زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

روژ نیول. دا مهال برخه

درس اختر

اخترونه د دین د شعایرو څخه دي،او الله د هر قوم لپاره اخترونه ګرځولې دي،په اسلام کې د اخترونو د مسایلو باره کې به تاسو ته پدې درس کې معلومات وشي:

ددرس اهداف:د مسلمانانو د اخترونو پیژندنه.د اختر د مونځ طریقهد اختر متعلق بعضې احکام او اداب 

اخترونه د ددین د ظاهرو شعایرو څخه دي.

کله چې د الله پیغمبر مدینې ته راغلی،نو انصار يې مونده کړل چې په کال کې به یې دوه ورځې خوشحالې کوله،نو هغه پوښتنه وکړه:چې ددې دوه ورځو نه څه مراد دی؟هغوۍ وویل:مونږ به په جاهلیت کې پدې ورځو کې لوبې کولې،نو رسول الله وفرمایل:الله تاسو ته ددغې په عوض کې نورې دوه ورځې درکړي دي،چې یو غټ اختر او بل وړوکی اختر. دی.

په اسلام کې اختر

اختر په اسلام کې هغه ورځ ده چې مسلمانان پکښ د خوشحالۍ اظهار کوي،ځکه دوۍ د روژې عبادت پوره کړی،او د الله شکر ادا کوي چې دوۍ ته یې د عبادت توفیق کړی،او هدایت،او پدې کې مستحب ده چې د خلکو زړونه خوشحاله کړی شي،او ښایسته جامې واچول شي،مسکینانو سره مدد،او هر قسم مباح وسایل استعمالول،دې لپاره چې خلک د الله د نعمت مظاهره وکړي.

مسلمانان په کال کې دوه اختره لمانځي،او ددې نه علاوه د بلې کومې ورځ لمانځل جایز ندي،او دا دواړه:

١
ورکوټی اختر،د شوال اولنۍ ورځ ده
٢
غټ اختر:د ذو الحجې د میاشت لسمه ورځ.

د اختر مونځ

ددې مونځ اسلام ټینګار کړی،او سړو او ښځو او ماشومانو ته يې ترغیب ورکړی چې ددې د ادا کولو لپاره عیدګاه ته ووځي،ددې وخت شروع کیږي کله چې نمر د یو نیزې مطابق د راختلو نه پس اوچت شي،او د زوال پورې جاري وي.

د اختر د مونځ طریقه.

د اختر مونځ دوه رکعته دی،چې امام به قرات په جهر سره کوي،او د مونځ نه پس به دوه خطبې ورکوي،د هر رکعت په په ابتدا کې به زاید تکبیرات کوي،مثلا په اولني رکعت کې به د قرات نه مخکې شپږ تکبیرات د تکبیر تحریمه نه علاوه کوي،او په دویم رکعت کې به پینځه تکبیرات کوي،د سجدې نه د پاڅیدو د تکبیر نه علاوه

د خاندان د افرادو په مابین کې خوشحالي خپرول مشروع دي.

واړه،غټان،سړي او ښځې،په هر مباح وسیلې سره،اوښایسته جامه اغوستل،او روژه ماتول پدغه ورځ د سحر په وخت دې وجې نه د اختر په ورځ روژه نیول حرام دي.

په اخترونو کې تکبیرات

الله اکبر ویل په وړوکي اختر کې مشروع دي،دې لپاره چې د خوشحالۍ اظهار وکړی شي،چې مسلمانانو د رمضان روژې مکمل کړې،او الله په مونږ باندې انعام وکړ،او د روژې د نیولو توفیق یې راکړ.الله فرمايي:دې لپاره چې تاسو روژه مکمل کړۍ،او د الله عظمت بیان کړۍ،ځکه تاسو ته یې هدایت کړی او دې لپاره چې د هغه شکر ادا کړۍ.دغه شان په غټ اختر کې هم تکبیرات مشروع دي،د خوشحالۍ د اظهار لپاره او دا چې حاجیانو حج ادا کړی نو د الله شکر چې ددې عمل صالح توفیق یې ورکړ،الله فرمايي:د قربانۍ غوښه او وینه الله ته نه رسیږي،هغه ته خو تقوی رسیږي،همدارنګه الله دا حیوانات ستاسو لپاره تابع کړل،چې د الله عظمت بیان کړۍ،چې تاسو ته يې هدایت کړی،او محسنانو ته زیری ورکړه.

د اختر د تکبیراتو طریقه

الله أكبر الله أكبر، لا إله إلا الله، الله أكبر الله أكبر ولله الحمد او بیا الله أكبر كبيراً، والحمد لله كثيراً، وسبحان الله بكرة وأصيلاً.

او مسنونه طریقه داده چې سړي پدې سره اواز اوچت کړي،دومره تیز اواز نه چې خلکو ته تکلیف میلاو شي،او زنانه به په ارام سره وايي.

د مسجد حرام څخه د تکبیراتو اوازونه واوره.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه