عقیده
ټولو پیغمبرانو خپلو قومونو او امتونو ته دا پیغام ورکړی دی چې دوې باید يواځې د الله پاک عبادت او بندګي وکړي او د غیر الله د عبادت او بندګۍ نه ځان وساتی او د هغي نه انکار وکړي او همدا د کلمې طيبي (لا إله إلا الله محمد رسول الله حقيقي معنا ده البیس او په همدي کلمې سره بنده د الله پاک په دين کي دا خليږي. )
فرعي ځايونه
د کلمې طيبي دوه بخشونه
د اسلام په مبارک دين کي د کلمې طيبې (لا إله إلا الله ) ډير لوړ مقام دی که څوک د اسلام په مبارک دين کې داخليدل غواړي د ټولو نه اول بايد دا کلمه ووايي: او ددې مطابق خپله عقيده جوړه کړي او څوک چې په اخلاص او یقین سره دا مبارکه کلمه ووايي نو د دوزخ د اور نه به په امن شي لکه څنګه چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي "فإن الله حرم على النار من قال لا إله إلا الله يبتغي بذلك وجه الله" (البخاري 415). بيشکه الله پاک پّه اور د جهنم باندي هغه څوک حرامه وي څوک چې کلمه د لا إله إلا الله ووايي او په دې سره يواځې د الله پاک رضا لټوي :
ایمان
د ټولو پيغمبرانو الهي هغه پيغامونه چې د خپلو قومونو لپاره يې د الله پاک لخوا راوړي دي هغه يواځې د الله پاک بندګي ده او د غیر الله د عبادت نه انکار دی او همدا د (لا إله إلا الله محمد رسول الله) حقیقي معنا ده او په همدې کلمې سره بنده د الله پاک په دين کې داخليږي.
عبادت
عبادت: د محبت، خضوع او تعظیم په بنیاد فرمانبرادري کولو ته عبادت وايې او دا يواځې د الله پاک حق دی په بندګانو باندي چې بندګان بايد يواځې د هغه عبادت او بندګي وکړي، بیا عبادت هر هغه قول ( وينا) او عمل ښکاره وي او که پټ وي چې د الله پاک خوښ وي او هغه ورباندي رضا کيږي او د هغې حکم يې کړي وي او بندګانو ته يې د هغې ترغيب ورکړی وی دي ټولو ته عبادت شامليږي ښکاره عملونه لکه لمونځ ، روژه، زکات. او حج وغیره شو، او پټ عملونه لکه په زړه کې د الله پاک ياد، د هغه نه ويره، او په هغه باندي توکل، او د هغه مدد غوښتل وغیره.