حج دا مهال برخه
درس د مکې او مسجد حرام فضایل
عبدالله بن عدي رضي الله عنه فرمايي:ما رسول الله لیدلی و،په حزوره ځاي کې ولاړ و،نو هغه وفرمایل:قسم په الله ته بهترینه ځمکه يې،او الله ته خوښه يې،که خلکو زه ستا نه نه وی ایتسلی،نو نه به وی وتلی.
ځکه دا د الله حرم دی.
نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي:بیشکه الله مکې ته عزت ورکړی،او خلکو ورته ندی ورکړی،نو څوک چې په الله او اخرت باندې ایمان لري،د هغه لپاره حلال ندي، چې وینه تویه کړي،یا ونه کټ کړي.
ابو ذر رضي الله عنه فرمايي:د ټولو نه اول مسجد په ځمکه باندې کوم یو جوړ شوی؟هغه وفرمایل:مسجد حرام،بیا ما وویل:د هغې نه پس؟هغه وفرمایل: مسجد اقصی،بیا ما وویل:ددې په مابین کې څومره وخت و؟هغه وفرمایل:څلویښت کاله،او کوم ځای کې چې تا باندې د مونځ وخت داخل شي،نو هلته مونځ کوه،همدا ستا لپاره مسجد دی.
دویم:پدې کې کعبه ده.
۳.پدې کې د مونځونو اجر ډبل دی
۴.الله تعالی په هغه کس باندې حج فرض کړی چې استطاعت لري
د مکې مکرمې فضایل:ددې ملک ستر مقام دی،او ډیر فضایل دی،او ددې نه بعضې په لاندې ډول دي: