زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

لمونځ دا مهال برخه

درس د مسافر او مریض لمونځ:

د اسلام مبارک دين آسان او د اساني کولو دين او شريعت دی، په همدي بنیاد د ماسفر او مریض په لمانځه او د هغې په احکامو کې آساني ده، په دې درس کې به د مسافر او مریض لمونځ او د هغې احکام بیانږي.

  • د مسافر د لمانځه احکام پيژندل. 
  • د مریض د لمانځه احکام پيژندل. 

مونځ په هر مسلمان باندې واجب دې په هر حالت کې،تر څو پورې چې د هغه عقل کار کوي،البته اسلام د خلکو د احوالو او ضرورت خیال ساتلی،مثلا د مرض او سفر حالت

د مسافر لپاره څه مسنون دي؟

د سفر په حالت کې د مسافر لپاره یا کوم ځاي کې چې د څلورو ورځو نه کم اقامت کوي،جایز دي چې د څلور رکعته په ځاي دوه رکعته قصر مونځ وکړي،نو د ماسپښين،مازیګر،ماښوستن مونځ به دوه دوه رکعته کوي،د څلور رکعته په ځای باندې،البته که د مقیم امام په اقتدا کې يې کوي نو د هغه متابعت واجب دی،نو څلور رکعته به کوي

د مسافر لپاره جایز دي چې سنن رواتب پریږدي،البته د سحر دوه رکعته سنت به نه ترک کوي،او د وتر او تهجدو د مونځ پابندي به کوي.

د مسافر لپاره جایز ده چې د ماسپښین او مازیګر مونځ یو ځاي جمع کړي،او د ماښام او ماښوستن،د یو مونځ په وخت کې،خصوصا کله چې هغه په سفر روان دی،دا د الله له طرفه اساني او رحمت دی،او د مشقت ختمول دي.

د مریض مونځ

کوم مریض چې مونځ په ولاړه نشي کولی د هغه څخه قیام ساقط دی،یا دا چې ودریدل ورته مشقت دی،یا د علاج د تاخیر سبب ګرځي،نو په ناسته به مونځ کوي،که په ناسته یې نشو کولی نو په جانب،رسول الله فرمايي:په ولاړه مونځ وکړه،که نشې کولی،نو په ناسته،که دا هم قدرت نلرې،نو په یو جانب.

د مریض د مونځ سره مختص احکام

١
څوک چې رکوع یا سجده نشي کولی،نو د خپل وس مطابق به اشاره کوي.
٢
څوک چې په ځمکه نشي کیناستی نو په کرسۍ باندې دې کیني.
٣
څوک چې د مرض د وجې د هر مونځ لپاره اودس نشي کولی،نو جایز ده چې د ماسپښین او مازیګر،او د ماښام او ماښوستن مونځونه جمع کړي.
٤
څوک چې اوبه استعمالول ورته مشکل وي،د مرض په وجه نو د هغه لپاره تیمم کول جایز دي.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه