مالي معاملات دا مهال برخه
درس د سود مساېل
د الله پاک د حکمت په اساس په اسلامي شریعت کې سود خوري ګناه کبیره ده، او په تیر شوي قومونو باندي هم سود خوري حرام وه دا ځکه چې په سود خوري کې ډير لوې فساد دی چې د ټولني وګړي د هغې نه زیانمند کيږي، د الله پا وينا ده: {فَبِظُلْمٍ مِنَ الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ طَيِّبَاتٍ أُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ كَثِيرًا (160) وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُوا عَنْهُ...} [النساء: 160، 161]. نو د یهودیان شويو خلقو د ظلم كولو په سبب مونږ پر هغوى باندې هغه پاكیزه څیزونه حرام كړل، چې د دوى لپاره (مخكې) حلال ګرځول شوي وو او په سبب د منع كولو د دوى ډېرو (خلقو) لره د الله له لارې نه+ (په سبب) د دوى د سود اخيستلو، حال دا چې دوى له دې نه منع كړى شوي وو.
ځېنې هغه څه چې د سود خورۍ خطر په ډاکه کوي د الله پاک دا وینا ده: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (278) فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ} [البقرة: 278، 279] اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له الله نه ووېرېږئ او هغه باقي پاتې سود پرېږدئ؛ كه تاسو مومنان یئ+ نو كه تاسو ( داسې) ونه كړل، نو تاسو د الله او د هغه د رسول له جانبه په جنګ كولو خبر شئ، او كه چېرې تاسو توبه وباسئ، نو ستاسو رأس المال (اصل مال) ستاسو لپاره دى، مه تاسو ظلم كوئ او نه به پر تاسو ظلم كېږي. په همدې خاطر الله پاک سود خوري نه منع کړي او هغه يې حرام ګرځولې ده او سود خور ته يې د جنګ خبر داری ورکړی دی.
همدغه شان نبي کريم صلی الله علیه وسلم د سود خورۍ د حرام والي تاکيد کړی دی او سود خور ته يې سخت وعيد ورکړی دی، د جابر رضي الله عنه نه روایت دی وايې: لَعَنَ رَسولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عليه وسلَّمَ آكِلَ الرِّبَا، وَمُؤْكِلَهُ، وَكَاتِبَهُ، وَشَاهِدَيْهِ، وَقالَ: هُمْ سَوَاءٌ" (مسلم 1598). نبي کريم صلی الله علیه وسلم په سود خور او د سود په راکړه ورکړه کې په لیکونکي او ګواهي کونکو باندي لعنت ويلی دی، نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: چې دوي ټول په ګناه کې شیک دي.
د سود معنا او مفهوم.
د سود معنا او مفهوم.
د سود ډولونه.
د ډیر والي سود:
د نسیا ( وودار ) سود.
د سود خوري شرعي حکم:
د سود خورۍ په حرام والي کې حکمت او راز.
۲. بغیر د عوض نه مال اخستل بنده ول: دا ځکه چې د اسلام مبارک دين د مالي معاملاتو نظام داسي جوړه وي چې تر څو ترينه دواړه خواوې ګټه پورته کړي هر يو تن بايد يو څه ورکړي او د هغې په بدل کې يو څه واخلي او په سود خورۍ کې دا منافع له مینځه ځي.
۳. سود خوري د خلکو په مینځ کې ښیګنړه له مینځه وړي، او دا د اسلامي شریعت د موخو خلاف نظر دی، خکه د اسلام مبارک دين غواړي چې د خلکو په مینځ کې خیر او ښيګنړه خپره شي.
۴. سود خور د ظلم زیاتي نه منع کول، دا ځکه چې سود خور نورو خلکو ته مال په قرض ورکوي او قرضه وړي د سود په قبضه کې راځي.
۵. د ظلم او زیاتي مخه نیول، دا ځکه چې سود خامخا په ي، لوري ظلم وي او د اسلام مبارک دين د ظلم او زیاتي ټول ډولونه له منځه وړي.
د سود خورۍ زیانونه.
۱. د سود روحي او اخلاقي ضررونه:
په سود سره ټولنیز ژوند له مینځه ځي ټول اوګړي يې یو له بل نه بیل وي زورور په بي وزه خوري او هیڅوک د بل مرسته نه کوي مګر يواځې د خپل منافع په خاطر.