زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

ایمان دا مهال برخه

درس په بشري نفسونو کې د خرافاتو جنګ:

اسلام د مبارک دين نه مخکې عربان او نور عام امتونه د قصو، خرافاتو او وهمونو ښکار شوي و، دا خرافات او وهمونه د د نیا ګډ ګډ ته رسيدلی و، هيڅ يو قبیله ورنه روغه پاتي شوې نه وه تر دې چې عربو هم په لممړی وخت کې دا ګمان کولو چې قرآن کريم هم يو نوعه زړي قصې او سحر دی، هر کله چې د اسلام رڼا او لارښونه خوره شوه، او ددوې عقلونه يې د قصو، خرافاتو او وهمونو څخه خلاص کړل، او داسي بنيادونه يې ورته وټاکل چې د هغوې عقلونه او زړونه يې روښانه کړل، او دزړونو تعلق يې يواځې د الله پاک سره جوړ شو، ځينې ددې جملې څخه دادي:

  • د خرافاتو او و همې خیالاتو اړوند د اسلام نظرپيژندل. 
  • د ځېنې باطل عقیدو اړوند د اسلامي حکم پيژڼدل. 

چې د اسلام مبارک دين نه مخکې عربان او نور عام امتونه د قصو، خرافاتو او وهمونو ښکار شوي و، دا خرافات او وهمونه د د نیا ګډ ګډ ته رسيدلی و، هيڅ يو قبیله ورنه روغه پاتي شوې نه وه تر دې چې عربو هم په لممړی وخت کې دا ګمان کولو چې قرآن کريم هم يو نوعه زړي قصې او سحر دی.

هر کله چې د اسلام رڼا او لارښونه خوره شوه، او ددوې عقلونه يې د قصو، خرافاتو او وهمونو څخه خلاص کړل، او داسي بنيادونه يې ورته وټاکل چې د هغوې عقلونه او زړونه يې روښانه کړل، او دزړونو تعلق يې يواځې د الله پاک سره جوړ شو، ځينې ددې جملې څخه دادي:

سحر ، او چلولي ختمول:

د اسلام مبارک دين هر قسم سحر، چلولي، او کهانت حرام ګرځولی دی، او دا يې د شرک او ګمراهي څخه شمیر کړی دی، او ددي حقيقت خبر يې ورکړی دی چې ساحر په دنیا او آخرت کې هيڅ نجات نشي تر لاسه کولی، د الله پاک وينا ده:(وَلَا يُفْلِحُ السَّاحِرُ حَيْثُ أَتَى) (طه: 69). او جادوګر برى نه مومي هر چېرته چې راشي.

همدغه شان د اسلام مبارک دين په مسلمان باندي ساحر او کاهن ته تګ او د هغوې نه سؤال کول، په هغوې علاج کول وغيره دا ټلو حرام ګرځولي دي، او دا حقيقت يې بیان کړی دی چې هر څوک دا وکړي نو د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ په ديڼ باندي کافر کيږي، ځکه چې نفع او نقصان د الله پاک په لاس کې دي، او په غيبو باندي يواځې هغه علم لري، نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ فرمايلي دي: هغه څوک چې کاهن ته لاړشي او ديو څه په هکله د هغه سؤال وکړي او د هغې تصديق وکړي، نو بیشکه ده د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ په شريعت باندي کفر وکړ. (الحاكم: 15).

نفع او نقصان د الله پاک په لاس کې دی

الله پاک دا حقيقت واضح بیان کړی دی، چې ټول مخلوقات: انسانان، پیریان، ونې بوټي، کاڼي، ستوري وغيره هر څومره چې غټ وي دا يواځې د الله پاک د لوې قدرت دلیلونه دي چې په لويه اندازه لوې مخلوقات يې پیدا کړي دي، بل هيڅوک په مخلوق دا توان او طاقت نلري چې داسي لوې مخلوقات پیدا کړي، نو د کائناتو پیدائش، قدرت او د هغې تدبیر يواځې د الله پاک کار دی، د الله پاک وينا دی: (أَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ تَبَارَكَ اللهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ) (الأعراف: 54). اګاه شئ! خاص هغه لره دي پیدا كول او حكم كول، ډېر بركت والا دى الله چې رب العلمین دى.

هغه څوک چې ددې کائناتو په لويې او باريک جوړښت کې شوچ او فکر وکړي، نو په دې حقيقت به پوه شي چې ددې کائناتو خالق او رب يواځې الله پاک دی چې بشپړ توان او قدرت لري او یواځې هغه د هر قسم عبادت حقدار دی، ځکه چې هغه خالق دی او د هغه نه غیر ټول مخلوق دی (او د عبادت حقدار خالق وي نه مخلوق) د الله پاک وينا ده: (وَمِنْ آيَاتِهِ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ لَا تَسْجُدُوا لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوا لِلهِ الَّذِي خَلَقَهُنَّ إِنْ كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ) (فصلت: 37).او د هغه له دلیلونو څخه شپه او ورځ او لمر او سپوږمۍ دي، تاسو مه لمر ته سجده كوئ او مه سپوږمۍ ته او تاسو خاص الله ته سجده كوئ چې دغه (نښې) يې پیدا كړې دي، كه چېرې تاسو خاص د هغه عبادت كوئ.

په راتلونکي حالاتو او غيبو باندي يواځې الله پاک پوهيږي.

الله پاک دا حقيقت بیان کړی دی چې په راتلونکي حالاتو او غيبو باندي يواځې الله پاک پوهيږي، او که ساحران، يا کاهنان وغیره په غيبو باندي د علم لرلو ګمان کوي دروغژن دي، د الله پاک وينا ده:(وَعِنْدَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لَا يَعْلَمُهَا إِلَّا هُوَ) (الأنعام: 59). او خاص له الله سره د غیبو چابیانې دي، يواځې هغه پر دغو عالم دى.

بلكه په ټولو مخلوقاتو کې غوره او بهترین هغه محمد ـ صلی الله علیه وسلم ـ دی او هغه هم د خپل ځان لپاره د خیر او شر اختیار نلري او نه هغه په غيبو باندي پوهيږي، نو هغه څوک چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ نه په مرتبه او شان کې ډير زيات ښکته دي هغوې به څنګه په غيبو باندي پوهه ولري! د الله پاک وينا ده: (قُلْ لَا أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلَا ضَرًّا إِلَّا مَا شَاءَ اللهُ وَلَوْ كُنْتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لَاسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ) (الأعراف: 188). ته ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د نفعې مالك یم او نه د نقصان مګر هغه چې الله يې وغواړي او كه چېرې زه پر غیبو عالم وَى (، نو) ما به خامخا ډېر خیر حاصل كړى و او ما ته به هېڅ تكلیف نه و رارسېدلى، زه نه یم مګر وېروونكى او زېرى وركوونكى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي.

د اسلام مبارک دين بد فالي او د سپيره وال عقيده حرام ګرځولې ده:

د اسلام مبارک دين د بدفالۍ او په ځينې شیانو، رنګونو او خبرو وغيره باندي د سپیره والي عقيده نارواه ګرځولې ده، او د راتلونکي حالاتو دپاره د نیک پالي او ښه ګمان امر کړی دی.

د بدفالۍ مثال: ځېنې خلک چې د سفر اراده وکړي او يو څه ځانګړي مرغان وغيره، وويني او يا څه اواز واوري، نو په دې سره يې زړه ته بدفالي راشي او کله خو يې ددي بد فالۍ په وجه خپل سفر نه واپس شي تکمیل يې نه کړي، او بیشکه نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ دې بدفالۍ ته شرک ویلی دی، د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ وينا ده: بدفالي شرک ده. (أبو داود 3912، ابن ماجه 3538). او دا ځکه چې بد فالي د مسلمان د غښتلي ایمان مخالفه عقیده ده، هغه دا چې الله پاک د ټولو کائناتو کار ساز او مدبر دی او په غيبو باندي یواځې هغه علم لري، ځکه خو د اسلام مبارک دين بد فالي او يواځې د يو څه مرغانو ياحيواناتو د ليدلو او ځېنې اوازونو په اوريدلوسره بدفالي او د شر عًیده حرام ګرځولې ده.

او د بدفالۍ په مقابل کې د اسلام مبارک دين د نیک فالۍ او په الله پاک باندي د ښه ګمان او د نیک فالۍ دپاره د ښو لفظونو غوره کولو حکم کړی دی، بیشکه د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ به نیک پالي خوښيدله او هغه به يو خبره وه. (البخاري: 5776، مسلم: 2224).

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه