زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

لمونځ دا مهال برخه

درس اذان کول:

الله پاک د مسلمانانو لپاره اذان مشروع کړی دی تر څو په دې سره خلک لمانځه ته راوبلل شي او د لمانځه د وخت د داخليدلو خبر ورکړل ش، په دې درس کې به د اذان او اقامت طریقه بیانیږي.

  • د اذان طریقه پيژندل
  • د اقامت طریقه پيژندل
  • د مؤذن د اذان جواب ورکول او د هغې غوره والی.

اذان

الله مسلمانانو ته حکم کړی چې اذان کوي،دې لپاره چې خلکو ته د مونځ د وخت پته لګي.

او الله اقامت مشروع کړی،دې لپاره چې خلکو ته د مونځ د شروع کیدو پته ولګي

د اذان حکم څنګه وشو؟

کله چې مسلمانان مدینې ته راغلل،نو مونځ په وخت کې به راجمع کیدل،او انتظار به یې کوو،هیچا به اذان نه کولو،دې باره کې یې یو بل سره خبره وکړه،بعضې وویل:د عیسایانو پشان یو شپیلۍ به جوړه کړو،او بعضو وویل:د یهودو پشان په ښکر کې به اواز کوو،نو عمر رضي الله عنه وفرمایل:که یو کس مقرر کړو چې اذان وکړي،بیا رسول الله وفرمایل:بلال ته چې اذان وکړي.دا روایت امام بخاري او مسلم روایت کړی

د اذان او اقامت حکم.

د خلکو په جماعت باندې اذان او اقامت فرض دی،په یو کس فرض ندی،او که دوۍ اذان او اقامت نکوي،نو مونځ يې کیږي خو ګناه ګار دي.

موذن به څه طریقې سره اذان کوي.

په اوچت او ښایسته اواز سره به اذان کوي،تر دې چې خلک یې واوري،او مونځ ته حاضرې ورکړي.

د اذان الفاظ

اذان واوره

د سحر په اذان کې به موذن دا الفاظ اضافه کوي،(الصلاة خير من النوم، الصلاة خير من النوم) د حي علی الفلاح نه پس.

د اقامت الفاظ

د موذن د الفاظو جواب ورکول

او څوک چې اذان اوري د هغه لپاره مستحب ده چې د موذن د الفاظو جواب وکړي،هغه چې څنګه الفاظ ادا کوي،نو دا دې هم ادا کوي،البته د حي علی الفلاح او حي علی الصلاه جواب دې په(لا حول ولا قوه الا بالله) سره ورکوي،بیا دې د اذان اوریدو نه وروسته دا دعا لولي: (اللهم رب هذه الدعوة التامة والصلاة القائمة آت محمداً الوسيلة والفضيلة وابعثه المقام المحمود الذي وعدته).

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه