طهارت ( پاکوالی ) دا مهال برخه
درس لویه بي اودسي او د هغې نه غسل کول
هغه شیان چې په هغې سره غسل واجبیږي:
۱. مني خارجيدل:
۲. جماع کول:
۳. په زنانه د حیض يا نفاس راتلل:
د ښځې چې کله د حیض مهواري او يا د ماشوم د پيدائش په وخت د نفاس وينه راشي نو د حیض او نفاس په وخت دوي ته اسلامي شريعت آساني ورکړي او د دوې نه يې په دې وخت لمونځ او روژه بښلي دي، خو چې کله د حیض يا نفاس نه ښځه پاکه شي نو د روژو قضايې به راوړي او هر چې قضا شوی لمونځ دي د هغې قضايې راوړل ورباندي نشته.
د ښځې سره د حیض مهوارۍ په وخت جماع کول:
د مسلمان لپاره دا بسنه کوي چې د پاکۍ نيت وکړي او خپل ټول بدن په اوبو سره ووينځي.
په غسل کولو کې پوره طریقه د نبي کريم صلی الله علیه وسلم ده مسلمان بايد د هغې تابعداري وکړي: هغه دا چې کله د غسل کولو نيت وکړي نو خپل لاسونه تر مړوندونو پورې ووینځي بیا خپله شرمګاه او هغه ګندګي کومه چې د جنابت د وجي نه رامينځ ته شوي وي هغه ووينځي، بیا په بشپړه توګه اودس وکړي، بیا خپل سر درې ځل په اوبو ووينځي بیا خپل ټول بدن ووينځي.
کله چې مسلمان د جنابت نه غسل وکړي نو دا غسل کول يې د اودس کولو نه بسنه کوي بیرته د غسل کولو سره ورباندی د اودس کول واجب نه دي خو غوره داده چې مسلمان داسي غسل وکړي چې اودس په هغې شامل وي لکه څنګه چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم غسل کولو وو.