قرآن کریم دا مهال برخه
درس د قرآن پاک د لوستلو آداب او احکام
د قرآن مجید د لوستلو آداب:
د قرآن کريم د حفظ کولو حکم
د عائشي رضي الله عنها نه روايت دی، نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: هغه څوک چې د قرآن کريم تلاوت کوي او حافظ وي دا به د الله پاک د سفیرانو نیکانو ملائکو سره ملګری وي. البخاري (4937).
د قرآن کريم د تلاوت کولو حکم
قرآن کريم تلاوت ته غوږ نيول، چپ کيدل او د هغې حکم
په هر مسلمان واجب دي چې په قرآن کريم ایمان ولري، او په احکامو يې عمل وکړي حلال يې حلال او حرام يې حرام وګڼي د نواهيو نه يې پرهيز وکړي او اوامر يې پر ځاې کړي او عمل ورباندي وکړي.
مسلمان بايد هميشه د قرآن کريم تلاوت وکړي يوه ورځ ورباندي هم داسي تیره نشي مګر د قرآن کريم يوه برخه په هغې کې ولولي، تر څو د قرآن کريم هجران ونه کړي او قرآن ترينه هير نشي. د الله پاک وينا ده: ﴿وَقَالَ الرَّسُولُ يَا رَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا هَذَا الْقُرْآَنَ مَهْجُورًا ﴾ [الفرقان: 30]. وايي به پيغمبر ای زما ربه بیشکه زما قوم دا قرآن مهجور (پريښی) وو.
ابو موسی اشعري رضي الله عنه نه روايت دی، نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: تاسئ د قرآن ډير لحاظ کوي، قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس کې دی، دا قرآن ډير په بیړه هيريدونکی دی د هغه اوښ نه چې د رسۍ نه خلاص شي او وتښتئ. البخاري (5033).