زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

مالي معاملات دا مهال برخه

درس د کار کسب او د رزق ګټلو آداب

په دې درس کې د کار کسب مفهوم او د هغې متعلق احکام پيژنو، او ورسره د کار کسب آداب او د هغې په هکله مهم فکرونه بايد هم وپيژنو

  • د کار و کسب او رزق ګټلو معنا او مفهوم پيژندل. 
  • د کارو بار په تړاو ځينې آداب او احکام. 

مال و متاع ته اړتیا

انسان مال ومتاع ته اړتیا لري تر څو د خپل ژوند بنیادي اړتیاوې په ښه شان سره پوره کړي، لکه انسان خوراک، څښاک، لباس او کور و غیره ته اړتیا لري او دا اړتیاوې په مال سره تر لاسه کيږي همدغه شان انسان په ژوند کې د نورو منافعو لپاره هم د مال څخه ګټه اخلي، همدا وجه ده چې د اسلام په مبارک دين کې مال ډير اهمیت لري او په هکله يې د اسلام مبارک دين دين احکام او مساېل بیان کړي دي.

د مال ګټلو او رزق پیدا کولو معنا:

د مال ګټلو او رزق پیدا کولو نه مطلب: ټولې هغه لارې چارې په کار اچول په کومو لارو چارو چې انسان کولی شي مال اوګټي تر څو خپل ژوند ورباندي هوسا او ښه تیر کړي، برابره خبره ده چې مال د تجارت د لارې يا د کار کسب د لارې يا د زراعت وغیره د لارې نه لاس ته راوړي.

د مال ګټلو او کار کسب کولو شرعي حکم:

١
ځېنې وخت په اسلامي ټولنه کې په يو فرد باندي کار و کسب کول او د مال ګټل واجب وي تر څو د خپل ځان او اهل وعیال نفقه او خرچه برابره کړي او په هغهکسانو باندي خپل مال خرچ کړي د کومو کسانو خرچه چې ورباندي واجب وي، یا په خپل ګټلي مال سره خپل قرضونه خلاص کړي، او ترڅو يې لاس نورو خلکو ته وړاندي نشي.
٢
هغه وخت د مال ګټل مستحب وي کله چې يو څوک غواړي د خیر خي؛ڼي کارونه ورباندي اوکړي لکه يو څوک په خپل مال سره غواړي چې د خپلو خپلوانو او فقیرانو او مسکینانو مرسته او مدد اوکړي.
٣
هغه وخت د مال ګتل مباح وي کله چې يو څوک مال ددي لپاره ګټي چې د حلالو نه خوندونه واخلي حلال بیلابیل خوراکونه او څښاک اوکړي يا رنګا رنګ جامي په تن کړي يا نور د بنیادي اړتیاو نه پرته نور جايې او مباح څيزونه تر لاسه کړي.
٤
هغه وخت د مال ګټل حرام او نارواه دي کله چې په حرام او ناجائزو لارو چارو مال اوګټي او يا د مال په ګټلو سره فرض عبادتونه برباد کړي او يا دغه ګټل شوی مال په حرامو څيزونو کې لګوي.
٥
هغه وخت د مال ګټل مکروه وي کله يې مال د نفلي عبادتونو څخه یو څوک مشغلوه کوي.

کله چې د فخرسیالۍ او ډيره ولو لپاره وي مکروه دی او ځينې فقهاو ورته حرام ويلي دي..

هغه مسلمان چې د يو کار کسب کول او د حلال مال ګټلو اراده لري په هغه واجب دي چې د هغه کارو بار په هکله ټول مسلې مسائل او شرعي حکمونه اوپېژني، لکه د پيرلو او پلورلو احکام او مسائل، د کرایه مسائل: د سود احکام او بشپړ مسائل اوپيژني، دا ځکه چې الله مه کړه د مال ګټلو په خاطر خپل ځان په حرامو کې اخته نه کړي.

د کار وکسب او رزق ګټلو آداب

۱. د مال ګټلو او کار کسب کولو په هکله لمړی ادب هغه دای چې د کار و کسب په وجه بايد هيڅ يو فرضي عبادت کې کمې اونه کړي دا ځکه چې فرضي عبادتونه د مسلمان د ژوند بنیادي مقصد دی نور کار و کسب او مال ګټل ددينه روستو دي.

۲. همدغه شان د کار وکسب په هکله دويم اداب هغه دادی چې مسلمان بايد د خپل کارو بار په وجه بل چاته ضرر او زیان ونه رسوي ځکه چې د اسلام مبارک دين خپل ځان او نورو خلکو ته د ضرر او زیان رسولو نه منع کړي ده.

۳. بل دا چې په کار و کسب سره بايد د انيت وکړي چې حلال مال وګټي تر څو خپل ځان او اهل عیال د سؤال نه وساتي او عزت يې خوندي پاتي شي، او دا مال د الله پاک په بندګي کې ولګوي دابه نه وي چې د مال په ګټلو سره يې موخه او مقصد داوي چې مال راجمع کړي تر څو په نورو خلکو باندي فخر وکړي، يا دیته ورته نور بد او فاسد نيتونه.

کله چې يو مسلمان په ښه نیت او اخلاص سره کار وکسب کوي ددي لپاره چې حلال مال اوګټي په خپل ځان او نورو بي وزله خلکو باندي خپل مال ولګوي، داسي کارو بار او تجارت کول د الله پاک په عبادت او بندګۍ کې شمیر کيږي، او ډيرو لوړو مرتبو سبب ګرځي، نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: "أَحَبُّ النَّاسِ إِلَى اللَّهِ أَنْفَعُهُمْ لِلنَّاسِ" الله پاک ته په خلکو کې غوره هغه څوک دی چې نورو خلکو خلکو ته ګټه رسوي. (الأوسط للطبراني 6026).

۴. د مال په ګټلو کې درمیانه روي کول انسان بايد خپل نورو اړتیاو ته هم پاملرنه اوکړي هسي نه چې د ژوند يواځنی مصقد هغه کارو بار اوګرځوي، سلمان فارسي رضي الله عنه ابو درداء رضي الله عنه ويلې و، په تا باندي ستا د رب په څير ستا خپل ځان او ستا اهل و عیال هم حق لري هر يو حقدار ته خپل حق وسپاره، بیا ابو درداء رضي الله عنه د نبي کريم صلی الله علیه وسلم خواته راغی او د سلمان خبره يې ورته اوکړه نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته وويل: سلمان رښتیا ويلې دي. (البخاري 1968).

۵. په کارو بار او مال ګټلو ک بايد مسلمان يواځې د الله پاک په ذات باندي توکل اوکړي او د توکل معنا هغه داده چې انسان ټول اسباب په کار واچوي مګر د خپل زړه تعلق يې د خپل الله پاک سره وي.

۶. په کارو بار او مال ګټلو کې سړي بايد دا یقین اوکړي چې د رزق ورکونکی يواځې الله پاک دی نه کارو بار ډير ځل يو څوک د تجارت ټول اسباب په کار واچوي مګر ګټه ونه کړې دا رازونه بیا يواځې د الله باک سره دي.

د هر بنده رزق د الله پاک لخوانه لیکل شوی او مقرر دی په خپل وخت او خپله انداز به يې تر لاسه کوي، په مسلمان بنده باندي يواځې په ښه جدي توګه کوشش او محنت کول دي، په هغه رزق بايد قناعت وکړي او خوشحاله شي کوم چې الله پاک دده لپاره ليکلی دی، د حلال کوشش وکړي او د حرامو نه خپل ځان وساتي، د هر چا لپاره هغه څه اسانيږي چې وله پیدا شوی وی.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه