، ځکه چې ناڅاپه راځي، ورځ د فصل، او د جزا ورته هم وايې: ځکه چې په هغه ورځ به فيصله کيږي او هر چا ته به د هغه د عمل برابر بدله ورکول کيږي.
ولې قرآن کريم د آخرت په ورځ ایمان ډير په تاکيد سره بیان کړی دی؟
د آخرت په ورځ ایمان قرآن کريم ډير په تاکيد سره بیان کړی دی او په هر پړاو يې ورته پاملرنه کړي ده، او د عربي ژبې په بیلابیلو تعبیرونو سره يې د آخرت د ورځې راتلل او د ایمان سره يې د هغې تړاو په بیلابیلو ځايونو کې په تاکيد سره بیان کړی دی.
د آخرت په ورځ ایمان په الله پاک باندي د ایمان لرلو لازمه نتیجه ده، او وضاحت يې په دا رنګ دی:
بیشکه الله پاک ظالم او د هغه ظلم، بیله حسابه نه پريږدي، همدغه شان مظلوم ته د هغه برخه عدل او انصاف ورکوي، او احسان کونکي ته د هغه اجر او ثواب ورکوي، هر چاته د هغه خپل حق خامخا ورکوي، او مونږ ګورو چې په دې دنیا کې ډير ظالمان د خپل ظلم سزا و نه څکي او مړ شي همدغه شان ډير هغه خلک چې مظلومان وي د عدل او انصاف پرته مړه شي، او خپل حق تر لاسه نه کړي، نو مونږ وايو چې الله پاک ظلم بي حسابه نه پريږدي ددې څه معناده؟ ددي چې د دنیا د ژوندانه پرته مونږ بايد يو بل ژوند ولرو تر څو احسان کونکی خپل اجر او ثواب واخلي او بدي کونکی د خپل بدو عملونو په سزا ورسيږي او هر څوک خپل حق تر لاسه کړي.
د آخرت د ورځې نښي نښاني:
د آخرت په ورځ ایمان لرلو کې د آخرت د ورځې په نښو نښانو باندي ایمان لرل هم ضروري دي، د آخرت د ورځ نښې نښاني څه حالات او واقعات دي چې د آخرت د ورځې د نيژدي راتللو نشاندهي کوي، او دا په دوه ډوله دي:
۱. قیامت د ورځې وړې نښې نښاني:
دا هغه نښېنښانې دي چې د قیامت د ورځې نه په بیلابیلو وختونو کې واقع کيږي، د مثال په توګه د هغه خلکو چې لوڅې خپې، په تن بربنډ او د څارويو چوپانان وو، دوې به په دنګو دنګو ابادیانو کې سیالي شروع کړي، لکه څنګه چې په حديث د مسلم کې راځي: جبریل ـ علیه السلام ـ وويل: د قیامت د رتلو خبر راکړه؟ نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ وويل: تپوس کړی شوی د تپوس کونکي نه د قیامت د روځي د راتلو په هکله ډيره پوهه نلري. جبریل ـ علیه السلام ـ وويل: د قیامت د ورځې د نښو نښانو په هکله خبر راکړه، نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ وويل: وينزه به خپله سيده وځيږوي او ته به وويني چې لوڅې خپې، په تن بربنډ او د څارويو چوپانان ، به په دنګو دنګو ابادیانو کې سیالي شروع کړي.رواه مسلم.
۲. د آخرت د ورځې غټې نښې نښانې:
دا هغه حالات او واقعات دي چې د قیامت د ورځې د راتللو نه مخکې واقع کيږي، او دا لس نښې نښانې دي لکه څنګه چې د حذيفه بن اسید ـ رضي الله عنه ـ په حديث کې راغلي دي هغه وايې: نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ په مونږ راتير شو، او مونږ خبرې اترې کولې مونږ ته يې وويل: تاسې د څه په هکله خبرې اترې کوې؟ مونږ وويل: د قیامت د ورځې په هکله، نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ وويل: د قیامت ورځ به هغه وخت راځې چې تاسې د هغې نه مخکې لس نښې نښانې ووينئ، بيا يې د لوګې، دجال، او د يو ځانګړي حیوان، او د مشرق د طرف نه د نمر راختل، د عیسی ـ علیه السلام ـ راتلل، د یاجوج ماجوج راوتل، او درې ځل د په خلکو د زمکې چاودل چې يو ځل به په مشرق کې وي بل ځل به په مغرب کې وي او بل ځل به د عربانو په جزیره ( ټاپو ) کې وي، او به اخره کې يې د هغه اور یادونه وکړه چې د يمن نه به راووځي او خلک به د محشر په طرف روان کړي.
د آخرت په ورځ ایمان لرلو کې کومې خبرې ضروري دي؟
هر مسلمان چې د آخرت په ورځ ایمان لري بايد ددي راتلونکو خبري خیال وساتي:
۱. د قبرونو نه د خلکو راپورته کيدل او د حشر په ميدان کې راټوليدل:
دا د مړو بیرته راژوندي کول، هغوې د قبرونو نه راپورته کول او د هغوې په بدنونو کې روح اچول، او د الله پاک په وړاندي د حساب کتاب لپاره ودريدل، او بیا د محشر په ميدان کې په خپو لوڅ او په تن بربڼډ د لومړي ځل د پيدائښ په څير راجمع کيدل، په دې باندي، د الله پاک کتاب او د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ سنت او انساني روغ عقل او سلیم فطرت دلالت کوي، نو مونږ په رښتیا دا باور لرو چې الله پاک به د قیامت په ورځ ټول مړي د خپلو قبرونو نه راپورته کړي او د هغوې بدنونو ته به د هغوې روحونه راواپس کړي او د حساب کتاب لپاره به د الله پاک په وړاندي ودريږي.
د الله پاک وينا ده: (ثُمَّ إِنَّكُمْ بَعْدَ ذَلِكَ لَمَيِّتُونَ • ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ تُبْعَثُون) (المؤمنون:15-16). بیا بېشكه تاسو له دې (ژوند) نه بعد خامخا مړه كېدونكي یئ+ بیا به یقینًا تاسو د قیامت په ورځ ژوندي راپاڅولى شئ. د آخرت د ورځې په راتللو ټول اسماني کتابونه متفق دي، او د الله پاک د حکمت غوښتنه هم ده، د الله پاک د حکمت غوښتنه ده تر څو ددې بندګانو لپاره يو نيټه داسي مقرر کړي چې دوي ته د خپلو عملونو بدله ورکړي او د هغه سپارښتنو چې د پيغمبرانو په زريعه يې هغوې ته رسولې وي ورسره يې حساب کتاب وکړي. د الله پاک وينا ده: (أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُون) (المؤمنون: 115).ایا نو تاسو ګمان كوئ چې بېشكه مونږ تاسو بس عبث پیدا كړي یئ او دا چې بېشكه تاسو به مونږ ته نه راوستل كېږئ.
۲. په حساب کتاب او په تله د ميزان ایمان:
د آخرت په ورځ به الله پاک د خپلو بندګانو سره د هغوې د هغه عملونو چې په دنيا کې يې تر سره کړي دي حساب کتاب کوي، د الله پاک او د هغه د پيغمبر منونکو، موحدينو، او تابعدارو حساب کتاب به ډير آسان وي، او د نافرمانو او مشرکانو حساب کتاب به ډير سخت وي.
د قيامت په ورځ به د بندګانو عملونه په يوه لویه تله کې تلل کيږي، نیک عملونه به د تلې په يوه چابړي کې او بد عملونه به يې په بل چابړي کې واچول شي، که چيرته د بنده نیک عملونه په تله کې په بد عملونه درانه شول، نو جنت به ځې او که چيرته يې بد عملونه په نيکو عملونو درانه شول نو اور د جهنم ته به ځې، او الله پاک په هيچا باندي ظلم او زیاتی نه کوي، د الله پاک وينا ده: (وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَإِنْ كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا وَكَفَى بِنَا حَاسِبِين) (الأنبياء: 47). او د قیامت په ورځ به مونږ ډېر د انصاف تلې كېږدو، نو په هېڅ نفس باندې به هېڅ شى ظلم ونه كړى شي او كه دا (عمل) د اوري د دانې په وزن وي مونږ به هغه راوړو او هم مونږ حساب كوونكي بس یو.
۳. په جنت جهنم ایمان:
جنت د هميشه نعمتونو کور دی، الله پاک د خپلو نیکانو متقیانو د الله پاک او د هغه د پيغمبر تابعدارو بندګانو لپاره تیار کړی دی، او په جنت کې هر ډول هميشه هغه نعمتونو چې زړونه يې غواړي او سترګي ورباندي یخيږي هر قسم خواږه نعمتونه په جنت کې شتون لري، الله پاک خپلو بندګانو ته د نیک عملونو او د زمکې او سمانونو نه پراخ جنت ته د داخليدلو په ترغيب کې فرمايلې دي: (وَسَارِعُوا إِلَى مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَوَاتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِين) (آل عمران: 133). او تاسو له یو بل نه تلوار كوئ هغه (مغفرت او) بخښنې ته چې د خپل رب له جانبه ده او داسې جنت ته چې د هغه پلن والى د اسمانونو او د ځمكې (په اندازه) دى، د پرهېزګارانو لپاره تیار كړى شوى دى.
هر چې د جهنم اور دی دا د هميشه عذابونو کور دی، الله پاک د کافرانو او نافرمانو لپاره تیار کړی دی، او په جهنم کې هر ډول داسي عذابونه، دردونه، او کړاوونه شته چې په انساني خيال کې نه دي ګر ځيدلي، الله پاک خپل بندګان د جهنم اور نه ويره وي او داسي فرمايې: فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِين) (البقرة: 24). نو له هغه اور نه ځان بچ كړئ چې خشاك يې انسانان او كاڼي دي، د كافرانو لپاره تيار كړى شوى دى.
ای زمونږ پروردګاره! مونږ له تانه جنت او د هغه وينا عمل توفیق غواړږ چې مونږ جنت ته نيژدي کړي، او په تا پورې د جهنم او د هغه وينا او عمل څخه پناه غواړو چې مونږ جهنم ته نيژدي کوي.
۴. د قبر عذابونه او نعمتونه:
مونږ ایمان لرو چې مرګ راتلونکی او حق دی، د الله پاک وينا ده: (قُلْ يَتَوَفَّاكُمْ مَلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُون) (السجدة: 11). ته (دوى ته) ووایه: ستاسو روحونه هغه د مرګ مَلَك قبض كوي چې په تاسو مقرر كړى شوى دى، بیا به تاسو خپل رب ته بېرته ورګرځولى شئ. د مرګ حقیقت د سترګو په وړاندي تجربه شوی او هيڅ د شک احتمال نلري، او مونږ دا ایمان او باور هم لرو چې هر څوک چې مړشي يا ووژل شي مرګ د هغه مرګ په خپله مقرره نيټه هغه ته راځي د الله پاک وينا ده: (فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ لَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلَا يَسْتَقْدِمُون) (الأعراف: 34) او د هر امت لپاره یوه نېټه ده، نو كله چې د دوى نېټه راشي، دوى به نه یوه ګړۍ تاخیر كوي او نه به دوى ړومبى كېږي. او مونږ دا ایمان او باور هم لرو: هغه څوک چې مړ شي نو د هغه قیامت قاېم شو، او د اخرت کورته منتقل شو.
ډير شمير حديثونه د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ نه د قبر د عذاب او نعمتونو په هکله ثابت دي چې کافران او د الله پاک نافرمانه بندګانو ته په قبر کې عذاب ورکول کيږي، او نیکان عمله مؤمنانو بندګانو ته په قبر کې نعمتونه ورکول کيږي مونږ په دې ایمان او باور لرو خو ددي په کيفیت او تفصیل کې خبرې نه کوو، دا ځکه چې د قبر عذاب او نعمتونو تفصیل د انساني عقل د طاقت او توان نه بهر دي ځکه چې ددي تعلق د غيبي عالم سره دی لکه جنت جهنم او د هغې تفصیلات چې انساني عقل يې د بشپړ ادراک نه عاجزه دی ځکه چې انساني عقل يواځې د مشاهداتو ادراک د قیاس په مټ ترسره کوي چې مثالونه يې ښکاره وي.
لکه څنګه چې د قبر حالات د غيبې هغه عالم څخه دي د کومو ادراک چې انساني حواس نشي کولی، که چيرته يې انساني حواس ادراک وکړې نو د ایمان بالغیب به هيڅ فائده پاتي نشي او د انساني تکلیف حکمت به د مينځه لاړشي، او خلک به خپل مړي دفن نه کړي، لکه څنګه چې نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ فرمايلي دي: که دا ويره راسره نه وی چې تاسې به خپل مړي دفن نه کړې، نو ما به د الله پاک نه دعا غوښتلی وي چې تاسې ته د قبر هغه عذابونه درواوروي کوم چې زه اورم، (مسلم 2868، النسائي 2058). دا حکمت او ويره د څارويو په هکله نشته نو ځکه څاروي د قبر عذابونه اوري. (أَوَلَيْسَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِقَادِرٍ عَلَى أَنْ يَخْلُقَ مِثْلَهُمْ بَلَى وَهُوَ الْخَلَّاقُ الْعَلِيم) (يس: 81). ایا هغه ذات چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي، په دې نه دى قادر چې هغه د دوى په شان (نور مخلوق) پیدا كړي؟ ولې نه! او هم دى ښه پیدا كوونكى، ښه پوه دى.
د مرګ نه بعد په ژوندون قرآني دلیلونه:
-
بیشکه الله پاک په لمړی ځل انسانان پيدا کړي دي او هغه ذات چې په لمړي ځل په پيدا کولو قدرت لرونکی وي نو هيڅکله هغه د بیا ژوندي کولو نه عاچزه کيږي نه، د الله پاک وينا ده: (وَهُوَ الَّذِي يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُه) (الروم: 27). او دى همغه ذات دى چې مخلوق اول ځلې پیدا كوي، بیا به دغه دوباره راژوندي كوي. همدغه شان الله پاک د هغه چا په رد کې چې د زړو هډوکو د بیرته راژوندي کولونه انکار کوي خپل پيغمبر ته فرمايلي دي: (قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنْشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ) (يس: 79). ته (دوى ته) ووایه: دا به هغه ذات راژوندي كوي چې دا يې اول ځلې پیدا كړي دي، او هغه په خپل مخلوق باندې ښه عالم دى.
وچه مړه او سکړه زمکه وي هيڅ ډول وني او شېنکې په کې زرغون نه وي، الله پاک په همدغه وچه سکړه زمکه باران را ووروي تکه شنه شي او ډول ډول ښاېسته شنې ونې او شېنکي په کې را زرغون شي، نو هغه ذات چې وچه مړه او سکړه زمکه په باران سره تکه شنه را زرغونه ولي شي همدغه ذات مړي د مرګ نه بعد هم راژوندي کولی شي، د الله پاک وينا ده: (وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً مُبَارَكًا فَأَنْبَتْنَا بِهِ جَنَّاتٍ وَحَبَّ الْحَصِيدِ • وَالنَّخْلَ بَاسِقَاتٍ لَهَا طَلْعٌ نَضِيدٌ • رِزْقًا لِلْعِبَادِ وَأَحْيَيْنَا بِهِ بَلْدَةً مَيْتًا كَذَلِكَ الْخُرُوجُ) (ق: 9-11). او مونږ له بره نه ډېرې بركتي اوبه نازلې كړې دي، نو په دغو (اوبو) سره مونږ باغونه او د فصل دانې رازرغونې كړې . او د كجورو ونې، چې اوږدې لوړې دي، په دې حال ګې چې هغو لره لاندې باندې وږي دي. د بنده ګانو د روزۍ لپاره او مونږ په دغو (اوبو) سره مړ ښار ژوندى كړى دى، همداسې (له قبرونو نه د مړیو) راوتل دي.
هر قلمند انسان ډير ښه پوهيږي، هغه ذات چې د يو لوې څيز په پيدا کولو توان او قدرت لري نو د هغه شیانو چې د دغه لوې څيز په نسبت ډير کم دی د هغې په پيدا کولو خو په طريقه اولی سره توان او طاقت لري، الله پاک لوې اسمانونه ، زمکه او افلاک چې ډير ناشنا لوې او عظیم مخلوقات دي پیدا کړي دي، نو د هغه هډوکو چې د مرګ نه بعد زاړه او یره یره شوي دي په پیدا کولو خو خامخا توان او قدرت لري، د الله پاک وينا ده: (أَوَلَيْسَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِقَادِرٍ عَلَى أَنْ يَخْلُقَ مِثْلَهُمْ بَلَى وَهُوَ الْخَلَّاقُ الْعَلِيم) (يس: 81). ایا هغه ذات چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي، په دې نه دى قادر چې هغه د دوى په شان (نور مخلوق) پیدا كړي؟ ولې نه! او هم دى ښه پیدا كوونكى، ښه پوه دى.
د آخرت په ورځ د ایمان لرلو ګټې او فائدې:
۱. د آخرت په ورځ ايمان لرل د مسلمان بنده په رهنمايې ، تربیت او اصلاح کې ډير مهم رول او اثر لري، د ایمان، نیک او تقوی په لور يې هڅه وي، د ځان خوښۍ او ریاکارۍ نه يې لرې کوي، په همدي خاطر د اخرت په ورځ ایمان لرل د نیک عمل او ایمان سره تړاو لري، د الله پاک وينا ده: (إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللهِ مَنْ آَمَنَ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الْآَخِر) (التوبة: 18). د الله جوماتونه خو يواځې هغه څوك ابادوي چې پر الله او د اخرت پر ورځ يې ایمان راوړى وي. (وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْآَخِرَةِ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَهُمْ عَلَى صَلَاتِهِمْ يُحَافِظُون) (الأنعام: 92). او هغه كسان چې پر اخرت ایمان لري، دوى پر ده ایمان راوړي، په داسې حال كې چې همدوى د خپلو لمونځونو ساتنه كوي.
۲. د آخرت په ورځ ایمان غافلان بندګان چې د دنیا په کارونو، خواهشاتو کې ډوب شوي، د الله پاک د بندګې او هغه ته د تقرب نه غافله دي دوې د غفلت نه رابيداره وي د دنيا د لڼډ ژوند حقيقت ورته په ګوته کوي او داچې آخرت د هميش والی کور دی دي حقيقت ته يې مخ راګرځوي، او د همدې فکر آخرت د وجې نه الله پاک د خپلو پيغمبرانو صفت او ستاېنه کوي چې د همدې فکر د وجي دوې نیک او غوره عملونه تر سره کوي، د الله پاک وينا ده: (إِنَّا أَخْلَصْنَاهُمْ بِخَالِصَةٍ ذِكْرَى الدَّار) (ص: 46) بېشكه مونږ دوى په یو خالص خوى سره خالص كړي دي چې هغه د اخرت یادول دي. یعني: ددوې ددې غوره او نیک عملونو لامل داو چې دوې به د آخرت يادولو چې دې کار به دوې دي نيک عملونو ته هڅول.
کله چې ځېنې مسلمانان د الله پاک او د هغه د پيغمبر د حکمونو په تعمیل کې سست شول، نو الله پاک ورته د تنبیه په خاطر وفرمايل: (أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآَخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآَخِرَةِ إِلَّا قَلِيل) (التوبة: 38). ایا تاسو د اخرت په مقابله كې پر دې دنيايي ژوند راضي شوي یئ؟ نو د اخرت په مقابله كې د دنیاوي ژوند فايده نه ده مګر ډېره لږه. هر کله چې يو انسان د آخرت په ورځ کلک ایمان او قوې باور ولري، نو په يقين سره دي حقيقت ته ورسیږي چې د دنيا ټول خواهشات د آخرت د نعمتونو په بدل کې د هيڅ برابر دي او ددنيا ټول خواهشات د جهنم د اور د يوې غوپې په بدل کې د هيڅ برابر دي، همدغه شان د دنیا ټول تکليفونه د الله پاک په لاره کې د آخرت د عذاب په بدل کې د هيڅ برابر دي او د دنيا ټولو تکليفونه او کړاونه د آخرت په نعمتونو کې د يوې غوپې په بدل کې د هيڅ برابر دي.
۳. د آخرت په ورځ ایمان لرل د بنده زړه ته راحت او اطمئنان ور په برخه کوي دا ځکه چې د آخرت په ورځ د ايمان او باور په و جه دا یقین او باور کوي چې هر انسان د خپلې برخې او نصيب سره مخامخ کيدونکی دی، که چرته دده نه دنیا څه خواهشات پاتي شي نو نا اميده کيږي نه او نه په هغې پسې د غم او خفګان د وجي نه ځان وژني بلکه خپل کوشش کوې او قوي یقین لري چې الله پاک د هیچا نیک عمل نه برباده وي، که چرته دده د زرې برابر حق په ظلم سره واخستل شي په دنیا کې نو د آخرت په ورځ چې ډير زیات متاجه به هم وي خپل حق به تر لاسه کړي، نو څنګه به هغه څوک غمژن شي چې د هغه پوخ يقین وي په دې خبره چې حق يې هيڅکله نه ضائع کيږي بلکه خامخا به په هغه وخت کې خپل حق تر لاسه کړي چې دی به ورته ډير سخت محتاجه وي، او څنګه به هغه څوک غمژن شي چې پوخ یقین لري په دې خبره چې دده او ظالم په مینځ کې فیصله کونکی د الله پاک احکم الحاکمین ذات دی؟