زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

د ژمي موسم اړوند احکام او مسائل: دا مهال برخه

درس د ژمي معنا:

ژمی د وخت او زماني په فصلونو (موسمونو) کې يو فصل او موسم دی چې ډير لوې لوې حکمتونه په کې وجود لري او د الله پاک په قدرت ښکاره دلیل دی، ځکه چې الله پاک ورځې، شپې، یخني، ګرمي ووړی، ژمی د خپل حکمت سره سم په هغې کې تصرف او کړنې تر سره کوي. د الله پاک وينا ده: {إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَآيَاتٍ لِّأُولِي الْأَلْبَابِ } ( آل عمران: 19). بېشكه د اسمانونو او ځمكې په پیدا كولو كې او د شپې او ورځې په تلو راتلو كې خامخا د خالص عقل خاوندانو لپاره ډېرې نښې دي. اګر که په زمانه کې دا تغییر او بدلون د طبیعي سببونو له وجي راشي، بیا هم د الله پاک قدرت ښکاره دلیلونه دي دا ځکه چې دا ټول سببونه الله پاک د خپل حکمت سره سم پیدا کړي دي. او په دې سره د الله پاک حکمتونه او مهرباني را ښکاره کيږي.

  • چې لوستونکی د الله پاک حکمتونه په ژمي او د زماني په بدلون کې وپيژني.
  • چې لوستونکی د اسلام مبارک دين په اسانتیا او د هغې په حکمونو پوهه شي.

ژمی د وخت او زماني په فصلونو (موسمونو) کې يو فصل او موسم دی چې ډير لوې لوې حکمتونه په کې وجود لري:

ژمی په قرآن کې.

په قرآن کريم کې د شتاء ( ژمي ) لفظ يواځې يو ځل ذکر شوی دی، او هغه په سورت قریش کې په دې وينا سره { لإِيلافِ قُرَيْشٍ، إِيلافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَاءِ وَالصَّيْفِ}[ قريش:1-2] د قریشو له یو بل سره د الفت له وجې نه . د ژمي او اوړي په سفر كې د دوى د الفت په وجه. د ژمي سفر د قريشو د تجارت هغه سفر چې د یمن په لور به يې کولو او د اوړي سفر د قريشو هغه د تجارت سفر و چې شام په لور به يې کولو.

د اوړي په مقابل کې د ژمي موسم دی، او د سپرلي او د مني وختونه ددې دواړو په مینځ کې دي، د همدي وجې نه ځېنې علماء وايې چې ټول کال دوه فصلونه او موسمه دي چې ژمی او اوړی دی.

د ژمي وخت د الله پاک د قدرت ښکارندویه دی.

ژمی د وخت او زماني په فصلونو کې يو فصل دی چې ډير لوې لوې حکمتونه په کې وجود لري او د الله پاک په قدرت ښکاره دلیل دی، ځکه چې الله پاک ورځې، شپې، یخني، ګرمي ووړی، ژمی د خپل حکمت سره سم په هغې کې تصرف او کړنې تر سره کوي. د الله پاک وينا ده: {إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَآيَاتٍ لِّأُولِي الْأَلْبَابِ } ( آل عمران: 19). بېشكه د اسمانونو او ځمكې په پیدا كولو كې او د شپې او ورځې په تلو راتلو كې خامخا د خالص عقل خاوندانو لپاره ډېرې نښې دي. اګر که په زمانه کې دا تغییر او بدلون د طبیعي سببونو له وجي راشي، بیا هم د الله پاک قدرت ښکاره دلیلونه دي دا ځکه چې دا ټول سببونه الله پاک د خپل حکمت سره سم پیدا کړي دي. او په دې سره د الله پاک حکمتونه او مهرباني را ښکاره کيږي.

د ژمې موسم د وخت نه د فائدې اخستلو او د نعمتونو رايادولو ډير ښه وخت دی.

د ژمې موسم او د وخت بدلون ډير ښه فرصت دی تر څو انسان د وخت او دنياوي ژوند په بیړه سره تيریدل او په هغې کې د انسان کوتاهي کولو کې سوچ وکړي تر څو د غفلت د خوب نه بیرته رابیدار شي، هغه داسي چې انسان بايد سوچ وکړي چې تیر شوی ژمی څومر ډير په بیړه سره تیر شو، تر څو دا د ژمي وخت د الله پآک په بندګي کې تیر کړي تر څو د مخکي تیر شوی عمر او وخت کې د کمي کولو جبیره او پټۍ شي.

د الله پاک وينا ده: {وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ خِلْفَةً لِّمَنْ أَرَادَ أَن يَذَّكَّرَ أَوْ أَرَادَ شُكُورًا } (الفرقان:62) او دى هماغه ذات دى چې شپه او ورځ يې یو له بل پسې راتلونكې پیدا كړي دي، د هغه چا لپاره چې اراده لري چې نصیحت واخلي یا غواړي چې شكر وباسي. عمر بن خطاب رضي الله عنه به ويل: د شپي چې کوم د وخت درنه تیر شو د هغې د کمې جبیره د ورځي وکړه، ځکه چې الله پاک ورځ او شپه يو بل پسي پيوسته کړي د هغه چا لپاره چې نصحیت اخلي او شکر ادا کوي.

د ژمي موسم ډير ښه وخت دی تر څو انسان د الله پاک هغه نعمتونه را يآد کړي کوم چې په يخنۍ کې د ځان د ګرمولو لپاره په کار اچوي لکه د وړيو کرمي جاي و غیره د الله پاک وينا ده: ﴿وَالْأَنْعَامَ خَلَقَهَا لَكُمْ فِيهَا دِفْءٌ وَمَنَافِعُ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ﴾ (النحل:5). او څاروي، هغه يې پیدا كړي دي، تاسو لپاره په دوى كې د ګرمۍ اسباب او (نورې) ګټې دي او ځینې په دوى كې تاسو خورئ . يعني ددي نعموتونو شکر ادا کول پکار دي. د الله پاک وينا ده: {ولَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِنْ كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ }.(ابراهيم: 7). او كله چې ستاسو رب اعلان وكړ چې قسم دى كه تاسو شكر وباسئ (،نو) زه به خامخا هرومرو تاسو ته (په نعمتونو كې) اضافه وكړم او قسم دى كه تاسو ناشكري وكړئ، نو بېشكه زما عذاب خامخا ډېر سخت دى.

د ژمي موسم د آخرت ریادولو لپاره ډير ښه وخت دی.

په سخته يخنۍ کې زمونږ لپاره نصیحت او و عظ دی کوم چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خپله وينا کې داسي ذکر کړی دی: (اشْتَكَتِ النَّارُ إِلَى رَبِّهَا, فَقَالَتْ: أَيْ رَبِّ أَكَلَ بَعْضِي بَعْضًا، فَأَذِنَ لَهَا بِنَفَسَيْنِ، نَفَسٌ فِي الشِّتَاءِ، وَنَفْسٌ فِي الصَّيْفِ, وَهُوَ أَشَدُّ مَا تَجِدُونَ مِنَ الْحَرِّ، وَأَشَدُّ مَا تَجِدُونَ مِنَ الزَّمْهَرِيرِ) رواه البخاري ومسلم. د جهنم اور الله پاک ته شکایت او فریاد وکړ، یا الهي زما ځېنې برخي ځېنې نورې خوري ( د سختې ګرمي د وجي نه ) الله پاک ورته د دوه ساه او تنفس اخستلو اجازه ورکړه، يو په تنفس په ژمي کي او بل تنفس په اوړي کې، نو هغه سخته ګرمي چې تاسې يې د اوړي په موسم کې مومئ او هغه سخته يخني کومه چې تاسې د ژمي په موسم کې مومۍ دا د همدي ساه او تنفس اخستلو اثر دی. رواه البخاري ومسلم.

دو زخیانو ته چې څنګه په ګرمۍ سره عذابونه ورکول کيږي همدغه شان هغوې ته په سخته یخنۍ سره هم عذابونه ورکول کيږي، د الله پاک وينا ده: {لاَ يَذُوقُونَ فِيهَا بَرْدًا وَلاَ شَرَابًا، إِلاَّ حَمِيمًا وَغَسَّاقًا، جَزَاءً وِفَاقًا} [النبأ:24-26].دوى به په هغه كې نه څه یخوالى څَكي او نه څه اوبه.غیر د اېشېدلو تودو اوبو او بهېدونكو وینو زوو نه. بدله به وركولى شي د عملونو سره برابره موافقه. ( وَغَسَّاقًا ) غساق هغه سخته ډيره يخني ده چې د ډيرې یخنۍ له وجي نه سيزل کوي. ددوزخیان به د سختې ډيري ګرمي د وجي نه چغې او فریاد شروع کړي، نو داسي ډيره سخته یخه هوا به ورباندي راوستل شي چې د ډيري یخنۍ نه به د هغوې هډوکي وچوي. نو بیا به د دوزخ ګرم اور وغواړي. ـ الله دي مونږ بچ کړي.

نیکانو بندګانو به ويل: زه چې کله د واورو څپرکي وينم چې قت په قت را وليګي، نو ماته د قیامت په ورځ د اعمال نامو را خوريدل په یاد راځي.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه