يو بل ورته مسائل او احکام
د اسلام مبارک دين د انسان د ژوند هر هغه اړخ ته شامل دی چې په هغې د انسان خیر وي، ځکه چې د اسلام مبارک دين د الله پاک هغه پيغام دی کوم چې د انسان لپاره د هغه د ژوند په هر اړخ، په هر وخت، او هر ځاې کې هغه ته لارښونه کوي، په دې بخش کې هغه بیلابیل موضوعات کومو ته چې انسان د ژوند په هر اړخ کې محتاجه وي راټول شوي.
فرعي ځايونه
د ژمي موسم اړوند احکام او مسائل:
د اسلام مبارک دين بشپړ او کامل دين دی او د سوکاله ژوند چې بنیاد يې د الله پاک په تعلق سره ښائسته وي او لوړ لوړ هدفونه او موخي ولري د خیر او حکمت نه ډک وي، د انسان لپاره د ژوند تيرولو يوه بشپړ او پوره نظام او قانون وړاندي کړي، همدغه شان په هر وخت او موسم کې د مؤمن مسلمان لپاره عبادت او د الله پاک بندګي شتون لري چې دې لوړ هدفونه ته يې متوجه کړي، د ژمې موسم هم يو داسي موسم او وخت دی چې په بیلابیلو اړخونو کې بیلابیل احکم او مسائل لري، د طهارت نه تر لمانځه، لباس، باران، و غیره پورط بیلابیل مسائل او احکام لري، چې مونږ به يې د الله پاک په حکم سره په دې فصل کې د هغې نه يو څه برخه ذکر کړ.
د کوچ کولو اړوند احکام او مسائل
د اسلام مبارک دين د ژوندون دين دی چې د انسان د ژوند د هر اړخ سره تړاو لري هغه که حضر وي که سفر وي، بلکه د انسان حرکات سکنات، رښتیا او لوبي و غیره ټولو حالتونو ته د اسلام مبارک دين شامل دی، بیلابیلو وختونو او ځايونو ته سفر کول د انسان دټولنيز ژوند يوه مهمه برخه جوړوي، په سفر کي ځېنې شيان او احکام داسي دي چې الله پاک يې زمونږ نه تر سره کول غواړي، او ځېنې شیان او احکام داسي دي الله پاک مونږ ته حکم کو تر څو د هغې نه خپل ځانونه وساتو، مونږ به د الله پاک په مدد ځېنې هغه سائل او احکام بیان کړو کوم چې د انسان په ژوند کې دکوچ کولو سره تړاو لري.
وباګاني او مرضونه
په بندګانو وباګاني راتلل د الله پاک له خوانه ازميښت وي چې په مسلمان او کافر ټولو راځي مګر د مسلمان حالت په ازميښت کې د کافر پشان نه وي بلکه مسلمان په ازميښت کې د خپل پروردګار د حکم سره سم روان وي صبر کوي او جاېز اسباب په کار اچوي تر څو دهغه مرضونو مخه ونیسي چې لا راغلي نه وي او دهغه مرضونو علاج وکړي چې واقع شوي وي.