زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

ایمان دا مهال برخه

درس په اسماني کتابونو ایمان

په دې خبره غښتلی ایمان لرل چې د الله پاک اسماني کتابونه دي چې د خپلو بندګانو د هدایت او لار ښونې په موخه يې په خپلو پيغمبرانو نازل کړي دي، او دا اسماني کتابونه د الله پاک کلام دی او په دې سره الله پاک خبرې کړې دي څنګه چې د هغه د شان سره لائق دي، او په دې اسماني کتابونو کې د ټولو خلکو لپاره حق، رڼا او د دواړو جهانونو هدایت او خلاصون پروت دی.

  • په اسماني کتابونو باندي د ایمان لرلو معنا او د هغې اهمیت.
  • نن ورځې موجود اسماني کتابونه او په اړوند يې د يو مسلمان نظر پيژندل.
  • د قرآن کريم په هکله نن ورځ د مسلمانانو زمواري پيژندل.

په اسماني کتابونو باندي د ایمان معنا:

په دې خبره غښتلی ایمان لرل چې د الله پاک اسماني کتابونه دي چې د خپلو بندګانو د هدایت او لار ښونې په موخه يې په خپلو پيغمبرانو نازل کړي دي، او دا اسماني کتابونه د الله پاک کلام دی او په دې سره الله پاک خبرې کړې دي څنګه چې د هغه د شان سره لائق دي، او په دې اسماني کتابونو کې د ټولو خلکو لپاره حق، رڼا او د دواړو جهانونو هدایت او خلاصون پروت دی.

په اسماني کتابو د ایمان لرلو اهميت:

په اسماني کتابونو ایمان لرل د ایمان په بنیادونو کې يو اهم بنیاد دی، د الله پاک وينا ده: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا آَمِنُوا بِاللهِ وَرَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِي نَزَّلَ عَلَى رَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِي أَنْزَلَ مِنْ قَبْل) (النساء: 136). اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو پر الله ایمان راوړئ او د هغه پر رسول او پر هغه كتاب چې هغه په خپل رسول باندې نازل كړى دى او پر هغو كتابونو چې له ده نه يې مخكې نازل كړي دي. په دې مبارک ایت کې الله پاک حکم کړی دی، چې په الله پاک ایمان راوړۍ او د هغه په پيغمبر او په هغه کتاب ایمان راوړې کوم چې يې په خپل پيغمبر نازل کړی دی چې هغه قران کرية دی، همدغه شان الله پاک حکم کړی دی چې په هغه اسماني کتابونو چې د قران کريم نه مخکي نازل کړی شوي دي هم ایمان راوړۍ.

د ایمان په هکله د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ وينا ده: ایمان ديته وايې: چې په الله پاک ایمان او د هغه په ملاېکو، کتابونو، پيغمبرانو، ايمان او په ورځ د قیامت ایمان او د خیر او شر په تقدير ایمان ديته وايې. (مسلم 8).

په اسماني کتابونو باندي ایمان لرلو کې يو څو خبري ضروري دي:

١
په دې خبره ايمان چې ټول اسماني کتابونه د الله پاک لخوانه په حقه نازل شوي دي.
٢
په دې خبره ایمان چې ټول اسماني کتابونه د الله پاک خبري دي.
٣
په هغه کتابونو چې الله پاک يې نومونه ذکر کړي دي ایمان لرل، لکه قرآن کريم چې په محمد ـ صلی الله علیه وسلم ـ نازل شوی دی، او تورات چې په موسی ـ علیه السلام ـ نازل شوی دی، او انجیل چې په عیسی ـ علیه السلام ـ نازل شوی دی.
٤
د مخکنې کتابونو د هغه خبرو تصدیق کول کوم چې صحیح ثابت دي.

د مخکني اسماني کتابونو په هکله د مسلمان دريز او عقيده:

هر مسلمان بايد دا عقيده او ایمان ولري چې د الله پاک هغه کتاب کوم چې په موسی ـ علیه السلام ـ نازل شوی دی او انجیل کوم چې په عیسی ـ علیه السلام ـ نازل شوی دی دا ټول د الله پاک کتابونه حق دي، او په دې کتابونو کې د الله پاک حکمونه او نصيحتونه، او د خلکو لپاره د هدايت او لارښوني ، د ژوند او اخرت خبرې دي، خو الله پاک مونږ ته په قرآن حکیم کې دا خبر هم راکړی دی چې یهودانو او عیسایانو د الله پاک دغه کتابونو کې تحریف کړی او د خپل ځانونه يې په هغې کې زيادت يا نقصان کړی دی نو الله پاک دغه کتابونه په خپل اصلي صورت کې چې الله پاک نازل کړي دي پاتي نه دي.

اوس موجوده چې کوم تورات شتون لري دا د الله پاک هغه کتاب نه دی کوم چې يې په خپل پيغمبر موسی ـ علیه السلام ـ نازل کړی و، ځکه چې يهودانو په کې تحريف او بدلون کړی دی، او د تورات په ډيرو حکمونو يې د خپل خواهش سره سم لوبي کړي دي، د الله پاک وينا ده: (مِنَ الَّذِينَ هَادُوا يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَنْ مَوَاضِعِه) (النساء:46). او ځینې له هغو كسانو نه چې یهودیان دي، هغوى له خپلو ځایونو نه كلمِې بدلوي.

همدغه شان اوس چې کوم انجیل شتون لري دا د الله پاک هغه کتاب نه دی کوم چې يې په خپل پيغمبر عیسی ـ علیه السلام ـ نازل کړی و، ځکه چې عیسایانو په هغې کې تحریف او د هغې ډير حکمونه يې بدل کړي دي، د عیسایانو په هکله الله پاک فرمايلي دي: (وَإِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِيقًا يَلْوُونَ أَلْسِنَتَهُمْ بِالْكِتَابِ لِتَحْسَبُوهُ مِنَ الْكِتَابِ وَمَا هُوَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنْ عِنْدِ اللهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِنْدِ اللهِ وَيَقُولُونَ عَلَى اللهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُون) (آل عمران:78). او یقینًا یقینًا په دوى كې یوه ډله ده چې په (لوستو د) كتاب سره خپلې ژبې تاووِي، د دې لپاره چې تاسو پر هغهٔ د (الله د) كتاب ګمان وكړئ، حال دا چې هغه له (حق) كتاب څخه نه دي، او دوى وايي چې دا (مُحرَّف عبارتونه او تعبيرونه) د الله له جانبه دي، حال دا چې هغه د الله له جانبه نه دي، او دوى په الله باندې دروغ تپي، حال دا چې دوى پوهېږي.

(وَمِنَ الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّا نَصَارَى أَخَذْنَا مِيثَاقَهُمْ فَنَسُواْ حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُواْ بِهِ فَأَغْرَيْنَا بَيْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَسَوْفَ يُنَبِّئُهُمُ اللهُ بِمَا كَانُواْ يَصْنَعُون) (المائدة: 14). او له هغو كسانو څخه چې وايي: بېشكه مونږ نصرانیان یو؛ مونږ له دوى نه پخه وعده اخيستې وه، نو دوى ته چې د څه نصیحت شوى و؛ د هغه لویه برخه يې هېره كړله، نو مونږ د دوى په مینځ كې د قیامت د ورځې پورې دښمني او كینه واچوله او الله به ژر دوى پر هغو عملونو خبر كړي چې دوى به كول. د همدي وجې نه نن چې د اهل کتابو په لاسونو کې د کتاب مقدس په نوم کوم کتاب موجود دی او په هغې کې تورات او انجیل راجمع دي په دې کتاب کې ډيرې فاسدې عقيدې او د دروغو خبرې او قصې شتون لري، مونږ ددې کتابونو يواځې د هغه خبرو تصدیق کوو، د کومو چې قرآن او سنت تصديق کوي، او د هغه خبرو تکذیب کوو، د کومو چې قرآن او سنت تکذیب کوي او په نورو خبرو کې يې سکوت کو، نه يې تصدیق کوو، او نه يې تکذیب کوو.

سره له دينه چې مونږ د تورات او انجیل په تحریف او بدلون باندي باور لرو لکه څنګه چې مونږ ته قرآن کريم خبر راکړی دی، خو بیا هم مونږ د تورات او انجیل تعظیم او احترام کوو، سپکاوی او توهين يې نه کوو، دا ځکه چې کيدی شي په همدي کتابونو کې د الله پاک هغه کلام او خبرې موجود وي چې تحریف او بدلون په کې نه وي شوی.

د قرآن کريم په هکله زمونږ وجيبه:

١
په مونږ د قرآن کريم محبت، قدر، احترام او تعظیم واجب دی، ځکه چې دا زمونږ د خالق کلام او خبرې دي، او په ټولو خبرو کې رښتونې او غوره خبرې دي.
٢
په مونږ د قرآن کريم لوستل، او د هغې په ایاتونو او سورتونو کې سوچ فکر او تدبر واجب دی، مونږ بايد د قرآن کريم په نصحيتونو، وعظونو او واقعاتو کې ښه ژور سوچ او فکر وکړو، او خپل ژوند د قرآن کريم په تعلیماتو باندي بايد پيش کړو تر څو مونږ حق د باطل څخه جدا شي.
٣
په مونږ باندي د قرآن کريم د حکمونو تابعداري واجب ده، مونږ بايد قرآن کريم د خپل ژوند تګ لراه وګرځو،.

کله چې د عائشې رضي الله عنها نه پوښتنه وشوه چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ اخلاق څه و،؟ عائشې ـ رضي الله عنهاـ وويل چې د هغه اخلاق قرآن کريم وو. (أحمد 24601، مسلم 746).

ددې حديث معنا داده: چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ ژوند او عملونه د قرآن کريم د حکمونو عملي بڼه وه، نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د قرآن کريم د هدایت او لارښونې بشپړه تابعداري لاس ته راوړې وه، اوس هغه زمونږ د ټولو لپاره د تابعدارۍ پیشوا او رهنما دی. د الله پاک وينا ده: (لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللهَ وَالْيَوْمَ الْآَخِرَ وَذَكَرَ اللهَ كَثِيرًا) (الأحزاب: 21).یقینًا یقینًا تاسو لپاره په (كار د ) رسول الله كې ډېره ښه اقتدا ده، د هغه چا لپاره چې د الله او د وروستنۍ ورځې امېد لري او الله ډېر زیات یادوي.

د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د بیلابیلو ژبو والاو ته د قرآن کريم د حفظ او تلاوت کول آسانه ول دا لوې دلیل دی چې الله پاک د خپل کتاب ساتنه او حفاظت کوي.

د قرآن کريم ځانګړي صفتونه:

قرآن کريم د الله پاک هغه کلام دی کوم چې يې زمونږ په پيغمبر او رهنما محمد ـ صلی الله علیه وسلم ـ باندي نازل کړی دی، په همدې بنیاد هر مؤمن د قرآن کريم تعظیم کوي، او بشپړ کوشش کوې تر څو د قرآن کريم ولولي او په حکمونو يې عمل وکړي او سورتونو او ایاتونو کې سوچ فکر او تدبر وکړي، زمونږ لپاره دا خبره کافي ده چې قرآن کريم زمونږ دپاره په دنيا کې د هديت او سمې لارې ملګری دی او په اخرت کې زمونږ لپاره د نجات او خلاصون سبب دی، د قرآن کريم ډير ځانګري صفتونه دي چې د نورو اسماني کتابونو نه يې جدا کوي، ځينې يې په لاندي ډول بیانيږي:

۱. قرآن کريم بیشکه د الهي حکمونو خلاصه ده.

په مخکني کتابونو کې په اخلاص سره يواځې د الله پاک د عبادت او بندګۍ حکم موجود دی او قرآن کريم د هغې تاييد او تصديق کوي، د الله پاک وينا ده: (وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقاً لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِناً عَلَيْه) (المائدة: 48). او (اى نبي!) مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، چې د هغو كتابونو تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې دي او د هغوى محافظ دى. د (مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَاب) معنا: یعني قرآن کريم د هغه خبرو او عقائدو تصدیق کوي کوم چې په مخکنو کتابونو کې راغلي دي، او د (وَمُهَيْمِنًا عَلَيْه) معنا: یعني قرآن کريم په مخکنو کتابونو حفاظت کونکی او شاهد دی.

۲. دا چې د نړۍ په ټولو خلکو چې بیلابیل ژبې او قومونه لري په قرآن کريم باندي ایمان او عمل واجب دی.

همدغه شان د قرآن کريم په تعلیماتو باندي عمل کوم په ټولو خلکو واجب دی اګر که د هغوې زمانه هر څومره د قرآن کريم د نزول نه روستو ولي نه وي، او هر چې مخکني اسماني کتابونه و، هغوې د خپلو خاص قومونو لپاره په خاص زمانه کې و، د الله پاک وينا ده: (وَأُوحِيَ إِلَيَّ هَذَا الْقُرْآَنُ لِأُنْذِرَكُمْ بِهِ وَمَنْ بَلَغَ) (الأنعام: 19). او ما ته دا قرآن وحي شوى دى، د دې لپاره چې په دې (قرآن) سره زه تاسو ووېروم او هغه څوك چې دا ورته رسي.

۳. دا چې الله پاک د قرآن کريم د حفاظت او ساتنې زمه واري او وعده کړي ده.

نو په همدي بنیاد قرآن کريم ته د تحریف او بدلون لاسونه نه دي رسيدلې او نه هيڅکله ور ورسيږي. د الله پاک وينا ده: (إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ)(الحجر: 9). بېشكه همدا مونږ پخپله ذكر نازل كړى دى او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو. ددې له وجې نه قرآن کريم ټول په ټول روِ رمټ دی او تصديق يې په ټولو واجب دی.

په اسماني کتابونو باندي د ایمان لرلو فائدې او ګټې:

١
بنده ته د الله پاک بشپړه مهرباني په خپلو بندګانو باندي او د هغه بشپړ رحمت معلوميدل هغه دا چې الله پاک د هر قوم د لارښونې او په دنیا او اخرت کې د هغوې د نيک بختې په موخه يې هغوې ته خپل اسماني کتاب لیګلی دی.
٢
بنده ته د الله پاک حکمت د هغه په شريعت کې معلوميدل ځکه چې د هر قو م لپاره يې داسي يو شريعت مقرر کړی دی کوم چې د هغوې سره مناسب وي، د الله پاک وينا ده: (لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا) (المائدة: 48). مونږ په تاسو كې د هر یو لپاره یو دستور او لاره مقرر كړې ده.
٣
ددې اسماني کتابونو په نزول سره د الله پاک شکر ادا کول، ځکه چې دا اسماني کتابونه هدایت او د دنيا او اخرت رڼا ده، او ددې لوې نعمتونو په مقابل کې د الله پاک شکر ادا کول لازم دی.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه