د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سنت هم وحي ده چې الله پاک خپل نبي محمد صلی الله علیه وسلم ته کړي ده، او دا نبوي سنت د قرآن کريم سره يوځاې د اسلامي دين بنياد او مصدر دی، نبوي سنت او قرآن کريم د يو بل سره لازم او ملزوم دي د يو بل نه نه جداکيږي لکه څنګه چې د توحيد( لَا إِلَه إِلَّا الله مُحَمَّدًا رَسُول الله) د کلمې .دواړه بخشونه د يو بل سره لازم او ملزوم دي، هغه څوک چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په سنتو ایمان نلري هغه په قرآن هم ایمان نلري.