لمونځ دا مهال برخه
درس په جماعت سره لمونځ ادا کول:
نارینه وو ته الله دپنځه وخته مونځ په جماعت سره ادا کولو حکم کړی دی . چې ددی پّه فضیلت کې لوی اجر دی پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمائلي دي :جماعت سره مونځ ادا کولو په یواځې مونځ باندې په ۲۷ درجو زیا ت ثواب لري (داحدیث بخاري کې دی 645.
ترټولو کم عدد دجماعت دوه نفر دي : امام او مقتدي خوبیا دجماعت شمیرزیاتیدلوسره ثواب هم ډیریږي او الله ته خوښ هم وي .
امام پسې د تړاو (اقتدا ) معنا
چې مونځ کوونکې خپله اقتدا په امام پسې وتړي . په داسې شکل چې تعبیداري په رکوع سجده کې وکړي اوقرأت لوستلو ته یې غوږ ونیسي اودامام نه په هیڅ رکن کې مخکې وروسته نه شي بلکې هغه پسې سم ورپسې شي .
دامام تعبیداري
پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمائلې دي : امام ددي دپاره دی چې پوره تعبیداري وشي . کله چې الله اکبر واېې نوتاسو هم ووایې .ترڅوچې هغه الله اکبر ونه وایې نوتاسویې مه وايې . او کله چې رکوع وکړي نوتاسو هم رکوع وکړئ اوترڅوچې امام رکوع نه وي کړي تاسو مه کوئ .اوکله چې هغه سمع الله لمن حمده .( )ووایې نو تاسوربنا ولك الحمد.ووایې.چې کله سجده وکړي تاسو هم سجده وکړئ خوترڅوچې امام سجده نه وي کړي نو تاسو هم مه کوئ دا حدیث بخاري کې په 734.اومسلم کې په 411.ابوداود کې په 603.رقم نقل دی . او داتوري دابوداود دي).
چاته چې قران ډیر یاد وي،او قراءت يې ښه وي،ځکه نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي:څوک چې د قران ښه قاري و،هغه باید خلکو ته امامت ورکړي،که ټولو ته قران یاد و،نو هغه کس د امامت مستحق دی،چې په حدیث پوهه لري.
ضروري ده چې امام مخکې شي،او مقتدیان د هغه شاته صفونه برابر کړي،اولنی صف د ټولو نه مخکې بیا دویم،که مقتدي یو کس وي،نو د امام ښې طرفته دې ودریږي.
څوک چې مسجد ته راشي او په جماعت کې شامل شي،نو امام سره دې مونځ جاري وساتي،تر دې چې هغه سلام وګرځوي،بیا دې پاڅيږي او خپل مونځ دې پوره کړي،او کوم مونځ چې يې د امام سره رانیولی و،هغه دې اولنی مونځ حساب کړي،او د سلام نه پس چې کوم مونځ ادا کوي،هغه دې اخیرنی مونځ حسابوي.
چا چې د امام سره رکوع راونیوله نو رکعت یې پوره وشو،او د چا نه چې رکوع پاتې شوه نو رکعت یې ونشو،البته د امام سره به مونځ کې شامل شي،او کله چې هغه سلام وګرځوي،هغه به پاڅیږي او خپل مونځ به پوره کړي.
د چا څخه چې د مونځ اولنۍ حصه پاتې شي ددوۍ مثالونه
څوک چې د امام سره د سحر مونځ کې دویم رکعت راونیسي نو ده باندې لازم دي،چې د امام د سلام نه پس پاڅیږي او یو رکعت پوره کړي،او د امام سره به سلام نه ګرځوي،ځکه د سحر د مونځ د رکعاتو تعداد دوه دی،او ده خو یو رکعت رانیولی و.
څوک چې د امام سره مونځ کې شامل شو،او هغه د ماښام مونځ کې په اخیري تشهد باندې ناست و،نو د هغه د سلام نه پس به درې رکعته پوره مونځ کوي،ځکه هغه د امام سره صرف تشهد راونیو،رکعت خو د رکوع په رانیولو باندې پوره کیږي.
څوک چې د ماسپښین په مونځ کې په دریم رکعت کې د امام سره په رکوع کې شامل شو،نو ځکه ده دوه رکعته راونیول،او دا دوه رکعته د امام لپاره د ماسپښین اولني رکعتونه حسابیږي،نو کله چې امام سلام وګرځوي،باید مقتدي پاڅيږي او باقي مونځ پوره کړي،یعني دریم او څلورم رکعت.