د کوچ کولو اړوند احکام او مسائل دا مهال برخه
درس هغه عام احکام او مسائل چې د سفرونو سره تړاو لري.
د ژمې په موسم کې ډير ځل په سفرونو کې خلک د ګرمائش په موخه اورونه بلوي خاصکر په خیمو وغیره کې نو د ويده کيدلو نه مخکي بايد بل اور مړ کړی شي.
ښکار په اصل کې حلال دی، مګر داسي نه دي کول پکار چې د ښکار په وجه د انسان د ښکار سره دومره زیاته مينه پیدا شي چې د دين د ښيګڼو او د اهل وعیال د خدمت نه ځان غافله کړي، او يا دا ښکار د اسراف او فخر کولو سبب وګرځي په يو حديث شريف کې راغلي دي: هغه څوک چې په کلو باڼډو کې اوسيږي زړونه يې سختیږي او هغه څوک چې ښکار پسي روان وي غافله کيږي. رواه أبوداود.
په اصل کې د هر حيوان ښکار کول او د هغې خوراک جواز لري مګر هغه چې د هغې په منع باندي شرعي دليل راشي، لکه هر داړور حيوان لکه په حيواناتو شرمخان او ګيدړان وغیره او په مرغانو کې هر پنجور مرغان لکه باز و غیره او همدغه شان زهريله حیوانات لکه ماران لړمانان و غیره.
په حرم کې ښکار کول جواز نلري همدغه شان په هغه چا چې احرام يې تړلی وي يعني د احرام په حالت کې وي، نور ښکار د کال په ټولو میاشتو کې جواز لري اګر که د عزت میاشتي وي يا د جمعې ورځ وي خو د هغه حيوان ښ:ار کول جواز نلري کوم چې د بل چا ملکيت کې وي.
په ښکار کولو کې دا شرط دی چې ښکار کونکی به مسلمان وي او بسم الله به يې ویلي وي که چيرته د ښکار يو مرغۍ خپله والوزي او د ښکار کونکي مرمۍ د هغه د علم نه پرته د مشين څخه ووزي او هغه مرغۍ ښکار شي نو د هغه ښکار خوراک جواز نلري مګر که د هغه ښکار مړکيدلو نه مخکې يې را ونیسي او بسم الله ورباندي ووايې او ذبح يې کړي بيا يې خوراک جواز لري.
همدغه شان په ښکار کې دا هم لازم دي چې ښکار به د ښکاري په زخمي کولو ښکار شي، داسي به نه وي چې ساه ورله بنده کړي يا يې پّه اوبو کې ډوب کړي يا يې په دروند څيز ووهي مړ يې کړي او يايې د لوړ ځاې و غیره ښکته وغورزوي او مړ يې کړي، که چيرته يې ښکار په داسي حالت کې را ګير کړ چې ساه په کې وه او ژوندی و، نو په شرعي طريقه به يې حلال کړي.
هسي د سات تیري لپاه ښکار کول ممنوع دي لکه هغه څوک چې ښکار وکړي او بيا يې خوري نه همدغه شان هغه ښکار چې نورو خلک د ښکاري په ښکار ويريږي هم ممنوع دی او د يو مرغه وغیره تړل چې نور مرغان په هغې سره ښکار کړي هم ممنوع او ګناه ده.
نورو خلكو ته په اسلحې سره اشاره کول حرام دي، اګر که په ټوقو سره وي، حديث شريف کې راغلي دي: تاسې کې هيڅوک دې خپل ورور ته په اسلحې سره اشاره نه کوي، ځکه دا نه پوهيږي کیدی شي چې شیطان دده دلاس نه هغه اسلحه خلاصه کړي او خپل ورور ووژني او د دوزخ کندي ته داخل شي. بل حديث شريف کې راغلي دي: هغه څوک چې خپل ورور ته په اسلحې سره اشره وکړي نو ملاېکې ورباندي لعنت وايې اګر دا يې خپل د مور او پلار نه سکه ورور وي. مسلم.
په ښکاري لازم ده چې د ښکار په تړاو ټول احکام مساېل او ترتيب زده کړي تر څو خپل ځان او نور خلک روغ وساتي، د ښکار په تړاو ځېنې ځانګړي احکام دي چې ښکار څنګه بايد حلال کړی شي او د ښکارزن سپيو سره بايد څنګه برخورد وکړی شي او چې ښکار مړ شي نو بايد څه وکړی شي په دې ټولو احکامو او مساېلو کې باید علماو ته خامخا رجوع وکړي شي.
اصل په خوراکونو کې حلال والی او پاکوالی دی مګر هغه خوراک چې شرعي دليل د هغې په حرمت ثابت شي.
په خوراکونو کې حرام خوراکونه.
د خوراکونو په حلال والی کې ټولې ميوي او سبزیاني داخل دي که د سحرا وي او يا په بازار کي شتون ولري ټول حلال دي مګر هغه به نه خوري چې د انسان بدن ته ضرر ورکوي يا انسان ته د هغې بشپړ معلومات نه وي.