د کوچ کولو اړوند احکام او مسائل دا مهال برخه
درس سفرونه او پاکوالی.
د سفرونو په وخت د انسان ډير هغه څه کوم چې په کور کلي وي بدلون خوري ابو هريره رضي الله عنه وايې: نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلي دي: سفر کول د عذاب يوه ټوټه ده انسان په ښه شان سره د خوراک ، ځښاک، خوب کول، وغیره نه بي برخي کوي، نو کله چې په تاسې کې د سفر په وخت خپل حاجت پوره کړي نو په بيړه بايد خپل کور کلي ته لاړ شي. نو د سفر په وخت د طهارت او پاکوالي مسائل او احکامو کې هم تغییر او بدلون راځي چې مسافر يې بايد وپيژني.
په هغه ځايونو کې قضا حاجت ( اودس ماتی) کول حرام دي کوم ځايونه چې دخلکو د ناستې لپاره وي لکه د ونو سوري او يا هغه ځايونه وغیره کوم کې چې خلک ناسته کوي.
عالمانو و يلي دي چې کله څوک په صحرا او شاړه زمکه کې قضاحاجت (اودس ماتی) کوي نو بايد د قضاحاجت (اودس ماتي) لپاره نرمه زمکه وګوري ترڅو يې بدن يا جامي پليتي نه شي او د متیازو څاڅکي ورباندي ونه ګيږي، نو بايد سخته زمکه نه بلکي نرمه د قضاحاجت ( اودس ماتي ) لپاره غوره کړي، همدغه شان بايد قضاحاجت هوا ته مخامخ ونه کړي.
د قضاحاجت (اودس ماتي) په وخت خپل ځان پټ ساتل.
جعفر ځوې عبد الله د نبي کريم صلی الله علیه وسلم يادونه کوي وايې: هغه څه چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم به غوښتل چې د اودس ماتي په وخت په هغې سره خپل ځان پټ وساتي هغه سپر يا د کجورو ديوال وغیره و، [رواه مسلم]. په همدي بنیاد په ځېنې آثارو د حديثو کې راغلي دي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم به کله اودس ماتی کولو نو تر هغه به يې د بد جامي نه ښکته کولي چې تر څو به زمکې ته نيژدي شوی نه و، ځکه چې په دې کې ډير ستر او پرده ده.
د پاکوتالي په نيت په دواړو لاسونو باندي زمکه وهل بیا هغه لاسونه په مخ راښکل، بیا خپل ښي ورغوي تر مړوند په چپ لاس او بیا چپ ورغوي تر مړوند په ښي لاس راښکل ديته تیمم وايې.
په موزو مسح کول هغه دا چې کله يې موزې، بوټان، يا جرابې وغیره په ښپو کړي وي چې د ښپو قدم يې په بشپړه توګه پټ کړی وی نو چې کله اودس کوي د سر مسح کولو نه بعد په هغه لازمه نه ده چې خامخا دې موزې وباسې او ښپې دي ووينځې بلکه کولی شي چې د موزو په سر مسح وکړي.