مالي معاملات دا مهال برخه
درس په مالي معاملاتو کې اسلامي اخلاق
د ژوند په هر اړخ کې اخلاق ډير ژور تړاو لري، شايد په اسلامي مالي او اقتصادي نظام کې لوړ او ښاېسته اخلاق او آداب تر ټولو ډير ښکار دي په همدې خاطر اسلامي مالي او اقتصادي نظام په نورو مالي نظامونو کې خاص ځانګړتیا لري.
دا هر هغه لار او طریقه ده چې د اسلام مبارک دين د مال ګټلو په خاطر د هغې اجازه ورکړي وي، په دې کې ټول مالي راکړې ورکړي او کاروباري سندونه وغیره کوم چې د مال او سرمایه سره تړاو لري شاملیږي لکه پير او پلور، کرایه، اجاره و غیره شو، د اسلامي مالي او اقتصادي نظام په هکله احکام دا هغه شرعي احکام او مسائل دي کوم چې د ټولو خلکو په مينځ کې د راکړي ورکړې په وخت مراعت کيږي.
د اسلامي مالي او اقتصادي نظام موخي:
د اسلام مبارک دين دین د حق او رښتنی دين دي: داسي نظام يې ټولو خلکو ته پيش کړی او راړی دی چې د هغو لپاره ډيره فاېده ورکونکی او د هغوې اصلاح کونکی دی، دا ځکه چې د اسلام مبارک دين د ټولو انسانانو د خالق لخوانه راغلی دی، او هغه ته د خپلو بندګانو حالت ډير ښه معلوم دی، د الله پاک وينا ده: {أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ} [الملك: 14]. ایا هغه ذات به نه پوهېږي چې يې (هر څه) پیدا كړي دي (ولې نه!) او هم دى ډېر باریك بین، ښه خبردار دى. د اسلام مبارک دين ټولو خلکو ته داسي نظام راوړی دی چې د هغوې د بدنونو او د دنیا اړتیاوي پوره کوي او همدغه شان د هغوې د روح او د آخرت لپاره هغوې ته د سمې لار لار ښونه کوي.
لمړي: دنیاوي اړخ: اسلامي شریعت د خلکو ټولې مالي راکړې ورکړې ښه تنظیم کړي دي تر څو د ټولو په مینځ کې د عدل او انصاف تله ودریږي او هر حقدار ته د هغه حق ورکړي او د ټولو خلکو حقونه خوندي وساتي همدغه شان اسلامي شریعت د حلالو په باب کې د راکړي ورکړي ډير وسعت کړی دی او هغه څه يې په هغوې حرام ګرځولي دي کوم چې هغوې ته ضرر او زیان رسوي.
دويم: ديني اړخ: د اسلامیي شریعت په ټولو احکامو کې لوړ هدف هغه د الله پاک رضا تر لاسه کول او د هغه په جنت ګټلو سره نیبک بخته کيدل دي، او پر دې سربیره اسلامي شریعت د راکړې ورکړې په تجارتي مسائلو کې د مؤمنانو تر مينځ د ورور ولۍ پيدا کولو کوشش کوي هغه داسي چې د عدل او انصاف په صفت ټول مؤمنان بايد ښاېسته شي او د يو بل سره د ښيګړني په بنیاد راکړه ورکړه اوکړي، لکه تنګدسته قرضه وړي ته انظار کول، او همدغه شان هر هغه راکړه ورکړه حرام ګرځول په کوم سره چې په زړنو کې بداوی او خفګان راځي، لکه سود خوري او قمار بازي وغیره شو.
لمړی: د عدل او انصاف په بنیاد راکړه ورکړه کول: په دې سره د مالي راکړه ورکړه کې د دواړو خواو حقونه برابر محفوظ کيږي، لکه پير پلور، اجاره وغیره په هم مثل قیمت سره، د الله پاک ويناده: {وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ} (البقرة:275). الله پاک پير او پلور حلال ګرځولی دی. (البقرة:275). دوریم غوره د ښيګنړي معامله کول، لکه تنګدست قرضوړي ته انتظار کول يا د هغه ته قرض بښل، د الله پاک ويناده: {وَإِنْ كَانَ ذُو عُسْرَةٍ فَنَظِرَةٌ إِلَى مَيْسَرَةٍ وَأَنْ تَصَدَّقُوا خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ} [البقرة: 280] او که چیرته قرضه وړی تنګدست وي نو هغه ته انظار کول دي تر آساني پورې او که چیرته تاسې ورته خپل مال خیرات کړي دا ستاسې لپاره ډير غوره دي که چیرته تاسې پوهيږي. [البقرة: 280]. يا داسي د ښيګنړي معماله کول لکه يو څوک د يو مزدور سره په يو خاص قیت خبره خلاصه کړي او بیا د مزدورۍ ورکول په وخت هغه ته د هغه د قیمت نه زیاته بدله ورکړي. د الله پاک وينا ده: {وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ} [البقرة: 195]. تاسې ښيګنړه کوي الله پاک ښیګنړه کونکي خوښوي.
دریم: په راکړه ورکړه د ظلم زیاتي نه ځان ساتل: په راکړه ورکړه کې ظلم او زیاتی هغه دای چې يو څوک د خپل حق نه زیاته برخه واخلي او د نورو خلکو مال په ناحقه سره غړپ کړي، لکه د سود يا قماربازۍ مال خوړل يا مزدور ته د هغه حق نه ورکول و غیره د الله پاک وينا ده: {يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (278) فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَالِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمُونَ} [البقرة: 278، 279] ای د ایمان خاوندانو د الله پاک نه وویريږي او سود پريږدۍ که مؤمنان یاست+ که چیرته تاسې سود نه پريږدۍ نو تاسې ته د الله پاک او د هغه د پيغمبر سره د جنګ کولو خبرداری دی، او که چيرته توبه اوباسۍ نو تاسې ته به ستاسې سر مالونه درکولی شي نه به په تاسې ظلږ او زیاتی کيږي او نه به تاسې ظلم او زیاتی کوي. [البقرة: 278، 279]. همدغه شان نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: قال الله: ثلاثة أنا خصمهم يوم القيامة: رجل أعطى بي ثم غدر، ورجل باع حُرّاً فأكل ثمنه، ورجل استأجر أجيراً فاستوفى منه ولم يُعْطِ أجرَه" (البخاري 2227). الله پاک ويلې دي: درې کسانو سره به زه د قیامت په ورځ جنګ کوم، یو هغه کس چې زما په نوم يې امان ورکړ او بیا يې غداري اوکړه او بل هغه سړی چې ازاد انسان خرڅ کړي او پيې يې اوخوري، او بل هغه سړي چې د مزدور نه خپل کار واخلي او ورته خپل حق پوره ورنکړي. (البخاري 2227).