د ژمي موسم اړوند احکام او مسائل: دا مهال برخه
درس عام مسائل او احکام چې د ژمي سره تړاو لري.
د درس معلومات
موخې
count يوبل طالب هم دا درس تکمیل کړ.
د ژمي په موسم کې ډير خلک د خوب نه مخکي د دوښې په موخه اور بلوي لکه بخاري وغیره، دا اور بايد د ويده کیلو نه مخکي مړ کړي کيدی شي چې همدا بخاري او د کرمښت سامان د اور لګيدنې سبب وګرځي، ابو موسی اشعري رضي الله عنه وايې: چې په مدينه کې يوه شپه يو کور اور واخست او وسوځيد، نبی کريم صلی الله علیه وسلم ته چې خبر راورسید، ويوېل: بیشکه دا اور ستاسې دښمن دی، چې کله ويده کيږي نو دخپلو ځانونه دا اور مړ کوي، په يو بل حديث کې راځي: چې اور په کورونو کې بل مه پريږدئ کله چې تاسې ويده کيږي. (بخاري)
د الله پاک قدرت توان او طاقت ته وګوره چې هغه څنګه په هواګانو کې تصرف کوي کله يخه هوا، کله ګرمه هوا، کله نرمه هوا، او کله سخته هوا، کله شمالیزه هوا، او کله بیا لوديزه هوا، کله د باران سره او کله د بارن نه خالي وغیره هوا ګاني را لوزه وي، د الله پاک وينا ده: {.. وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ} [سورة البقرة (164)] او د بادونو په ګرځولو (راګرځولو) كې او په هغې ورېځ كې چې د اسمان او ځمكې په مینځ كې مُسَخَّر كړى شوې ده، خامخا د (هغه) قوم لپاره نښې دي چې عقلمند وي.
د الله پاک بايد یره وکړی شي هسي نه چې دا سيلې د عذاب سيلۍ نه وي، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم بي بي د مؤمنانو مور عائشه رضي الله عنها وايې: ما هيڅ کله نبي کريم صلی الله علیه وسلم په داسي ډيره خندا ليدلی نه دی چې د هغه حلقي ژبه په خندا کې ښکاره شي بلکه هغه به د شوڼډو په سر د موسکا خندا کوله، عائشه رضي الله عنها وايې: چې د الله پاک پيغمبر به کله وريځ يا تيزه هوا وليدله نو د ویري نشاني به يې په مخ مبارک کې ښکاره شوه، ما ورته وويل: ای د الله پاک پيغمبره! نور خلک چې په اسمان کې وريځ وګوري خوشحالې وکړي په دې امید چې کيدي شي په دې وريځ کې دننه باران وي، خو چې زه تاسې ته وګورم نو ستاسې په مخ مبارک کې خفګان ګورم، نبي کريم صلی الله علیه وسلم وويل: ای عائشې ماته څوک ډاډ راکولی شي چې په دې وريځ کې به عذاب نه وي، د نوح علیه السلام قوم ته په سخته هوا او سیلۍ سره عذاب ورکړل شو هغوې چې کله وريځ و ليدله وېویل چې دا پلنه وريځ به په مونږ باران وکړي. رواه مسلم.
عبد الله بن زبیر رضي الله عنه به چې په اسمان کې ګړز ګوړز واور يدل، نو خبرې به يې بندي کړې او وبه يې ويل: پاکي هغه ذات لره ده چې پريښنا او ملائکې يې هم پاکي او ستاېنه کوي، او د هغه نه ویريږي، او همدا الفاظ په قرآن کريم کې هم راغلي دي: {وَيُسَبِّحُ الرَّعْدُ بِحَمْدِهِ وَالْمَلَائِكَةُ مِنْ خِيفَتِهِ وَيُرْسِلُ الصَّوَاعِقَ فَيُصِيبُ بِهَا مَنْ يَشَاءُ وَهُمْ يُجَادِلُونَ فِي اللَّهِ وَهُوَ شَدِيدُ الْمِحَالِ} (الرعد: 13). او رعد د هغه له حمد سره تسبیح وايي او ملايك (هم) د هغه له وېرې نه او هغه تندرونه لېږي، نو چا ته چې وغواړي دا ورته رسوي، په داسې حال كې چې دوى د الله په باره كې جګړه كوي او هغه ډېر سخت سزا والا دى.
د بارن په پیل کې بايد څه وکړل شي؟
ځېنې د هغه کارونو څخه چې د باران په وخت بايډ وکړل شي هغه دعا غوښتل دي، په يو شمير اثارو د حديثو کې راغلي دي چې د بارن په وخت دعا ښه قبليږي.
د عائشې رضي الله عنها نه روایت دی، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم به کله باران وليد نو دا دعا به يې ويله: ( اللهم صيِّباً نافعاً) الهي د خیر شبې شبې باران وکړي. رواه البخاري. (صیب) هغه د شبو شبو باران ته وايې چې په زمکه ووریږي.
دعا بايد وکړي تر څو په دې بارن کې الله پاک د بندګانو لپاره خیر او فائده واچوي ځکه چې کله باران ډير وي خو هيڅ خیر او فاېده په کې نه وي، په حديث شريف کې راغلي دي چې وچ کالي دا نه وي چې باران نه کيږي بلکه وچ کالي دا وي چې بارانونه ډير کيږي خو زمکه شينکي او ګیاه ګاني نه رازرغونه وي. ( سنة) ډيرې وچ کالۍ ته وايې.
کله چې باران ډير شي او د نقصان ویره خپره شي بايد څه وکړل شي؟