زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

د ژمي موسم اړوند احکام او مسائل: دا مهال برخه

درس د ژمې او طهارت احکام او مسائل:

د طهارت ځېنې هغه احکام او مسائل چې د ژمي د موسم سره تړاو لري.

  بیان چې په ژمې کې د طهارت او پاکوالي بیان. 

د باران د اوبو طهارت او پاکوالی:

د باران اوبه پاکې او پاکونکي دي، د الله پاک وينا ده: {وَأَنَزَلنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً طَهُوراً} (الفرقان:48). او مونږ له بره نه پاكوونكي اوبه نازلې كړې دي. همدغه شان د باران هغه اثر کوم چې په جامو وغیره پوري ونښلې لکه دلارو او سړکونو لوندي خاوري و غیره. دا هم پاکې دي.

د ژمي په موسم کې پوره او بشپړ اودس کول:

په سخته يخنې کې پوره او بشپړ اودس کول هم د الله پاک عبادت او بندګي ده، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وينا ده: آیا زه تاسې ته هغه څيز ونه ښاېم چې الله پاک په هغې سره د بنده ګناهونه بښي او او درجي يې بلنده وي، ملګرو يې وويل: ولي نه ای د الله پاک پيغمبره! نبي کريم صلی الله علیه وسلم وويل: په ناخوښ موسم کې پوره او بشپړ اودس کول، او مسجدونو ته ډير تلل، او د لمانځه نه بعد بل لمانځه ته انظار کول، همدا د الله پاک د لارې پیره داري ده، همدا د الله پاک د لارې پیره داري ده. رواه مسلم. يعنې بشپړ او پوره اودس کول.

د ژمې په موسم کې د اوبو د یخوالي د وجي نه د اوداسه اندامونه په بي پرواهۍ سره وينځل دا غلطې ده، ځېنې خلک به ګورې چې په درسته طريقه مخ، يا لاسونه، او یا ښپې نه وینځې او ځېنې نور بیا هسي لوند لاس د اودس په اندامونو راښکاګيږي داسي کړنه جواز نلري بلکه د بشپړ او پوره اودس کول واجب دي د هغه چا لپاره چې توان او طاقت لري او که توان او طاقت يې نه وي نو د اوداسه اوبه دې ګرمي کړي او که د اوبو په استعمال قادر نه وي نو تییم دي ووهي.

په ژمي کې د اودس کولو لپاره اوبه ګرمول جواز لري او په دې سره هیڅ اجر او ثواب نه کميږي، همدغه شان د اودس کولو نه بعد د اوداسه اندامونه په جان پاک و غیره باندي وچول هم جواز لري او په دې سره په اجر او ثواب کې هيڅ کمی نه راځي. بلکه که د اوبو په نه ګرمولو، یا د اندامونو په نه وچولو ورته څه تکلیف یا ضرر رسیدلو نو باید اوبو ګرمي کړي او او دس اندامونه وچ کړي.

تیمم وهل:

چې په لاسونو باندې د پاکوالي په نیت د زمکې خاوري ووهي او بیا دواړه لاسونه لمړی په مخ او بیا په ښي لاس او بیا په چپ لاس را کش کړي ديته تیمم وايې.

تیمم کله رواه کيږي؟

تیمم په هغه وخت کې رواه کيږي چې اوبه خو یا بیخي نه وي او لږي اوبي وي خو هغې ته ډير زیات اړتیا وي د څکلو لپاره او یا د مرض د وجي نه نشي کولی چې په اوبو باندي اودس وکړي.

په موزو باندي مسح کول.

په موزو باندي مسح داده چې کله يو څوک موزې يا بوټان چې د څرمني و غیره نه جوړ وي او ټوله ښپه يې پټه کړي يا هغه جرابي چې ټوله ښپه يې پټه کړي وي، نو چې کله اودس کوي او په سر مسح وکړي نو دا ورباندي لازم نه ده چې موزې ، بوټان، جورابي اوباسي او ښپي ووينځي بلکه د موزو دپاسه به په هغې مسح وکړي.

په موزو باندي د مسح کولو دپاره دا شرط دی

١
چې پاکي به وي.
٢
ټوله ښپه به يې پټه کړي وي.
٣
او د اودسه نه بعد به يې په ښپو کړي وي داسي اودس چې په هغې کې ښپي و ينځلې وي.

په وزو باندي د مسح کولو وخت.

د مقیم لپاره يوه ورځ او يوه شپه.
د مسافر لپاره دري شپې او درې ورځي.

په موزو باندي د مسح کولو وخت د اول ځل مسح کولو نه شروع کيږي.

کله چې د مسح کولو وخت پاې ته ورسيږي، او یا د جنایت وغیره بعد غسل کوي او يا يې موزې د اودس کولونه پرته په شپو کړي وي نو خامخا به د اودس کولو په وخت موزي وباسي او ښپې به وینځي.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه