زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

حج دا مهال برخه

درس د عمرې طریقه

عمره عظیم عبادت دی،مومن ددې د وجې بیت الله ته ځي،او ددې په ادا کولو سره اجر حاصلوي،پدې درس کې به ته د عمرې تعریف،فضیلت،او طریقه ازده کړې.

ددرس اهداف:د عمرې تعریف،حکم،او فضیلت.د عمرې طریقه.

د عمرې تعریف

عمره:د طواف،سعي،او ویښتانو خرول،یا کټ کولو څخه عبارت دی.

د عمرې حکم

په عمر کې یو مرتبه عمره کول په هر مسلمان قدرت لرونکي باندې واجب ده،او د یو ځل نه پس یې ادا کول مستحب دي،د استطاعت مطابق

الله تعالی فرمايي:او د الله د رضا لپاره حج او عمره مکمل کړئ.

د عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی فرمايي:ما د رسول الله څخه پوښتنه وکړه:چې ایا په زنانه و باندې جهاد شته؟هغه وفرمایل:هو پدوۍ باندې جهاد شته خو قتال پکښ نشته،چې حج او عمره دي.

د عمرې فضیلت

١
د ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی:رسول الله فرمايي:یوه عمره د بلې عمرې پورې د ګناهونو د بخشش سبب دی،چې ددواړو په مابین کې واقع کیږي،او د حج مبرور عوض صرف جنت دی.
٢
د ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی، د الله رسول فرمایي:حج او عمره په کثرت سره کوئ،ځکه دا فقر او ګناهونه ختموي،لکه څنګه چې پنۍ د اوسپنې زنګ ختموي.

د عمرې وخت

د کال په هره میاشت کې عمره کول صحیح دي،او د حج په میاشتو کې يې ادا کول ډیر بهتر دي،او په رمضان کې عمره کول، د حج ثواب لري،د ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی،چې رسول الله فرمايي:په رمضان کې عمره کول د حج برابر دي،یا زما سره د حج برابر دي.

د عمرې طریقه

١
د میقات نه احرام تړل
٢
طواف کول
٣
سعي کول
٤
ویښان خرول یا کمول

اول:احرام

څوک چې د عمرې نیت کول غواړي نو خپلې کپړې دې لري کړي،غسل دې وکړي،او په ګیره او ویښتانو کې عطر استعمالول،او د احرام جامه اغوستل

بیا که د فرض مونځ وخت و،نو په میقات کې به مونځ وکړي،او که نه و ،نو د اودس دوه رکعته،کله چې د مونځ نه فارغ شو،احرام به وتړي،او لبیک اللهم عمره الفاظ دې ووايي.

-

دویم:طواف

کله چې مسجد حرام ته دداخلیدو اراده وکړي،نو ښې ښپه به مخکې کوي،او د مسجد دداخلیدو دعا وايي،کله چې کعبې ته ورسیږي،تلبیه به ختموي،د طواف شروع کولو نه مخکې،او د سړي لپاره اضبطاع مسنون ده،مطلب د څادر مینځ د ښې تخرګ لاندې راوستل او د هغې دواړه طرفونه د چپې اوږې دپاسه.

طواف د حجر اسود نه شروع کیږي.

حجر اسود ته وړاندې کیږي،چې طواف شروع کړي،هغه په ښې لاس باندې رانیول،یا ښکلول،که ممکن نه وي،نو مخامخ ودریدل،او هغې ته اشاره کول،او بیت الله چپ طرفته ګرځول،او وه ګردشه به کوي،چې سړی په اولني درې ګردشه کې رمل کوي،یعني په تیزۍ سره تګ.

کله چې رکن یماني ته ورسیږي،نو هغې ته لاس وروړل،او دلته ښکلول نشته،که دا ممکن نه و،نو اشاره هم نشته،او د رکن یماني او حجر اسود مابین کې دا دعا لوستل:﴿رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ﴾

-

کله چې په حجر اسود باندې تیریږي،الله اکبر به وايي،او په باقي طواف کې،ذکر دعا او تلاوت.

د طواف نه پس دوه رکعته

کله چې طواف پوره کړي،نو څادر به سم کړي،یعني په اوږو به يې واچوي،او دواړه طرفونه په سینه،بیا به مقام ابراهیم ته ورشي،او د هغې شاته به دوه رکعته وکړي،که کولی یې شو،او که نه وه نو د مسجد په بله کومه حصه کې،په اولني رکعت کې د فاتحې نه پس قل یایها الکافرون او په دویم رکعت کې قل هو الله احد لوستل دي.

دریم:سعي کول

بیا حاجې د سعي ځای ته ووځي،او کله چې صفا ته نژدې شي دا ووايي: ﴿ إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِنْ شَعَائِرِ اللَّهِ ﴾ او دا چې زه د هغه ځای نه شروع کوم چې الله ترې شروع کړې

بیا صفا ته خیژي،او کعبې ته مخ کوي،لاسونه اوچتول،د الله حمد او دعاګانې غوښتل،او نبي صلی الله علیه وسلم به دا دعا لوسته: لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير، لا إله إلا الله وحده، أنجز وعده، ونصر عبده، وهزم الأحزاب وحده

-

بیا د صفا نه راکوځیږي او مزل کوي،تر د ې چې ددوه شنو نښو ته مخامخ شي،نو د سړي لپاره مسنون ده چې منډه ووهي،او ښځه به عام مزل کوي.

-

بیا به عام مزل جاري ساتي تر دې چې مروه ته وخیژي،او قبلې ته مخ کړي،لاس اوچتول،او په صفا کې چې يې کوم ذکر کړی،هغه کول،ایت به نه وايي،نه به دا وايي:زه د هغه ځای نه شروع کوم چې الله شروع کړې.

-

بیا د مروه نه راکوځیدل،او صفا ته متوجه کیدل،تر دې چې ددوه شنو نښو ته مخامخ شي،نو منډه به وهي،او کوم کار چې يې د مروه په مقام کې کړی هغه د صفا سره هم کول،همدارنګه به اوه ګردشه ختم شي،یو ګردش د صفا نه مروه ته تګ او یو ګردش واپسې،او د سعي په مابین کې ذکر او دعا او باودسه اوسیدل مسنون دي.

-

څلورم:ویښتان خرول،یا کټ کول

کله چې عمره کوونکی سعي مکمل کړي،نو د سعي د ځای نه به ووځي،او د ویښتانو د خرولو لپاره یا کټ کولو لپاره به ځي،او خرول افضل دي.

د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی رسول الله فرمايي:الله په سر خروونکو باندې رحم وکړه،صحابه و وفرمایل:د ویښتانو کټ کوونکو لپاره هم دعا وکړه،هغه بیا وفرمایل:الله په سر خروونکو باندې رحم وکړه،هغوۍ بیا مطالبه وکړه چې ای د الله رسول د ویښتانو د کټ کوونکو لپاره هغه وفرمایل:پدوۍ باندې دې هم الله رحم وکړي

او ښځه به خپل ویښتان راټول کړي،او د ګوتې د یو بند په مقدار،کله چې محرم دا مذکوره کارونه وکړي،نو عمره يې مکمل شوه،او هر هغه شی ورته حلال شو چې مخکې پرې حرام و.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه