زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

مرګ او جنازه دا مهال برخه

درس په میړي باندي خپګان او تعزیت

په میړي باندي خپګان او د تعزیت او قبرونو ته تلل ددي لپاره ځانګړي احکام او مسائل دي مسلمان بايد ددي احکامو او مسائلو خیال وساتي، په دې درس کې ددي اړوند ځېنې مسائل او احکام بیانيږي.

  • په میړي باندي خپګان، د تعزیت او قبرونو ته د تللو احکام او مسائل پيژندل.

تعزیت

د مړي کورنۍ ته تعزیت کول،د هغه خپلوانو ته تسلي ورکول،او په ښه کلام سره د هغوۍ مصیبت کمول،د مړي لپاره دعا او اهل ته د صبر تلقین،هغوۍ ته تذکیر کول چې دا اجر وګنړي،ځکه نبي صلی الله علیه وسلم زینب ته فرمایلي و:بیشکه الله چې کوم ماشوم واغسته هغه هم د الله و،او هغه چې ماته راکړی و،او هر شی د الله په نزد مقرر وخت لري،باید ته صبر وکړه،او اجر وګنړه.

د مړي کورنۍ ته تعزیت کول ددفن نه مخکې او وروسته جایز دي،په هر ځای کې،برابره ده که په مسجد کې وي،او که مقبره،یا کور وغیره کې

د تعزیت په مراسمو کې مبالغه کول لکه خیمې نصب کول،یا روټۍ تیارول،او د خلکو راجمع کیدل،د رسول الله د سنت خلاف ده،نه دا کار د صحابه و نه ثابت دی ځکه دا خو د غم مناسبت دی،

په مړې پسې خفګان کول

ژړا یو فطري امر دی،چې د فقدان او غم څخه عبارت دی،او کله چې د نبي صلی الله علیه وسلم ځوي وفات شو،ابراهیم،نو د هغه د سترګو نه اوښکې راروانې شوې

اسلام په مړي باندې د غم د اظهار لپاره یو څو شروط وضع کړي دي:

١
په ژړا کې تکلف او اواز اوچتول،او د شریعت مخالف اعمال،لکه مخ وهل،یا جسم وهل،یا کپړې شلول اسلام حرام کړي دي.
٢
ښځه منع کړی شوې ده چې د خاوند نه علاوه به پل چا باندې ددرې ورځو نه ډیر خفګان وکړي،او زینت پریږدي.
٣
په خاوند باندې باید ښځه د غم اظهار وکړي،او د عدت په درمیان کې د څو امورو لحاظ

د ښځې عدت کله چې د هغې خاوند مړ شي

څلور میاشتې او لس ورځې یا د بچې پیدایش کله چې حامله وه

کله چې د ښځې خاوند وفات شي نو د عدت په حالت کې په هغې څه لازم دي؟

١
هغه باید د عطرو،سرو،د زینت د جامو،او هر قسم ډول څخه اجتناب وکړي
٢
عامې جامې اغوستل جایز دي،غسل کولی شي،یا سر ګمنځول،او د حاجت لپاره دشپې یا دورځې د کور نه وتل جایز دي،د اجنبي سړو سره چې شک پرې نه وي د شریعت په حدودو کې مکالمه کولی شي.

د قبرونو زیارت په درې قسمه دی

١
حرام زیارت
٢
مباح زیارت
٣
حرام زیارت

۱.مستحب زیارت

د مرګ د یادولو په غرض د قبرونو زیارت،مستحب دی،رسول الله فرمايل:ما تاسو د قبرونو د زیارت څخه منع کړې وۍ،خو وس یې کولی شۍ،ځکه دا تاسو ته اخرت رایادوي.

۲.مباح زیارت

ددې نه مراد د قبر زیارت کول،د مباح مقصد لپاره،د اخرت یادولو لپاره نه،پدې شرط چې حرام باندې به مشتمل نه وي،مثلا د خپلوان یا ملګري د قبر زیارت کول.

۳.حرام زیارت

د مقبرې زیارت چې حرام پکښ وي،لکه په قبر باندې دپاسه کیناستل،یا ګرځیدل،یا مخ وهل،ژړا کول،یا بدعت لکه د قبر والا څخه وسیله غوښتل،یا تبرک یا نور شرکیات لکه د هغه څخه مدد غوښتل وغیره

نو مسلمان چې د قبر زیارت کوي،ددې مقاصد

١
اول:د اخرت یادول،عبرت،او د مړو څخه عبرت اخستل.
٢
دویم:مړې سره احسان کول،دعا د مغفرت او رحمت کول،ځکه هغه پدې سره خوشحالیږي،لکه څنګه چې ژوندی انسان د چا په ملاقات او هدیه باندې خوشحالیږي.
٣
دریم:زیارت کوونکی د سنت په اتباع سره ځان سره احسان کوي،او اجر حاصلوي.

د قبرونو د زیارت په وخت باید متنبه شو چې په هغې کیناستل،یا دپاسه ګرځیدل منع دي،د مړي د احترام او اکرام د وجې،دې وجې نبي صلی الله علیه وسلم ددې کار عقوبت بیان کړی،هغه فرمايي:که یو کس په اور باندې کیني چې جامې ورله وسیزي او بدن هم،دده لپاره بهتره ده ددې نه چې په قبر باندې کیني.

د مقبرې د زیارت په وخت دعا

د قبر د زیارت په وخت دا دعا لوستل:«السلام عليكم دار قوم مؤمنين، وإِنا إِن شاء الله بكم لاحقون»پتاسو سلام ای مومنانو او مونږ هم تاسو پسې وروسته دروان یو،یا «السلام على أهل الديار من المؤمنين والمسلمين، ويرحم الله المستقدمين منا والمستأخرين، وإِنا إِن شاء الله بكم للاحقون»ای مومنانو او مسلمانانو پتاسو سلام،الله دې مونږ کې مخکې تلونکي او وروسته کسانو باندې رحم وکړي،او مونږ هم تاسو پسې دروان یو،یا دا « السلام عليكم أهل الديار من المؤمنين والمسلمين، وإنا إن شاء الله للاحقون، أسأل الله لنا ولكم العافية » (مسلم 975 ).

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه