د کوچ کولو اړوند احکام او مسائل دا مهال برخه
درس د کوچ کولو معنا
د انسان کوچ کله د سفر کولو لپاره وي او کله د سیال سفا لپاره وي چې ښکلې د سیال سفا ځايونه وګوري.
-
د انسان ژوند په هر حالت کې د الله پاک سره تړاو لري، او د انسان سفرونه د شرعي احکامو او مسائلو نه ډک دي هغه احکام او مسائل کوم چې الله پاک زمونږ لپاره مشروع کړي دي او په هغې کې زمونږ د دنيا او آخرت ښيګڼي او سوکالي رانغښتي ده خو دا هغه وخت مونږ تر لاسه کولی شو چې کله مونږ په ښه شان سره تر سره کړو.
{قُلْ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ} [الأنعام:162] ته ووایه: بېشكه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله رب العلمین لپاره دي.
د زمکې او اسمانونو نظام او جوړښت د الله پاک د قدرتونو د نښو نښانو نه ډک دی او داټول د الله پاک په لوې او د هغه په حکمت او مهربانۍ باندي دلالت کوي، د الله پاک وينا ده: {إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لآيَاتٍ لِّأُوْلِي الألْبَابِ} [آل عمران:190]. بېشكه د اسمانونو او ځمكې په پیدا كولو كې او د شپې او ورځې په تلو راتلو كې خامخا د خالص عقل خاوندانو لپاره ډېرې نښې دي.
همدغه شان يوازوالی هم د خپل ځان سره د حساب کتاب کولو يو ښه وخت دی تر څو د خپل ځان سره حساب وکړي او وګوري چې سبا د آخرت د ورځي لپاره يې څه تیاری کړی خاصکر په هغه وخت کې چې انسان بيخي یوازې شي او د الله پاک نه غیر بل هيڅوک يې نه ویني.
هغه څوک چې په سفر کې خپل منزل ته ورسیږي نو د هغه لپاره د هغه دعا ويل مسنون دي کومه چې په اسلامي تعلیماتو کې راغلې ده.
د حکیم لور خوله رضي الله عنها وايې: ما د نبي کريم صلی الله علیه وسلم نه اوريدلي دي هغه وويل: هغه څوک چې په يو پړاو کې راښکته شي او دا دعا ووايې: أعوذ بكلمات الله التامات من شر ما خلق لم يضره شي حتى يرتحل من منزله ذلك ) رواه مسلم . د الله پاک په بشپړ کلماتو پورې د هغه د مخلوق د شر نه پناه غواړم. هغه څوک چې دا دعا ووايې نو هيڅ څيز به ورته ضرر او نقصان ور نه کړي تر دي چې د دغه ځاې نه روان شي. رواه مسلم .