مرګ او جنازه دا مهال برخه
درس د مړي تدفین او په هغه باندي د جنازي لمونځ کول.
په ټولو مسلمانانو باندې د جنازې مونځ فرض دی،په یو فرد نه،نو دا فرض کفایه دی،که بعضې خلک یې ادا کړي،نو د نورو ګناه ساقطه شي،او رسول الله هغه کس ته زیری ورکړی چې په جنازه مونځ کوي،چې د هغه لپاره یو غر اجر دی،هغه فرمايي:څوک چې په جنازه کې شریک شي،او د مونځ پورې حصار شي،نو دده لپاره یو قیراط اجر دی،او څوک چې ددفن پورې شریک شي،د هغه لپاره دوه قیراطه دي،پوښتنه وشوه:چې قیراطان څه ته وايي:هغه وفرمایل:ددوه غټو غرونو په مقدار اجر
په جنازه کې د حاضریدو فضیلت
۱.مستحب ده چې د جنازې مونځ په جماعت سره ادا کړی شي،امام به مخکې شي،او مقتدیان به د هغه په اقتدا کې ودریږي،لکه د عام جماعت مونځ
۲.مړی به د مونځ کوونکو او قبلې په مابین کې اچول کیږي،او امام به د مړي سر ته ودریږي،او د ښځې د جنازې مینځ ته لکه دا سنت طریقه ده
-
اولنی تکبیر
دویم تکبیر
دریم تکبیر
څلورم تکبیر
په مسجد کې د جنازې مونځ ادا کول جایز دي،یا د مسجد نه بهر بل ځای کې،یا په مقبره کې،دا ټولې طریقې د الله د پیغمبر څخه نقل دي.
سنت داده چې جنازه کې جلدي وشي،او مقبرې ته هم په جلدۍ سره وړل،او دفن کول،د ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی،چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي:په جنازه کې جلدي وکړۍ،که نیک و،نو تاسو يې د الله طرفته وړاندې کوۍ،او که بد و،نو یو بوج دی چې د خپلو اوږو څخه یې لرې کوۍ.
د مړي ددفن کولو په وخت د بعضې امورو لحاظ ساتل
کوم خلک چې په دفن کې شریک شوي،د هغوۍ لپاره مسنون ده،چې د مړي لپاره د ثابت قدمۍ او مغفرت دعا وکړي،ځکه نبي صلی الله علیه وسلم به چې کله د مړي ددفن کولو نه فارغ شو،نو د قبر دپاسه به ودریده،او وبه يې فرمایل:د خپل ورور لپاره د بخشش دعا وکړئ،او د الله څخه ثابت قدمي ورته وغواړئ،ځکه دده څخه به وس پوښتنه کیږي.