زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

روژ نیول. دا مهال برخه

درس د رمضان روژه

د رمضان روژه څلورم رکن دی د اسلام د ارکانو څخه،او ددې د بنیادونو څخه دی،پدې درس کې به تاسو د روژې معنی او فضل وپیژنې.

د درس اهداف:د صیام معنی او فضیلت.د رمضان د میاشت فضیلت.

په کال کې یو میاشت روژې نیول الله په مسلمانانو باندې فرض کړې،د رمضان میاشت،او دا يې د اسلام یو عظیم بنیاد او څلورم رکن ګرځولی،الله فرمايي:{يََا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُون} (البقرة: 183).ای مومنانو پتاسو باندې روژه فرض فرض ده لکه څنګه چې مخکې کسانو باندې فرض کړی شوی و،دې لپاره چې تقوی اختیار کړۍ.

د روژې معنی

په اسلام کې د روژې معنی:د سحر نه تر ماښام پورې د خوراک،څښاک،او جماع او نورو روژه ماتوونکو شیانو څخه اجتناب کول.

د رمضان د میاشت فضیلت

د رمضان میاشت په اسلامي کال کې نهمه میاشت ده،او دا په کال کې بهترینه میاشت ده،الله ورته ډیر فضایل ورکړي،چې بعضې په لاندې ډول دي:

۱.ځکه دې ته الله خصوصیت ورکړی،او قران يې پکښ نازل کړی.

(شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ) (البقرة:185). الله فرمايي:د رمضان په میاشت کې الله قران نازل کړی،د خلکو لپاره هدایت او واضحه دلایل،او رڼا،نو څوک چې د روژې میاشت وویني،نو روژه باید ونیسي.

۲.پدې میاشت کې د جنت دروازې کولاویږي

نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي:کله چې رمضان داخل شي،نو د جنت دروازې کولاو کړی شي،او د جهنم دروازې بندې کړی شي،او شیطانان بند کړی شي،الله دا میاشت د بنده ګانو لپاره مهیا کړې،چې په توجه سره د هغه په احکامو عمل وکړي،او منکرات پریږدي.

۳.څوک چې د ورځې روژه ونیسې او دشپې مونځونه نو ټول ګناهونه به ورته معاف شي

نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي:څوک چې د ایمان په حالت کې د رمضان روژه ونیسي،او اجر یې ګنړې،ټول ګناهونه به ورته معاف شي،او فرمايي:څوک چې د ایمان په حالت کې تراویح او تهجد پدې میاشت کې وکړي،نو ټول ګناهونه به یې معاف شي.

۴.پدې کې لیله القدر ده،چې په کال کې عظیمه شپه ده

الله پخپل کتاب کې خبر ورکړی چې پدې شپه کې نیک عمل کول د زرو میاشتو د عمل نه بهتر دی،هغه فرمايي:لیله القدر د زرو میاشتو نه افضل ده،او دا شپه د رمضان په اخیري لسو ورځو کې غیر معلوم ده،څوک چې پدې کې عبادت وکړي،د ایمان په حالت کې او اجر یې ګنړه،نو ټول مخکني ګناهونه به یې معاف شي.

د روژې فضیلت

په اسلام کې د روژې ډیر فضایل دي:بعضې په لاندې ډول دي:

۱.د ګناهونو معاف کیدل

څوک چې د ایمان په حالت کې روژه ونیسي،د الله د حکم د تابعدارۍ د وجې،د هغې د فضل د تصدیق،او د الله د اجر د طلب کولو په غرض،نو ټول مخکني ګناهونه به یې معاف شي،لکه رسول الله فرمايي:څوک چې د ایمان او ثواب په نیت روژه ونیسي نو ټول ګناهونه به يې معاف کړی شي.

۲.کله چې روژه دار د الله سره ملاقات وکړي،نو په خپله روژه به خوشحاله وي،ځکه ډیر نعمتونه به ورته ورکړي.

نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي: د روژه دار لپاره دوه خوشحالیاني دي،یو د ماښام روژه ماتي په وخت،بل د الله د ملاقات په وخت

۳.په جنت کې د ریان په نوم دی چې صرف روژه دار پدې سره جنت ته داخلیږي.

نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي:په جنت کې د ریان په نوم باندې دروازه ده چې د قیامت په ورځ به روژه دار پدې داخلیږي،ددوۍ نه علاوه بل څوک نشي داخلیدی،وبه ویل شي:روژه دار چیرته دي؟هغوۍ به ودریږي،کله چې داخل شول،نو دروازه به بنده کړی شي،نو بل هیڅوک به نشي داخلیدی.

۴.الله د روژې د ثواب او بدلې نسبت د ځان طرفته کړی

الله یو کریم او سخي ذات دی او د چا ثواب چې د داسې ذات په ذمه کې وي نو باید خوشحاله شي چې الله ورله څه تیار کړي،نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي:چې الله فرمایلي:د انسان ټول اعمال د هغه لپاره دي،مګر روژه زما لپاره ده،او زه ددې بدله ورکوم.

د روژې د فرضیت حکمتونه

الله روژه د ډیرو حکمتونو د وجې فرض کړې،دیني او دنیاوي حکمتونه پکښ شته بعضې په لاندې ډول دي:

۱.د تقوی حاصلول

ځکه روژه یو عبادت دی چې پدې سره انسان الله ته نژدې کیږي،په پریخودلو د هغو شیان چې ده ته خوښ دي،لکه مباح شهوات د الله د رضا او د حکم د تابعدارۍ د وجې پریخودل

۲.د ګناهونو څخه ځان بچ کولو باندې ځان عادت کول

ځکه کله چې روژه دار د مباح شیانو څخه د الله د حکم د وجې ځان بچ کوي،نو پدې سره هغه عادي وګرځي چې د شهواتو او ګناهونو څخه هم ځان بچ کړي.

۳. کوم کسان چې د رزق نه محروم دي د هغوۍ یادول او هغوۍ سره مدد

ځکه په روژه کې انسان ته یو احسان وشي د ولږې او حرمان،او هغه فقیران رایاد کړي چې به زندګۍ کې د ډیرو نعمتونو څخه محرومه دي،نو د هغوۍ سره مدد شروع کړي.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه