مرګ او جنازه دا مهال برخه
درس مړي ته غسل او کفن ورکول.
هغه کارونه چې د مسلمان د مرګ په وخت يې کول مسنون دي
کله چې نبي صلی الله علیه وسلم د ابو سلمه خواته راغلی،او د هغه سترګې کولاو وې،نو پټې یې کړې،او ویې فرمایل:کله چې تاسو د مړې کور ته حاضر شۍ،نو د هغې سترګې پټې کړئ.
۲.صبر کول او خپل نفس قابو کول.
لکه نبي صلی الله علیه وسلم د ابو سلمه سره کوم کار کړی و،چې دا یو صحابي دی،کله چې وفات شوی و،او رسول الله فرمایلي و:کله چې روح ووځي،نو سترګې د هغې تابع وي،بیا یې وفرمایل:الله ابو سلمه ته بخشش وکړه،او په هدایت یافته خلکو کې يې درجات اوچت کړه،او دده په اولاد کې برکت پیدا کړې،او مونږ ټولو ته بخشش وکړې،دده قبر پراخه،او منور کړې.
نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي:په جنازه کې جلدې وکړئ،که نیک و،نو خیر دی چې الله ته یې وړاندې کوئ،او که بد کار و،نو یو بوج دی چې د خپلو اوږو څخه يې ښکته کوئ.
۵. د مړې د کورنۍ مدد کول
د کفن ورکولو او دفن کولو نه مخکې مړې ته غسل ورکول فرض دی،او د کورنۍ یو کس یا رشته دار به غسل ورکوي،یا بل کوم مسلمان،او رسول الله طاهر مطهر و،لیکن کله چې وفات شو،هغه ته غسل ورکړی شو.
د مړې په ټول جسم باندې اوبه راچول په غسل کې کافي دي،که په جسم يې نجاست وي، د هغې ازاله،او د غسل په وخت د هغه عورت پټول،او لاندې امور باید ملاحظه کړو:
۱. د نوم نه تر پنډۍ پورې عورت پټول.کله چې د هغه نه جامې ویستل شي.
۲.غسل ورکوونکی به لاس ته څه کپړه یا دست کش اچوي،کله چې د میت عورت وینځي.
۳.د مړې د بدن څخه نجاست لرې کولو باندې ابتدا کول
بیا په ترتیب سره هغه اندامونه وینځل چې اودس کې یې وینځل فرض دي.
۵.بیا به د مړې سر ووینځي،او باقي جسم،مستحب ده چې د بیرې په پاڼو باندې يې ووینځي،یا په صابون،بیا په ټول جسم اوبه راچول
۶.په غسل ورکولو کې په ښې طرف شروع کول،بیا چپ طرف
۷.غسل په تکرار سره ورکول،درې یا ډیر مرتبه که ضرورت و.
۸.مالوچ یا کپړه وغیره کیخودل.
د مړې په جسم باندې عطر لګول،د غسل په وخت یا ددې نه پس،او نبي صلی الله علیه وسلم زنانه و ته امر کړی و چې د زینت رضي الله عنها په جسم باندې په اخیرې ځل اوبو اچولو کې کافور استعمال کړي.
څوک به غسل ورکوي؟
عایشه رضي الله عنها فرمايي:که ماته مخکې نه پته وی د هغې خبرې چې وروسته راته معلومه شوه،نو رسول الله ته به خپلو بیبیانو غسل ورکړی وی.
په مسلمانانو او د مړې په کورنۍ باندې فرض ده،چې مړې ته کفن ورکړي چې د هغه عورت پټوي،او دا فرض کفایه دی،ځکه نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي:سپینه کپړه اغوندئ،ځکه دا بهترین لباس دی،او پدې کې مړو ته کفن ورکړئ