لمونځ دا مهال برخه
درس د جمعې لمونځ
الله تعالی د جمعې مونځ فرض کړی د ماسپښین د مونځ په وخت کې او دا داسلام د شعایرو څخه یوه ستره شعیره ده،د اسلام د موکد فرایضو څخه یوه فریضه ده ، چې پدې کې مسلمانان راجمع کیږي په هفته کې یو ورځ،او د امام خطبې ته غوږ ګدي،بیا د جمعې مونځ ادا کوي
د جمعې د ورځي فضیلت.
الله تعالی دې امت ته په نورو امتونو باندې خصوصیت ورکړی،لکه رسول الله فرمایي:الله تعالی زمونږ نه مخکې امتونو ته د جمعې ورځ نه ده ښودلې،نو یهود پکښ خطا شوي وو،او د هفتې ورځ یې غوره کړه،او عیسایانو د اتوار ورځ اختیار کړه،بیا الله مونږ راوستلو او د جمعې ورځ یې راته وښودله.
دویم:ادم علیه السلام د جمعې په ورځ پیدا شوی و،او پدې کې به قیامت راځي،لکه رسول الله فرمايي:بهترینه ورځ چې نمر پکښ راخیژي،پدې کې ادم علیه السلام پیدا شوی،او پدې کې جنت ته داخل شوی،او پدې کې د جنت څخه راویستل شوی،او د قیامت ورځ به د جمعې په ورځ قایمیږي.
په کومو کسانو د جمعې مونځ فرض دی.
د جمعې د مونځ نه مخکې د مسلمان لپاره غسل کول مستحب دي،او وختي مسجد ته تلل،عطر استعمالول،او ښایسته لباس اغوستل.
مسلمانان په جامع مسجد کې راټولیږي،امام مخکې شي،او منبر ته وخیژي،مسلمانان هغه ته متوجه شي،او هغه دوه خطبې ورکړي،د الله د تقوی حکم ورته کوي،او نصایح او وعظونه.
په مونځ کوونکو باندې فرض ده چې خطبې ته غوږ کیږدي،او د خطبې په دوران کې کلام حرام دی،یا بل څه کې مصروفیدل،لکه د قالین،کاڼو،یا خاورو سره لوبې کول
د چا نه چې د جمعې مونځ پاتې شي.
څوک چې د جمعې په ورځ په تاخیر سره راشي.
کومو کسانو باندې چې د جمعې مونځ فرض ندی،لکه ښځه مسافر نو که دوۍ په مسجد کې د جمعې مونځ وکړي،نو صحیح دی،او د ماسپښین مونځ ترې ساقطیږي.
د جمعې مونځ ته حاضریدل واجب دي.
کوم کسان چې د جمعې مونځ ته نه حاضریږي هغوۍ ته د الله پیغمبر د کوم وعید او سزا خبرداری ورکړی.
په چا باندې چې د جمعې مونځ فرض دی،د هغه لپاره د وروسته پاتې کیدو شرعي عذر سخت مشقت دی،یا د هغه صحت ته ضرر رسیږي یا مال ته