د کوچ کولو اړوند احکام او مسائل دا مهال برخه
درس لمونځ او روژه په سفرونو کې:
کله چې په باغ او دسیال سپا په ځاې کې د لمانځه وخت راشي او خواته يې بل مسجد نه وي نو په همدغه باغ کې د هر لمانځه لپاره آذان کول مشروع.
له دي معلومه شوه چې اذن ډير زيات غوره والی او فضيلت لري، نو هغه څوک چې په سفر وي بايد په آذان کولو کې هيڅ ډول کوتاهي ونه کړي په يو بل حديث کې راغلي دي: د آذان کونکي تر اواز رسيدلو پورې د هغه ګناهونه بښل کيږي او هر وچ او ولند ورته د الله پاک نه بښنه غواړي چې دده آواز يې اوريدلی وي. (احمد).
هغه څوک چې په سفر وي نو د لمانځه په وخت بايد د قبلې طرف معلومولو کې ښه کوشش وکړي په قبلې سره مطلب د مکې خواده خو چې کله مکه ورته ښکاري نه نو په هغه لور لمونځ کول بسنه کوي او دا ورباندي لازم نه ده چې کعبې ته دې په ډير دقت ودريږي ځکه دا کار ډير ګران دی او د صحابه کرامو نه يې ثبوت هم نشته.
په سفرونو کې د لمانځه پابندي کول ډيره لويه ایماني وظيفه او د رښتني ایمان دليل دی.
په يخو ځایونو کې ډيری خلک د تودوخې په موخه اورونه بلوي مګر غوره دا چې د اور مخامخ بايد لمونځ نه کړی شي خاصکر د امام لمونځ دا ځکه چې د مجوسیانو سره مشابهت او یوشانوالی رانشي ځکه چې مجوسیان د اور عبادت او بندګي کوي، او بل داچې اور لمونځ کوي غافله کوي، خو که چيرته دوي محتاجه وي چې خپل ځانونه ګرم کړي يا داسي بل ځاې نه وي چې د لمانځه ځاې ته تغير وکړي بیا باک نلري.
د دوه لمونځونو يوځاې کولو مطلب دادی چې د ماسپښين لمونځ ادا کړي شي او ورسره د ماذيګر لمونځ هم وکړی شي، همدغه شان د ماښام لمونځ ادا کړی شي او ورسره د ماخوستن لمونځ هم وکړی شي، نو د يو لمانځه په وخت دواړه لمونځونه يو ځاې وکړی شي که جمع تقدیمه وي او که جمع تاخیره وي خو دا په هغه وخت چې د دوه لمونځونو د جمع کولو لپاره شرعي اعذار شتون ولري.
په لمونځونو کې قصر کول د مسافر لپاره سنت دی.
په جمع بین الصلاتين کې دا کافي او بسنه کوي چې يو آذان وکړی شي او د هر لمانځه لپاره اقامت وکړی شي، او د هر لمانځه نه بعد سنت او اذکار بايد هم وکړی شي.
د سفر په مهال روژه نيول مقصود او مطلوب نه دي مګر هغه څوک چې ځيڼې خاص ورځي روژه نيول د هغې معمول عادت وي او دغه ورزې د هغه په سفر کې راشي نو کولی چې روژه يې ونیسي.
انس رضي الله عنه وايې: مونږ به د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سره په سفر تللو نو روژه دار به بوزه دار ته بد نه ويل او بوزه دار به روژه دار ته بد نه ويل.رواه البخاري.