زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

روژ نیول. دا مهال برخه

درس نفلي روژه

الله تعالی په کال کې یو میاشت روژه فرض کړې،لیکن د نورو ورځو په روژه کې یې ترغیب ورکړی،دې لپاره چې اجر او ثواب میلاو شي،او پدې درس کې به تاسو د نفلي روژو د انواعو او فضایلو باره کې معلومات ترلاسه کړۍ.

د نفلي روژو د اقسامو پیژندل.ددې اقسامو د فضیلت او اجر پیژندل.

الله تعالی په ټول کال کې یوه میاشت روژې فرض کړي،البته که څوک قدرت لري نو د کال په نورو میاشتو کې نفلي روژې نیولی شي،پدې کې ډیر ثواب دی،او ددغه ورځو څخه چې روژه نیول پکښ مستحب دي:داد دي:

د عاشورا روژه یعني لسم محرم

ددې نه مراد د محرم د لسم تاریخ روژه ده،او محرم په اسلامي کلینډر کې اولنۍ میاشت ده،دا هغه ورځ ده چې الله تعالی موسی علیه السلام ته نجات ورکړی و،نو مسلمان د الله شکر ادا کوي،چې هغه ته یې د فرعون څخه نجات وکړی و،او د رسول الله تابعداري مقصد ده چې کله د هغه نه پوښتنه وشوه چې ته د عاشورا د ورځې روژه ولې نیسې،نو هغه وفرمایل:پدې سره د تیر کال ګناهونه معاف کیږي،او ددې سره د نهم تاریخ روژه نیول هم مستحب دي،ځکه نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي:که زه راروان کال ته پاتې شوم،نو د نهم تاریخ روژه به ونیسم.

دویم:د عرفې د ورځې روژه.

د ذو الحجې د میاشتې د نهم تاریخ روژه،دا دولسمه میاشت ده پدې ورځ کې حاجیان په عرفه کې راجمع کیږي،او د الله څخه دعا ګانې کوي،هغه ته عاجزې کوي،او دا د کال په ورځو کې د ټولو نه بهتره ورځ ده،د عامو خلکو لپاره ددې روژه نیول مستحب دي،یعني د حاجیانو نه علاوه،د رسول الله نه ددې باره کې تپوس وشو،نو هغه وفرمایل:پدې سره ددوه کاله ګناهونه معاف کیږي.

دریم:د شوال د میاشتې په ابتدا کې شپږ روژې نیول:

شوال په اسلامې تقویم کې لسمه میاشت ده،رسول الله فرمايي:څوک چې د روژې میاشت پوره روژې ونیسي،او بیا ورپسې د شوال شپږ نو داسې شوه چې ټول کال یې روژه ونیوله.

څلورم:په هره میاشت کې درې ورځې روژه نیول.

د ابو هریره رضي الله عنه نه روایت دی،زما ملګري ماته ددرې کارونو وصیت کړی،چې د مرګ پورې یې نه پریږدم،په هره میاشت کې درې روژې نیول،د اشراق مونځ کول،او د خوب نه مخکې وتر کول.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه