زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

د نبي کريم صلی الله علیه وسلم پيژندنه. دا مهال برخه

درس د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ ښاېسته خويونه او صفتونه

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ ښاېسته خويونه او صفتونه پيژندل

د نبي کريم صلی الله علیه وسلم ځېنې هغه ښاېسته خویونو چې زړونه راښکاږي. 

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ ښاېسته خويونه او صفتونه

نبي کريم محمد ـ صلی الله علیه وسلم ـ د ډير ښاېسته صفتونو او خويونو خاوند دی، په نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ کې د عزت صفات او ستايلې شوي اخلاق او عالي آداب راجمع شوي وو، که څوک د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ په خويونو او صفتونو کې سوچ وکړي خامخا به ورته معلومه شي چې نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم د بشريت په تاريخ کې د ټولو انسانانو نه عظيم انسان دی.

نبي کريم صلی لله علیه وسلم د الله پاک په ټولو بندګانو کې الله پاک ته ډير خوښ او محبوب دی، د الله پاک دوست دی الله پاک د خپلۍ دوستۍ لپاره او غوره کړی دی د الله پاک په ټولو بندکانو کې د پوره عبادت او بندګي خاوند و، اخلاق يې ډير ښاېسته او نفس يې ډير پاک و، راکړه ورکړه يې ډيره ښه وه، په ټولو بندګانو کې د الله پاک بشپړ معرفت يې تر لاسه کړی و، او د الله پاک بنده ګي يې په ښه شان سره ادا کوله، الله پاک غوره کړی و چې تر څو د الله پاک بنده ګانو ته د هغه پیغام ورسوي بندګانو ته د سمې لارې د لارښوني لپاره واسطه وه.

په ټول بشريت کې يې د غوره خاندان نه د هغه انتخاب کړی دی، او په ټول بشريت کې يې هغه په لوړو صفاتو او اخلاقو ښاېسته کړی دی، ښاېسته بدني جوړښت يې ورلره په ښاېسته صفاتو ډولي کړی دی، د هغه ښاېسته راتګ او روښانه ژوند او اوچث عالي صفات دي ـ د الله پاک رحمتونه او سلامونه دې وي ورباندي ـ ځينې ښاېسته صفات د هغه دادي:

۱. د نبي کريم ـ صلی الله عليه وسلم ـ د بدن لوړ والی.

١
په ټولو خلکو کې يې بدني جوړښت ډير ښاېسته و، ځکه چې نه ډير ښکاره اوږد او نه ډير لڼډ و، بلکه بدني جوړښت يې برابر اوږد و، په مزل کې به د هر چانه اوچث ښکاريدو، او چې کله به کيناست په مجلس کې به تر هرچا ښاېسته او لوړ ښکاريدو، د بدن لوړ والی او جوړښت يې يوشان متوازن او برابر و.
٢
نه ډير نری ( خوار ) و او نه ډير پيړ ( چاق ) و، خيټه يې د سينې سره برابره وه، او تشي يې نه ډير را وتلي و، او نه ډير ننوتي و.
٣
د وړاندي نه په خلکو کې ځليده او د نيژدې نه به ډير ښاېسته ښکاريده.

د انس بن مالک رضي الله عنه په روایت کې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د بدني جوړښت په هکله وايې: نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ په خلکو کې درمیانه ( غوڼډه منډه ) ونه لرله نه ډير لوړ او نه ډير ټيټ و. بخاري (3547).

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د مخ مبارک بیان

نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ په ټولو خلکو کې د ډير ښاېسته ( ګرد ) روښانه مخ خاوند و، چې ښکلا يې په مخ ښکاره وه، لکه د څوارلسم د سپوږمۍ په څير به يې مخ ځليده، چې په ليدو به يې هرڅوک خوشحاليدلو. کله چې به نبي کرية ـ صلی الله علیه وسلم خوشحاله شو، مخ مبارک به يې وځليدو، غوږونه يې هم په ښاېسته جوړښت برابر و.

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د مخ مبارک بیان

١
د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د سترګو وروځې اوږدې ، نري او تاو وي چې د ستر ګو تر اخره رسيدلې وې، او د يو بل سره نرې پيوسته وي چې يو چا به نه ليدلی مګر په ژور نظر سره.
٢
سترګې مبارکې يې ښاېسته غټې وې د سترګو سپین يې تک سپين او تور يې تک تور و، چې هميشه به ښکاره و، او د سترګو په سپینو کې يې نري ښائسته سره رګونه و، او د سترګو پاڼه يې اوږه و، داسي به ښکاريده لکه چې په سترګو يې رانجه پورې کړی دي.
٣
د پوزې جوړښت يې ښاېسته او برابره اوږده وه، او دپوزې څوکه يې نري وه، او په پوزه مبارکه به يې رڼا ښکاريدله.
٤
د انګو جوړښت يې ښاېسته او کلک و، په انګو کې يې غوښه کمه وه او پوټکې يې نري و، او بهر ته ډير راوتلي نه و.
٥
خوله مبارکه يې غټه او شوڼدي يې نري وې، غاښونه يې سپين، ځليدونکي، او برابر و، د ثنایا او رباعي غاښونو تر مينځ يې فاصله وه، کله چې به يې خبري کولې لکه نور به ښکاريدو چې د غاښونو د مينځ نه يې راوځي، ډير به يې نه خندل خو مسکا به يې هميشه په خوله وه.
٦
د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ څټ مبارک او غاړه يې اوږده وه او د سپينو زرو يه څير صفا وه.

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ ګيره مبارکه ګڼه، توره، او ګرده وه، د زنې او ښکته نې شوڼډې ترمينځ يې ښکاره او اوچت والی و، د ښکته نې شوڼدې لاندې يې يوه غونچه ويښته و، چې په ګيره مبارکه يې لګيدلي و، په ګيره او سر مبارک يې سپین ويښته تر شلو نه و رسيدلي، په ګيره کې يې سپين ويښته د زنې او ښکته نۍ شوڼدې تر مينځ ډير و، او په سر کې يې سپين ويښته د سر په مينځ کې و.

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د مخ مبارک رنګ.

نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ په ټولو خلکو کې د ښاېسته رنګ خاوند و، رنګ يې سپين، او سور والی په کې ګډ و، د مخ رنګ يې سپين او رڼا کونکی و، جبیر بن مطعم د علي بن ابي طالب رضي الله عنه نه د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د صفت په هکله وايي: چې نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ سر مبارک غټ و، رنګ يې سپين و، او سور والی په کې ګډ و، ګيره يې ګڼه او ډيره وه. مسند أحمد (944).

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم د ويښتو بیان.

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ويښتان ډير او ګڼ و، چې کله به يې کم کړل نو د غوږونو تر نرمو به رسيدل، او چې کله به يې اوږده پريښودل نو تر اوږو به رسيدل، و يښتان یې نه ډير کلاو او زوړند و، او نه ډير ګونګوتي و، بلکه درمیانه و، کله به يې په څڼو را خواره کړل، او کله به يې د څڼو به بره د سر په مینځ کې واړه ول.

قتاده رحمه الله وايې: د انس بن مالک رضي الله عنه مې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم د ويښتانو په هکله وپوښتل؟ هغه راته وويل: د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ ويښتان پراته و، نه ډير ګونګوتي و، او نه ډير خواره ، اوږده و، (بلکه درمیانه و) د غوږونو او اوږو ترمينځ به رسيدل. مسلم (2338).

په ګيره او سر مبارک کې يې سپین ويښته تر شلو نه و رسيدلي، په ګيره کې يې سپين ويښته د زنې او ښکته نۍ شوڼدې تر مينځ ډير و، او په سر کې يې سپين ويښته د سر په مينځ کې و.

نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ به خپل ويښتان وخت نا وخت ګمنځول او د ښي طرف نه به يې شروع کوله.

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د لاسونو ، څنګلو او اوږو بیان

١
د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ اوږې پلنې وي او د دواړو اږو په مينځ کې فاصله وه، سينه او شاه يې پراخه وه، او په اږو باندي يې ګڼ ويښتان و.
٢
شاه يې سپینه وه لکه د سپينو زرو ټوټه
٣
څنګلې يې اوږدې او غټې وې، ورغوې يې هم غټ و، ګوتي يې اوږدې وې، د مټو هډوکې يې په ښه جوړښت او اوږده و، په څنګلو يې ويښتان و، ورغوې يې غټ او غوښن و، سره د غټوالي د وريښمو نه ډير نرم و.

انس رضي الله عنه وايې: ما د نبي کريم صلی الله علیه و سلم د ورغوي په څير نرم او پاسته وريښم ته لاس نه دی لګوی. البخاري (3561).

-

۶. د مهر نبوت بیان

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ په شاه کې د چپې اوږې په خواکې د نبوت مهر و، چې د غوښې يوه ټوټه وه د کونترې د هګې په څير په بدن يې اوچته وه، رنګ يې د هغه د بدن په څير و، ګير چاپیره ترې زخې وې او يوه غونچه ويښتان ورباندي هم و.

جابر بن سمره رضي الله عنه وايي:ما د نبوت مهر د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د اوږې په خواکې وليد چې د کونترې د هګې په څير و او رنګ يې د هغه د بدن سره مشابه و، مسلم (2344)

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د سينې او خيټې بيان.

١
سينه يې پراخه وه
٢
خيټه يې د سينې سره برابره وه.
٣
د تشو جوړښت يې برابر و نه ډير بهر راوتلي و، او نه ډير ننوتلي و.
٤
د مرې د بیخ نه تر نامه پورې يې د ويښتانو يوه کرښه وه، خو په سينه او خيټه يې نور ويښتان نه و.
٥
تخر ګونه يې سپین و، ويښتان ورباندي نه و.

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د قدمونو او پڼډيو بیان

١
د پښو او پنډيو هډوکې يې لوې او اوږده و، جوړښت يې برابر و، پوڼدې يې تکې سپينې ځليدلې لکه د کجورې د ښاخ سپنوالی.
٢
د قدمونو هډوکې يې پيړ و، او قدمونه يې نرم و، جوړښت يې برابر و، څه چادونه وغیره په کې نه و، د قدمونو مينځنې ګوته يې د نورو ګوتو نه اوږده وه.
٣
د پښو پوندې يې ډيرې غوښنې نه وې.
٤
د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ قدمونه ډير غوښن نه و، بلکه د قدمونو جوړښت يې برابر و، قدمونه يې پلن په زمکه نه و، بلکه د قدمونو لاندې طرفونه يې د زمکې نه اوچت و،

د نبي کريم -صلی الله علیه وسلم ـ د بدن خوشبوداري

د بدن خولې يې د مشکو نه ډيرې خوشبودارې وې، کله چې به چا ورته په ستړې مشي کې لاس ورکړ، ټوله ورځ به يې لاس خوشبودار و، اکثر به يې د خوشبو استعمال کولو.

انس رضي الله عنه وايې: ما د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د بدن د خوشبو په څير مشک او عنبر هم نه دې بوې کړې. مسلم (2330).

د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د ښاېسته اخلاقو په هکله يوه عام شموله وينا:

د الله پاک وينا ده: {وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍ} [القلم: 4] بیشکه ستا اخلاق ډير لوې دي. کله چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته په لمړي ځل جبریل علیه السلام تشریف راوړو، نبي کريم صلی الله علیه وسلم باندي ویره راغله، خپلې بي بي خديجې رضي الله عنها ته يې وويل: زه په خپل ځان وويريدم، خديجې رضي الله عنها ورته داسي وويل: خوشحاله شه! په الله پاک لوړه کوم چې تا به هيڅکله الله پاک خراب نکړي ځکه چې ته خپلولي پالې او رښتیا خبرې کوي ناچاره په خپله غاړه اخلې او د فقیرانو مرسته کوي، او میلمه پالنه کوي، او د حق په لاره کې مرسته او کومک کوي. (البخاري 4953، ومسلم 160).

۱. د نبي کريم صلی الله علیه وسلم امانتداري:

د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د خلکو په مینځ کې په امانتدارۍ شهرت لرلو تر دي چې په پيغمبرۍ د مبعوث کيدلو نه مخکي خپل قوم هغه ته د ایمن لقب ورکړی و، او سره له دينه چې د هغه د پيغمبرۍ نه بعد قوم ورسره دوښمني کوله مګر بیا هم خپل امانتونه يې د هغه سره کيښودل.

۲. د نبي کريم صلی الله علیه وسلم شفقت او مهرباني:

نبي کريم صلی الله علیه وسلم ډير شفقت لرونکی او مهربانه و، د لله پاک وينا ده: {لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ} [التوبة: 128]. یقینًا یقینًا تاسو ته له هم ستاسو له جنسه نه رسول راغلى دى، هغه څه چې تاسو په تكلیف كې اچوي؛ پر ده ډېر سخت (او درانه) دي، ستاسو (د هدایت) لپاره پر تاسو باندې ډېر حرصناك دى، په مومنانو باندې ډېر نرمي كوونكى، ډېر مهربان دى. {فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ} [آل عمران: 159]. نو (يواځې) د الله د رحمت په سبب ته د دوى لپاره نرم يې او كه چېرې ته بدخویَه، سخت زړى وَى (،نو) خامخا دوى به ستا له چاپېره نه خواره شوي وو.

۳. د نبي کريم صلی الله علیه وسلم معاي او بښنه کول.

هر کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم مکه مکرمه فتح کړه نو د مکې سرداران يې مخي ته په عاجزۍ سره ودریدل، هغه خلک چې کلونه کلونه يې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم دوښمني کړي وه هغه ته يې بیلابیل تکلیفونه رسولي و، د هغه ملګري يې تعزیب کړي و، ددي ټولو ناخوالو سر بیره بیا هم نبي کریم صلی الله علیه وسلم دوي ته وويل:ځي په امن لاړ شي تاسې ټول ازاد یاست او زه تاسې ته هیڅ نه وایم.

۴. د نبي کريم صلی الله علیه وسلم خپل امت د سمې لارې هدایت په اړه بي سارې مينه او حرص

نبي کريم صلی الله علیه وسلم خپل امت د سمې لارې هدایت په اړه په ډيره لوړه کچه حرص او زیار کولو تردي نيز دې وه چې له ډيره غمه خپل ځان د هلاکت په خطر کې واچوي، د الله پاک وينا ده: {فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَفْسَكَ عَلَى آثَارِهِمْ إِنْ لَمْ يُؤْمِنُوا بِهَذَا الْحَدِيثِ أَسَفًا} [الكهف: 6]. نو ښايي چې ته په دوى پسې وروسته (په ګرځېدو سره) له ډېره غمه د خپل ځان وژونكى شې كه دوى پر دې خبره (قرآن) ایمان رانه وړي.

۵. د نبي کريم صلی الله علیه وسلم قوت شجاعت او بهادري:

علي رضي الله عنه وايې: نبي کريم صلی الله علیه وسلم په زړورو کې ډير زړور و، وايې: کله چې به جنګ ګرم شو، يو قوم به د بل سره په جنګ کې مخامخ شول، نو مونږ به د نبي کريم صلی الله علیه وسلم شاته پناه وړله او هغه به زمونږ د ټولو نه په جنګ کې مخکي و. (أحمد 1347).

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه