روژ نیول. دا مهال برخه
درس کوچنی اختر او غټ اختر
کوچنی اختر.
د شوال اولنۍ ورځ چې لسمه میاشت ده،د روژې نه پس راځي،دې وجې نه ورته عید الفطر وايي،ځکه پدې ورځ خلک روژه ختموي،او ددې نعمت په وجه دالله شکر ادا کوي چې هغه ورته د رمضان د روژو توفیق ورکړ،الله فرمايي:او دې لپاره چې تاسو روژه مکمل کړۍ،او د الله عظمت بیان کړۍ،چې تاسو ته یې هدایت کړی،او دې لپاره چې د الله شکر ادا کړۍ.
د کوچني اختر په ورځ څه کارونه مشروع دي؟
الله تعالی په هر مسلمان باندې فرض کړی کوم چې قدرت لري چې د اختر په ورځ یو صاع طعام،وریژې،غنم،یا کهجورې وغیره مسکینانو ته ورکړي،دې لپاره چې اختر کې څوک محتاج پاتې نشي.
د روژې د اخیري ورځ د ماښام نه وروسته د اختر د مونځ پورې،البته د اختر د ورځ نه یوه یا دوه شپې مخکې یې هم ورکولی شي.
یو صاع د ملک د طعام څخه غنم،وریژې،کهجورې،وغیره،او یو صاع درې کیلو ګرامه وي.
فطرانه په هغه چا واجب ده چې د خپل خوراک نه اضافې ورسره موجود وي،د خپل طرفه او د هغه چا له طرفه به یې ورکوي،لکه د ښځې او بچو له طرفه او کوم ماشوم چې د مور په خیټه کې وي،د هر یو کس له طرفه به درې کیلو طعام اوباسي.
د فطرانې د فرضیت حکمت څه دی
رسول الله فطرانه فرض کړې،دې لپاره چې د روژې په حالت کې د چا نه غلطي شوي، وي هغه معاف شي،او کوم نقصان ترې واقع شوی وي،هغه پوره شي.
دا د مسلمانانو دویم اختر دی،د ذو الحجه په لسمه راځي،دا دولسمه میاشت ده،او پدې کې ډیر فضایل راجمع شوي دي،چې بعضې په لاندې ډول دي:
۱:دا په کال کې بهترینه ورځ ده.
په کال کې بهترینې ورځې د ذو الحجې لس ورځې دي،نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي:پدې لسو ورځو کې الله ته نیک عمل ډیر محبوب دی،صحابه و پوښتنه وکړه:ای د الله پیغمبره ، د جهاد څخه هم بهتر دی؟هغه وفرمایل:هو د جهاد څخه هم بهتر دی،البته هغه مجاهد چې د الله په لاره کې خپل ځان او مال سره ووځي،او شهید شي.
پدې ورځ د حج عظیم او اهم اعمال ادا کولی شي،لکه طواف،ذبح،او شیطانان ویشتل.
پّه غټ اختر کې کوم کارونه مشروع دي؟
کوم کس چې حج ته ندی تلی،د هغه لپاره په غټ اختر کې هغه ټول کارونه مشروع دي، چې په کوچني اختر کې دي،مګر فطرانه،ځکه فطرانه د کوچني اختر سره خاص ده،او په غټ اختر کې قرباني د الله د رضا لپاره کولی شي.
اضحیه هغه ځناور ته وايي چې د الله د رضا په خاطر په غټ اختر کې ذبح کولی شي،لکه اوښ،غوا،او ګډې بیزې،د اختر د مونځ نه پس د دریارلسم تاریخ د ماښام پورې،الله فرمايي:خپل رب لپاره مونځ کوه او قرباني،ددې نه مراد د اختر مونځ او قرباني ده.
د قربانۍ حکم
څوک چې قدرت لري د هغه په حق کې قرباني سنت موکد ده،د خپل ځان او کورنۍ له طرفه به کوي.
څوک چې د قربانۍ کولو اراده لري نو د خپلو ویښتانو او نوکانو څخه دې نه کټ کوي،د ذو الحجه د میاشت د اول تاریخ نه د قربانۍ پورې.
کوم حیوان چې په قربانۍ کې ذبح کولی شي،د هغې شروط.
شرط دادی چې د چار پایانو څخه به وي،لکه ګډې بیزې،غواګانې،او اوښان،او ددې نه علاوه په نورو حیواناتو او مرغانو باندې قرباني نه کیږي،یوه بیزه یا ګډ د ټول کور له طرفه کفایت کوي،او په یو اوښ یا غوا کې ۷ کسان شریکیدلی شي.
باید ځناور مطلوبه عمر ته رسیدلی وي.
او د حیوان عمر باید:د ګډ شپږ میاشتې،او د بیزې یو کال،او د غوا دوه کاله ،او د اوښ پینځه کاله کم از کم.
حیوان باید د ښکاره عیبونو څخه پاک وي.
نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي: څلور قسمه ځناور په قربانۍ کې کفایت نه کوي:ړوند چې واضحه ړوند وي،بیمار چې بیماري یې واضحه وي،ګوډ چې ګوډ والی يې ښکاره وي،او ډیره کمزورې.