مالي معاملات دا مهال برخه
درس پير او پلور
د پير او پلور معنا او مفهوم:
د پير او پلور شرعي حکم او پریکړه:
د پير او پلور ځېنې رازونه.
۱. هر انسان په خپل چاپيرچل کې ځېنې داسي شیانو ته اړتیا لري چې هغه د بل چا ملکیت کې وي لکه خوراک، څښاک، د تن جامي، د اوسیدلو ځاې وغیره او ددي مالک نه غواړي چې خپل دا شیان بل چاته وړیا ورکړي نو د پير او پلور په مټ هر څوک کولی شي چې خپل د اړتیا شیان تر لاسه کړي ځکه چې پیرونکی څيز غواړي او پلورنکي پيسي او قیمت غواړي او په دې کار سره هریو خپلې اړتیاوې پوره کوي.
۲. تر څو انسانان په غوره توګه خپل ژوند اوکړي، ځکه چې انسان نشي کولی چې د بل چا ملکیت تر لاسه کړي مګر په پيرلو سره.
۳. تر څو په چاپیرچل کې د غلا، تښتونې او دوکو مخه ونيول شي تر څو ټولنه کې فساد رانشي ځکه چې هر يو څوک کولی شي د خپل اړتیا مناسب شیان په پير راونیسي.