مالي معاملات دا مهال برخه
درس د امانت بیان
د يو چا سره په دې خاطر مال یا سازو سامان کيښودل چې د عوض او بدلې پرته د هغې ساتنه يې اوکړي دیته امانت وايې: لکه يوڅوک چې د بل چا سره ساعت، کاړي يا نغدې پيسې کيږدي.
د امانت شرعي حکم او پريکړه
په امانتداري کې شرعي راز
د همدې راز په موخه الله پاک امانتداري جايز ګرځولې ده تر څو د يو پلوه د مال ساتنه اوشي او له بل پلوه امانتدار اجر او ثواب تر لاه کړي او دا د خلکو تر مینځ اساني پيدا کول دي تر څو هغوې خپلې اړتیاوي په آسانه سره پوره کړي.
د امانتداري په مشروعیت د لیل د الله پاک کتب قرآن کريم او د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سنت او د اسلامي امت اجماع او قیاس دی: د الله پاک وينا ده: {إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا} [النساء: 58]. ژباړه: بیله شکه الله پاک تاسې ته حکم کوي تر څو امانتونه د هغې خاوندانو ته ورسوي.
د ابو هریره رضي الله عنه نه روایت دی هغه وايې: نبي کريم صلی الله عله وسلم ويلې دي: «أَدِّ الْأَمَانَةَ إِلَى مَنِ ائْتَمَنَكَ، وَلَا تَخُنْ مَنْ خَانَكَ» (أبو داود 3535). زپاړه: هغه چاته د هغه امانت ورکړه چاچې د خپل مال په کيښودلو سره ته امانتګر جوړ کړي، او هغه حڅوک چې له تاسره خیانت اوکړي نو ته ورسره خیانت مه کوه.
د امانت په توګه د مال قبلولو شرعي حکم او پریکړه:
د امانتګرۍ بنیادي خبري:
هغه حالتونه چې په هغې په امانتګر د تاوان راځي:
هغه حالتونه چې د امانت مال په تاوان بدلوي:
کله چې د امانت يو څيز د امنتګر سره د هغه له تیری پرته مینځه لاړ په امنتګر يې تاوان نشته مګر امانتګر به کوشش کوي چې د هغې بشپړ ساتنه اوکړي، که چیرته ورته د هغه مال مالک د استعمال اجازه ورکړي نو بیا د امنت نه قرض جوړیږي.
کله چې امانتګر سره ويره پيدا شوه او يا يې د سفر کولو اراده اوکړه نو خامخا بايد د امانت مال خپل مالک ته بیرته ورکړي او که چیرته يې نشو کولی چې مال د هغې مالک ته ورکړي نو د عادل حکمران سره به يې امانت کيږدي او که چیرته يې نشو کولی نو د يو باور ور رښتني سړي سره يې بايد کيږدي تر څو يې خپل مالک ته بیرته ورکړي.
د يو چا سره چې د امانت مال کيښودل شي او هغه يې د ځپل مناسب ځاې نه لري کړي او يا يې د نور مال سره کدډ وډ کړي ټول مال له مینځه لاړ نو امانتګر به يې تاوران ورکوي.
امانتګر امانتدار وي هیڅ کله به هغه باندي تاوان نه وي مګر کله چې هغه د امانت مال ته پاملرنه اونه کړي او يا خپله په هغه مال تیری اوکړي نو بیا به تاوان ورکوي او د اختلاف په صورت کې به د امانتګر خبره سره د قسم کولو قبليږي کله چې ښکاره دلیل شتون ونلری.
د امانت مال بیرته ورکولو شرعي حکم او پریکړه:
کله چې يو امانتګر سره د ډیرو خلکو امانتونه موجود وي او په هغوې کې يو تن خپل مال بیرته اوغواړي او مال داسي وي چې تلل کيږي يا وزن کيږي يا شمیرل کيږي نو د هغه خپله برخه به ورته ورکړل شي.