وباګاني او مرضونه دا مهال برخه
درس د مرضونو څخه شرعي خلاصون:
ځېنې نور شرعي اذار.
د وبايې مرضونو د وجې نه د ویرې څپه د خلکو په مینځ کې په لوړه کچه خپريږي، نو مسلمان د مادي اسبابو د کارولو سر بیره په شرعي لاره د خلاصون کوشش هم کوي.
لمړی او تر ټولو اړین هغه څه چې مؤمن په هغې سره په مصیبتونو او ازميښتونو کې د خپل ځان د خلاصون لارې چارې لټوي هغه داده چې يواځې بايد الله پاک ته پناه یوسي د هغه نه د خلاصون دعا وکړي تر څو دا ازميښت او مصيبت لری کړي.
الله پاک ته عاجزې او زاري کول، تر څو ازميښت لري کړي او غمونه پاې ته رسوي، ځکه د الله پاک نه دعا کول د مسلمان ساتنه او د هغه قوي اسلحه ده ځکه هغه ازميښتونه چې د الله پاک په تقدیري فیصله راغلي وي هغه يواځې په دعا سره بدليږي.
په قرآن کريم سره شفا او علاج طلب کول، ځکه چې قرآن کريم د ټولو ښکاره او پټو مرضونو علاج او دوا ده، د الله پاک وينا ده: ﴿ وَنُنـزلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ ﴾ (الاسراء: 82). او مونږ قرآن نازلوو هغه چې د مومنانو لپاره شفا او رحمت دى او ظالمانو ته نه زیاتوي مګر تاوان.
کله چې د هغې لپاره آذان وکړی شي خاصکر د سهار لمونځ د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وينا ده:هغه څوک چې د سهار لمونځ په جماعت سره وکړي نو هغه د الله پاک په زمه وسپارل شو. صحيح مسلم.
شرعي يو مهم علاج هغه د مصيبت زده د ليدلو په وخت دعا ويل دي: په حديث شريف کې راغلي دي: څوک چې د مصيبت زده ليدلو په وخت دا دعا ولولي: الحمدُ لله الذي عافَانِي ممَّا ابتلاكَ به، وفَضَّلَني على كثيرٍ ممن خلقَ تفضِيلاً. ټول ثناصفت د الله پاک لپاره دي هغه ذات چې زه يې د هغه ازميښت نه ساتلی یم په کوم ازميښت چې ته اخته شوی يې، او ماته يې په خپل ډير مخلوق باندي غووره والی او فضيلت را په برخه کړی دی.الجامع الصغير. څوک چې دا دعا ووايې: نو دغه ازميښت به ورته نه رسيږي.
ځکه چې د الله پاک په ذکر کولو کې د نيا ټول خیرونه راجمع شوي دي، او ډيری اجر او ثواب يې په آخرت کې دی، د سهار ماښام په اذکار د مسلمان د ساتني لپاره ډير اړين دي بايد مسلمان يې ډير زیات اهتمام وکړي، د سهار ماښام د اذکارو ځېنې فوائد دادي چې د بنده زړه او سينه پراخه شي، زړه يې په راحت شي او د الله پاک مدد وسره شامل حال شي، او الله پاک يې د ملائکو په ټولي کې ديادونه کوي.