زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

مالي معاملات دا مهال برخه

درس د وقف بیان

د درس په دې برخه کې د وقف معنا او مفهوم او په تړاو يې ځېنې شرعي احکام پيژنو.

  • د وقف معنا، مفهوم او حکمت پيژندل.
  • د وقف په تړاو ځېنې شرعي احکام.

ځېنې هغه خلک چې الله پاک ورته د مال هال پراخي ورکړې وي هغوې خوښوي چې د خپل مال ځېنې ذاتي برخه د خیر کارونو لپاره وقف کړي د هغه مال ذات باقي وي او ګټه يې د خير په کارونو کې کارول کيږي او به دې کار سره دوي په ژوندون او د مرګ نه بعد اجر او ثوابونه تر لاسه کوي او د مال په وقف کولو سره ډير د خیر کارونه تر سره کيږي.

د وقف کولو مفهوم او معنا:

د مال اصل باقي ساتل او ګټه يې د خیر په کارونو کې لګول او په دې سره اجر او ثواب تر لاسه کول.

د وقف شرعي حکم او پریکړه:

د خپل مال ځينې برخه وقف کول غوره او په ټولو صدقاتو کې غوره صدقه ده، د خیر او نیکې په کارونو کې ډير غوره او ګټور کار دی دا ځکه چې وقف هغه نیک عمل دی چې د مرګ نه بعد هم جاريوي.

د وقف شرعي راز

الله پاک وقف ځکه مشروع ګرځولی دی چې په دې سره د دین دنیا او آخرت ډيرې ګټې تړلې دي يو بنده د خپل مال په وقف سره د الله پاک د رضا په خاطر خپل اجر او ثواب په څو چنده ډيره ولی شي، او د هغه اجر او ثواب د هغه د مرګ نه بعد هم جاري وي او هر څوک چې د د غه مال څخه ګټه اخلي نو وقف کونکي ته يې د خیر دعاګاني کوي او ټولنیز د خیر کارونه په مخکي ځي.

د مال ځېنې برخه وقف کول په ټولو خیراتونو کې غوره خیرات او صدقه ده ځکه چې همیشه او د خیر په کارونو کې ترینه ګټه اخستل کيږي.

د الله پا وينا ده: {لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّى تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ} [آل عمران: 92]. ژباړه: تر هغه وخت تاسې د نیکېکارونو ته نشي رسیدلی تر څو چې تاسې خپل ډير خوښ مالونه خرچ نه کړي او هر هغه څه چې تاسې يې خرچ کوي الله پاک په هغې پوهه دی.

د عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی هغه وايې: عمر رضي الله عنه په خيبر کې زمکه ونيوله، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم خواته راغی او هغه ته يې وویل: د الله پاک پيغمبره په خيبر کې راته داسي زمکه په برخه شوې چې له دې مخکې راته داسي د لوړ قیمت مال نه دی په برخه شوی ته راته د هغه په هکله څه حکم وي؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم وویل: که دې خوښه وي اصل يې باقي پاتې کړه او خیرات يې کړه نو د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د حکم سره سم هغه زمکه خیرات کړه هغه داسي چې دا زمکه به نه خرڅيږي او نه به چاته بښل کيږي او نه به چاته په میرات پاتي کيږي بلکه ددي زمکې ګټه به په بي وزله فقیرانو، خپلوانو، غلامانو، او د الله پاک په لاره، او ميلمونو او مسافرو باندي لګول کيږي او هغه څوک چې دا زمکه سنمباله وي هغه هم ددي زمکې نه په مناسب طریقه خپله او يا په ملګري باندي خوراک کولی شي خو د ځان لپاره به يې ساتي نه. (البخاري 2772، ومسلم 1632).

د وقف بیلابیل ډولونه:

١
د دین په خیر ښيګنړي کارونو کې وقف کول.
٢
د د نیا په خیر ښيګنړي کارونو کې وقف کول.

د دنیا خیر ښيګنړي په کارونو کې وقف کول.

لکه يو څوک خپله زمکه د مسجد يا مدسې لپاره يا د بي وزله فقیرانو، یتیمانانو، او کوڼډو ښځو لپاره خپله زمکه وقف کړي.

د دنیا خیر ښيګنړي په کارونو کې وقف کول.

لکه يو څوک کور جوړ کړي يا يوه زمکه د کر کيلې لپاره تیاره کړي او ګټه يې خپلو وارثانو ته ځانګړي کړي.

په يو له دوو کارونو وقف صحیح کيږي

١
وقف کول په وینا سره لکه يو څوک ووايې ما دا خپل مال وقف کړ، يا مي بند کړ، يا مي خیرات کړ وغیره.
٢
وقف کول په فعل سره لکه يو څوک په خپله زمکه باندي مسجد جوړ کړي او خلکو ته د لمانځه لپاره اجازه ورکړي يا یوه هدیره جوړه کړي او خلکو ته په هغه هدیره کې د مړو ښخولو اجازه ورکړي يه يوه مدرسه جوړه کړي او خلک په هغه مدرسه کې درسونه وايې يا يو کوهی په خپله زمکه کې اوباسي او خلکو ته د هغه کوهي نه د ابو څښکلو اجازه ورکړي.

د وقف بنیادي شرطونه

١
دا چې وقف کونکي د خیرات کولو اهلت ولري او د خپل ملکیت څخه وقف اوکړي.
٢
دا چې وقف شوی مال معلوم او د وقف کونکي په ملکیت کې وي.
٣
دا چې د وقف مال به داسي وي چې د هغې نه ګټه اخسال کيږي او اصل د مال باقي پاتي وي.
٤
دا چې وقف به د يو خیر لپاره وي لکه مسجدونه يا د خپلو خپلوانو فقیرانو اوبي وزله خلکو لپاره د مال وقف کول.
٥
دا چې وقف کې به تعیین شوی وي لکه ځانګړی مسجد، يا ځانګړي فقیران بي وزله خلک، يا يو ځانګړی شخص زید، عمر بکر د مثال په توګه.
٦
دا چې وقف به د همیشه لپاره او پرته له هیڅ ډول قید وشرطه به وي مګر يو څوک يې د خپل مرګ پوري وتړي صحیح کيږي او په وصیت کې به داخل شي.

د وقف څه ځانګړې کچه او اندازه معلومه نه ده بلکه د خلکو د حالتونو په اختلاف سره بیلابیل حالتونه لري د مثال په توګه هغه څوک چې مالداره وي او هیڅ وارث ونلري بايد چې خپل ټول مال وقف کړي، او هغه څوک چې مالدار دی مګر وارثان لري هغه بايد د مال ځېنې برخه وقف کړي او ځېنې نوره بیا خپلو وارثانو ته پريږدي.

وقف د الله پاک درضا په خاطر د همیشه لپاره وي، نو که يو څوک خپله زمکه يا کور وقف کړي نو په وقف کولو سره دا زمکه ددي له ملکیت څخه وځي دی بیا په هغه زمکه کې هيڅ ډول واکداري نشي کولی، نه يې پيرلې شي او نه يې چاته په ډالۍ کې ورکولی شي او نه يې چاته په میراث پريښودلی شي او نه يې بیرته راګرځولی شي او نه د هغه وارثان دا زمکه پيرلې شي ځکه چې په وقف کولو سره دا زمکه د هغه د ملکیت څخه وتلې ده.

کله چې يو څوک د خپل مال په هکله د وقف کولو ځانګړي الفاظ په خوله ووايې يا د وقف کولو لپاره ځانګړی فعل اوکړي نو د ا وقف لازم شو ځکه چې په وقف کولو کې د وقف شوي مال قبلولو يا د حکمران څخه اجازه اخستلو ته ضروورت نشته.

الله پاک پاک ذات دی او يواځې پاک قبلوي کله چې يو مسلمان د الله پاک د رضا په خاطر د خپل مال يوه برخه وقف کوي نو بايد په خپل مال کې غوره او خوښ مال وقف کړي ځکه چې دا د نیکې او ښيګړي غوښتنه ده.

په وقف کې تر ټولو غوره وقف هغه دی چې د هغې ګټه او فاېده مسلمانانو ته په هر وخت او ځاې کې ورسيږي کله د مسجد لپاره خپل مال وقف کول يا د علم زده کونکو لپاره يا د الله پام په لاره کې د جهاد کونکو لپاره خپل مال وقف کړي همدغه شان د خپلو خپلوانو لپاره د بي وزله کمزورو مسلمانانو لپاره خپل مال وقف کول.

د وقف په تړاو ځېنې شرعي احکام او پریکړې.

١
وقف د فقیر او غني ټولو لپاره صحیح کيږي همدغه شان د لري او نيژدې شخصي افرادو او ټولنيزو مؤسسو لپاره هم وقف کول صحیح دي.
٢
د وقف په مال کې د يو نه ډير بیلا بیل اړخونه شریک کولی شي لکه خپل مال د فقیرانو، اهل علمو او د علم زدکونکو لپاره وقف کول صحیح دي.
٣
د هغه ما لوقف کولو صحیح نه دي کوم مال چې د ګټې په اخستلو سره له مینّ ځي، لکه نغدې پيسې، خوراک، څښاک، همدغه شان هغه څه چې د هغې پيرل جواز نلري کله يو مال چې ګاڼه شوی وي يا د بل چانه په زور اخستل شوی وی دا مال وقف کول نه صحیح کيږي.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه