طهارت ( پاکوالی ) دا مهال برخه
درس اودس کول:
د اودس غوره والی.
د وړوکي بي اودسۍ نه څنګه پاک او اودس وکړم؟
نیت کول:
لاسونه به تر مړوندونو پوري درې ځل ووينځي، درې ځل وينځل يې غوره دي.
په اوبو سره مضمضه کول هغه داسي چې اوبه به خولې ته واچوي په خوله کې تاو راتاو کړي بیا به يې بیرته د خولې نه بهر وباسي درې ځل کول يې مستحب او يو ځل کول يې واجب دي.
استنشاق به کوي، هغه داسي چې پوزې ته به اوبه واچوي بیا به يې بیرته بهر سوڼ کړي یعني د پوزې په هوا سره به اوبه په پوزه کې کش کړي او بیرته به يې بهر ته سوڼ کړي په استنشاق کې مبالغه يعني ترډير حد پوري کول غوره دي مګر که روژه وي يا ورته ضرر رسوي بیا به مبالغه نه کوي او دا کار ورله درې ځل کول مستحب دي.
مخ به ووينځي د مخ وينځل د تندي د بره برخي نه د کوم ځاې نه چې د سر ويښتان شروع کيږي تر لادي ځېني پوري او د يو غوږ نه تر بل غوږ پورې وينځل لازم دي مګر غوږونه د مخ په برخه کې داخل نه دي، درې ځل وينځل يې غوره او يوځل و ينځل يې واجب دی.
لاسونه به وينځي د ګوتو د سرونو نه تر څنګلو پورې دواړه څنګلې د لاسونو په وينځلو کې داخل دي د وينځلو شروع د ښي نه لاس نه غوره ده، د لاسونو وینځل درې خل غوره دي او يو ځل وينځل يې مستحب دي.
په سر به مسح کوي، هغه داسي چې لوند لاس به د سر د مخکي برخې نه د سر تر اخره برخې پورې کومه چې د څټ سره نژدې ده مسحه کړي او مسنون ده چې د سر د اخرې برخې نه لاسونه بیرته د سر مخې برخي ته په مسحه کې راولي، د سر مسح درې ځل کول مستحب نه ده بلکه يوځل به د سر مسحه کوي.
غوږونه به مسح کوي هغه داسي چې د سر د مسحې کولو نه بعد به خپلې سوڼډې ګوتې د غوږونو پّ سورو کې ورکړي او په غټو ګوتو به د غوږونو شاه خوا مسح کړي.
ښپې به وينځي تر ګټکيو پورې غوره داده چې د ښپو په وينځلو کې شروع د ښي ښپې نه وکړي درې ځل وينځل د ښپو غوره دي او يو ځل وينځل يې واجب دي، مګر که چيرته يې جورابې په ښپ، کړي وي نو بیا ورله په ښپو باندي مسح کول جواز لري خو په ي، څو شرطونو باندي.