زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

مالي معاملات دا مهال برخه

درس نارواه او حرام مالي کاروبار.

د درس په دې برخه کې به د نارواه او حرام مالي کاروبار مفهوم او معنا او د هغې زیان او نقصان اوپيژنو.

  • نارواه کاروبار او د هغې زیان او نقصان.
  • حرام مالي کاروبار.

ځېنې کاروبار پاک ښه او جايز وي، او ځېنې نور بیا ناپاکه بي خونده او حرام وي، د الله پاک وينا ده: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَنْفِقُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّا أَخْرَجْنَا لَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَلَا تَيَمَّمُوا الْخَبِيثَ مِنْهُ تُنْفِقُونَ} [البقرة: 267]. ای د ایمان خاوندانو تاسې خرچ اوکړي د هغه پاک مال نه کوم چې تاسې ګټلی دی او د هغه څه نه کوم چې د زمکې نه مونږ تاسې ته درکړي دي، او تاسې د بي خونده مال نه د صدقې نیت مه کوي.

او د ابو هریره رضي الله عنه روایت دی چې نبي کريم صلی الله علیه سلم ويلې دي: «ليأتيَّن على الناس زمان، لا يبالي المرء بما أخذ المال، أمِن حلال أم مِن حرام» (البخاري 2083). داسې وخت به په خلکو راشي چې يو سړی به د مال په ګټلو کې د حلالو او حرام هيڅ توپیر نه کوي.

بي خونده کاروبار

دا د خلکو مالونه په ناحقه سره خوړل دي يا په داسي لار مال ګټل دي چې اسلامي شريعت د هغط نه منع کړي وي.

د بي خونده او نارواه کارو بار لارې چارې

١
د خلکو مالونه په ناحقه سره خوړل، هغه داسي چې د يو چانه په ظلم او زور سره د هغه مال اخستل، يا د مال په ګټلو کې ټګي او دوکه کول، يا د چا نه په زوره د هغه مال قبضه کول، يا د يو چا مال د هغه د رضا او خوشحالۍ نه پرته غړپ کول.
٢
د نارواه او حرامو لارو چارونه مال لاس ته راوړل له سود، جواري کول يا حرام شیان پيرل او پلورل لکه د خنزیر غوښه، يا د ټنګ ټکور سامان خرڅول وغیره.

د بي خونده نارواه کاروبار کولو اسباب:

١
د الله پاک نه ویره او حیا نه کول: کله چې د يو چا د زړه نه د الله پاک ویره او حیا ووځي نو هغه بیا هيڅ باک نه کوي چې مال يې د حلالو نه که د حرامو نه راس ته راوړ.
٢
د مال په ګټلو کې بيړه کول: ځېنې خلک د مال په ګتلو کې تر دې کچه بي صبره شي چې په حرامه لاره دې ولي نه وي خو چې مال وګټي.
٣
په شته مال قناعت نه کول او د ډير مال تمه او حرص کول، ځېنې خلک په هغه مال خوشحاله نه وي کوم چې الله پاک ورته ور په برخه کړی دی نو د ډير مال پسې لاس اچوي اګر په حرام لار وي.

د ناپاک کارو بار ضرر او نقصان.

١
د الله پاک په قهر او غضب اخته کيدل او د دوزخ اور ته تلل: د ابو امامه رضي الله عنه نه روایت دی چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم ویلې دي: «منِ اقتطعَ حقَّ امرئٍ مسلمٍ بيمينِهِ فقَد أوجبَ اللَّهُ لهُ النَّارَ، وحرَّمَ عليهِ الجنَّةَ». فقال رجلٌ: وإن كانَ شيئًا يسيرًا؟ قال: «وإن كانَ قضيبًا من أراكٍ» (مسلم 137). که يو څوک د قسم په مټ د بل مسلمان حق واخلي نو بیله شکه الله پاک به په هغه باندي د دوزخ د اور فیصله اوکړي او جنت به ورباندي حرام کړی.
٢
په زړه کې تور تم او د الله پاک په بندګي کې لټي او د زرق او عمر نه برکت ختميدل.
٣
د دعا نه قبليدل، د ابو هریره رضي الله عنه نه روایت دی، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم : «ذكر الرجل يطيل السفر أشعث أغبر، يمد يديه إلى السماء، يا رب، يا رب، ومطعمه حرام، ومشربه حرام، وملبسه حرام، وغذي بالحرام، فأنى يستجاب لذلك؟» (مسلم 1015). د یوسړي يادونه اوکړه چې په ډير اوږد سفر تللی وي د سر ويښتان يې ګډ وډ او په ګرد و غبار خړپړ وي او په همدغه حالت کې يې خپل لاسونه د دعا په خاطر اسمان ته پورته کړي وي او وايې: ای زما پروردګاره! ای زما پروردګاره! مګر خوراک يې حرام څښاک يې حرام ا په تن لباس يې حرام او په خيټه کې يې حرام نو څرنګه به یې دعا د قبول وړ شي.
٤
د خلکو په مینځ کې دښمني او بغض کینه، او ټولنیز ژوند له مینځه تلل، دا ټول هغه څه دي چې د حرام مال په ګټلو سره او د خلکو مالونه په ناحقه خړولو سره مینځ ته راځي: د الله پاک وينا ده: {إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ...} [المائدة: 91]. بیله شکه شیطان غواړي چې ستاسې تر مینځ دوښمني او بغض، کینه د شرابخوري او جواري په سبب واچوي.

د حرام مالي راکړې ورکړې ډولونه.

١
هغه چې د ذات په اعتبار سره حرام وي.
٢
هغه چې د تصرف په اعتبار سره حرام وي.

هغه چې د ذات په اعتبار سره حرام وي.

هر هغه څه کوم چې د ذات په اعتبار سره حرام دي، لکه مرداره، وينه، د خنزیر غوښه او نور ناپاکه او نجس شیان شول، دا هغه شیان دي چې نفس بشري يې په خپل پاک طبیعت سره بد ګڼي، د الله پا وينا ده: {قُلْ لَا أَجِدُ فِي مَا أُوحِيَ إِلَيَّ مُحَرَّمًا عَلَى طَاعِمٍ يَطْعَمُهُ إِلَّا أَنْ يَكُونَ مَيْتَةً أَوْ دَمًا مَسْفُوحًا أَوْ لَحْمَ خِنْزِيرٍ فَإِنَّهُ رِجْسٌ أَوْ فِسْقًا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَإِنَّ رَبَّكَ غَفُورٌ رَحِيمٌ} [الأنعام: 145]. (اى نبي!) دوى ته ووایه: زه نه مومم (هېڅ څیز) په هغه (شریعت) كې چې ما ته وحي كړى شوى دى په كوم خوړونكي باندې حرام كړى شوى، چې هغه يې خوري مګر دا چې هغه (څيز) مرداره وي، یا بهَول شوې وینه، یا د خنزیر غوښه، نو هغه خو پلیتي ده، یا (هغه څيز) نافرماني وي چې پر هغې د غیر الله لپاره اواز اوچت كړى شوى وي، نو هغه څوك چې ناچاره شي، چې نه زیاتي كوونكى وي او نه له حده تېرېدونكى وي، (نو د هغه لپاره يې خوړل حلال دي) نو بېشكه ستا رب ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى.

هغه څه چې د تصرف په اعتبار سره حرام وي:

هر هغه راکړه ورکړه کومه چې د اسلامي شریعت خلاف وي، لکه سود خوري، جواري، قماربازي، ټګي او غله دانه ساتل ترڅو قیمت يې زیات شي، يا په پير پلور کې ټګي کول دا ټول هغه څه دي چې په دې په نورو بندګانو باندي ظلم او زیاتی دی او د خلکو مالونه په نارواه سره خوړل دي او د اسلامي شریعت خلاف کړنه ده، دا ډول کړني د انساني نفس خواهش وي نو ځکه بايد ددي سزا او وعید ډير سخت وي تر څو خلک ددي ګناه څخه خپل ځانونه وژغوري، د الله پاک ويناوې دي: {إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَارًا وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًا} [النساء: 10]{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (278) فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ} [البقرة: 278، 279]. بېشكه هغه كسان چې د یتیمانو مالونه په ظلم سره خوري، یقینًا همدا خبره ده چې هغوى په خپلو خېټو كې اور خوري او ژر ده چې لمبې وهونكي اور كې به داخل شي. اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له الله نه ووېرېږئ او هغه باقي پاتې سود پرېږدئ؛ كه تاسو مومنان یئ+ نو كه تاسو ( داسې) ونه كړل، نو تاسو د الله او د هغه د رسول له جانبه په جنګ كولو خبر شئ، او كه چېرې تاسو توبه وباسئ، نو ستاسو رأس المال (اصل مال) ستاسو لپاره دى، مه تاسو ظلم كوئ او نه به پر تاسو ظلم كېږي.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه