مسلمانه ښځه دا مهال برخه
درس داسلام په مبارک دين کې د ښځېنه و حقونه.
د اسلام مبارک او حنیف دین د الهي سپارښتنو او حکیمانه لارښونو له مخې يوې مسلمانې ښځې او د هغې عزت او مرتنبې ساتلو ته ډيره پاملرنه کړې ده او د هغې عزت او خوشحالي يې خوندې کړې ده او د هغې لپاره يې دژوند ټولې اسانتیاوي برابري کړي دي او په دې لاره کې هغه د هر ډول فتنې شر او فساد څخه ژغورلۍ ده او دا ټول د الله پاک د هغه مهربانۍ له مخې چې په ښځينه و باندي او ټولنې باندي کړې ده او ددي مهرباني بیلابیل اړخونه شتون لري:
په اسلامي شریعت کې د ښځينه و مقام او مرتبه.
عمر بن خطاب رضي الله عنه ويلې دي: په الله پا قسم چې د جاهلیت په زمانه کې مونږ د ښځينه و هیڅ احترام نه کولو تر دې چې الله پاک د ښځينه و په تړاو په قرآن کريم کې ایاتونه راوليږل او ډير څه يې هغوې ته ورپه برخه کړل، (البخاري 4913، ومسلم 1479). څوارلس سوه کاله د مخه د اسلام مبارک دين نمر وړانکي پيل شوې د ښځينه و برخې ته يې ډيره پاملرنه اوکړه د هغوې مقام او مرتبه يې لوړه کړه او ډيرو قومونو هر ډول ظلم زیاتی يې له ښځينه و څخه لرې کړ، د جاهلیت په زمانه کې ښځينه و د مالداري او میراث اخستلو واک او اختیار نلرلو بلکه چې کله به د يوې ښځې خاوند مړ شو نو همدغه ښځه به نورو خلکو په میراث اخستله او ځېنې جاهلان خو لا داسي هم وو چې هغه ښځه چې خاوند به يې مړ شو نو همدا ښځه به يې په اور اوسوزوله او په ښځينه وباندي د زور زیاتي لړې تر دې رارسيدلې وه چې ښځينه به يې په بازارونو کې خرڅولې، ددي زور زیاتي بیلګې په انګلينډ کې د شلمې پيړي پورې شتون لرلو.
د نارینه او ښځينه تر مینځ عدل او انصاف.
د ښځينه و الې تخلیق او پيدائښت.
د اسلام مبارک دين د نارينه او ښځينه و تر مینځ شرعي سپارښتنې او د هغې اجر او ثواب په دنیا او آخرت کې يو شان برابر کړی دی، د الله پاک وينا ده: {مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ} [النحل: 97] ژباړه:چا چې نېك عمل وكړ، سړى وي، يا كه ښځه، په داسې حال كې چې مومن وي، نو خامخا هرومرو به مونږ هغه ته ژوند وركړو، ډېر پاكېزه ژوند او خامخا هرومرو به مونږ هغوى ته د هغوى د اجر جزا وركړو د هغو تر ټولو ښو عملونو په بدل كې چې دوى به كول. همدغه شان د الله پاک وينتا ده: {وَمَنْ يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ نَقِيرًا} [النساء: 124]. ژباړه: او چې چا هم د نېكیو عمل وكړ، نر وي يا كه ښځه، خو چې مومن وي، نو دغه خلق به جنت ته داخلېږي او پر دوى به د كجورې د زړي د داغ هومره ظلم هم نه كېږي. همدغه شان د نبي کريم صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه اوشوه چې يو سړی په خپل بدن لوندوالی اوګوري مګر د جنابت خوب ورته په یاد نه وي نبي کريم صلی الله علیه وسلم وویل: غسل کول ورباندي واجب دي، او د هغه سړي په هکله ورڅخه اوپوښتل شول چې د جنابت خوب ورته یاد وي مګر په خپل بدن يې هيڅ ډول لوند والی نه وي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وویل: غسل کول ورباندي واجب نه دي، په دې کې ام سلیم رضي الله عنها وویل: که چيرته يوه ښځه داسي حالت اوګوري نبي کريم صلی الله علیه وسلم وويل: غسل کول ورباندي واجب دي ځکه چې ښځينه د نارينه و ملګري دي. (أبو داود 236).
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په نبوي پيغام باندي تر ټولو لمړی ایمان ښځې د مؤمنانو مور بي بي خديجه رضي الله عنها راوړی وو او ککله چې د مسلمانانو لمړيټولګي حبشې ته هجرت کولو نو د هغوې سره په دغه هجرت کې ښځينه هم شاملي وي او همدغه شان کله چې د مدينې منوري نه لمړی ټولګی د نبي کريم صلی الله علیه وسلم خواته راغی تر څو په اسلام بيعت ورسره اوکړي نو د هغوې سره ښځينه هم په دغه سفر ملګري وي.
د اسلامي تاریخ په اوږدو کې ښځينه مسلمانانو ډير ښاېسته پړقيدونکي کارنامي پريښې دي چې د هغوې د ښو ښاېسته صفتونو او پوهاوي تر څنګ د اسلامي پيغام ښه زده کړه وغیره شامل دي بلکه ډيری وخت داسي هم راغلی دی چې ډيرو مسلمانانو سړو د خپل دين په تړاو زدهکړې له مسلمانو ښځينه څخه ترلاسه کړي دي چې په سر کې يې د مؤمنانو مور بي بي عائشه رضي الله عنه نوم روښانه دی.
همدغه شان يوه مسلمانه ښځينه د سړو سره څنګ په څنګ ځېنې ټولنیز فرضي يا مستحب عبادتونه تر سره کوي لکه حج، عمره، د اخترونو او استسقاء او فرضي لمونځونه و غیره شو، همدغه شان يوه مسلمانه ښځينه دينې او شرعي دنده لري تر څو د اسلام په لور نور خلک را وبلي د نیکو حکم اوکړي او د بدو نه منع اوکړي دا ټول هغه څه دي چې د اسلام مبارک دين د نارینه او ښځينه و تر مینځ برابرښت رامینځ ته کوي مګر تو پير په هغه څه کې ضروروي دي په کوم څه کې چې نارینه او ښځينه د جوړښت او تخلیق اختلاف لري.
د اسلام مبارک دین په عامه توګه نارینه او ښځينه په شرعې سپارښتنو کې برابر کړې دي مګر د هر يو نارینه او ښځينه د طبیعت په غوښتنه يې د هغوې توپير په پام کې نیولی دی او هر يو ته يې د هغوې د طبیعت او جوړښت په بنیاد دندې ورکړې دي او هر يو له دوې ته يې خپل مقام او مرتبه ورکړې ده اوپه دې همدې کړنې سره د دوې د ژوندون لارې چارې په مخ روانې دي، نارینه و ته يې دنده ورکړې تر څو په خپلو ښځو او پچو باندي د خپل توان او طاقت برابر خرچه اوکړي او د هغوې ساتنه او ښه رهبرې اوکړي، او ښځينه ته يې دنده ورکړې تر څو د خپل خاوند کور او د هغه بچو ته ښه پاملرنه اوکړي.
د اسلام مبارک دين د ښځينه وټول مدني، شخصي او ټولنيز حقونه خوندې کړي او هغوې ته يې ورکړې دي ددي ټولو حقونو نه ښځينه د اسلام مبارک دين د پيغام په پیلیدو سره څوارلس سوه کلونه ترمخه ښځينه ددي حقونو څخه برخمنې شوې چې د اوسنې زماني د ښځينه حقونو دعویدارو هیڅڅرګ نه په سترګو کيدلو.
د ښځينه و مدنې او ټولنيز حقونه:
د ښځينه و شخصي او د واده په تړاو حق:
دا مخکې تیر شوې خو د ښځينه و د حقونو يو څو بیلګې وي ورنه د اسلام مبارک دین په لارښونو کې د ښځينه و ډير زیات حقونه شتون لري.