زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

حج دا مهال برخه

درس د مدينې منوري زیارت او ليدنه کول.

د مکې مکرمې نه بعد د زمکې په مخ مدينه منوره غوره زمکه ده، په دې درس کې به د مدينې غوره والی او د هغې زیارت او ليدنه کول او د هغې ځېنې آداب بیانيږي.

  • د مدينې منوري فضائل پيژندل.
  • د مدينې منوري د زیارت اوليدنې پّه مهال ځېنې آداب.

د مدینې فضایل

د رسول الله د هجرت په وجه مدینې ته شرافت او عظمت حاصل دی،تر دې چې د مکې نه وروسته په ټولو ښارونو باندې ډیر فضیلت او فوقیت لري،او مدینې ته تګ او زیارت کول په هر وخت کې مشروع دي،نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي:ددرې مساجدو نه علاوه هیڅ مسجد ته د ثواب په نیت سفر کول جایز ندي،مسجد حرام،مسجد نبوي،او مسجد اقصی.

۱:ځکه په مدینه کې مسجد نبوي موجود دی:

کله چې رسول الله مدینې ته راغلی،نو د ټولو نه مخکې يې مسجد نبوي تعمیر کړ،چې وروسته د علم او دعوت او د خیر د نشرولو مرکز وګرځید،او ددې مبارک مسجد ډیر فضیلت دی،رسول الله فرمايي:زما په مسجد کې یو مونځ د نورو مساجدو په نسبت د ۱۰۰۰ مونځونو نه بهتر دی،مګر مسجد حرام.

۲:ځکه دا د امن والا ښار دی

نبي صلی الله علیه وسلم دیته عزت ورکړی و،د الله په حکم،چې وینه تویل پکښ حرام دي،نه به پکښ اسلحه اوچتولی شي،او نه څوک ویرول،د ونو کټ کول هم حرام دي،رسول الله فرمايي:ددې ونه کټ کول،يا ښکار کول،او یا ورک شوی شی راوچتول،جایز ندي،البته اشاره کول جایز دي،د ونې کټ کول صرف د هغه چا لپاره جایز دي چې حیوان ته خوراک ورکوي،او د جنګ په خاطر پکښ اسلحه راوچتول صحیح ندي.

۳:په رزق،میوه،او زندګۍ کې برکت

رسول الله فرمايي: الله زمونږ په میوه کې برکت واچوې،زمونږ په مدینه کې،او زمونږ په صاع او مد کې،الله ابراهیم ستا بنده،خلیل او نبي دی او زه هم ستا بنده او نبي یم،هغه ستا څخه د مکې باره کې دعا کړې وه،او زه ستا څخه د مدینې باره کې دعا کوم.

۴:الله د طاعون او دجال څخه د مدینې حفاظت کړی

رسول الله فرمايي:د مدینې په دروازو باندې ملایکې مقرر دي،نو دیته طاعون او دجال نشي داخلیدی.

۵: په مدینه کې د اوسیدونکو،او دې کې زندګي تیرولو،او موت،فضیلت.

څوک چې د مدینې په سختۍ او تنګ ژوند باندې صبر وکړي،د الله رسول ورسره د شفاعت وعده کړې،د قیامت په ورځ، د سعد بن ابي وقاص نه روایت دی،چې رسول الله فرمايي:مدینه ددوۍ لپاره بهتره ده کاش دوۍ پوهیدلی،څوک چې دا پریږدي،نو الله به پدې کې د هغه نه غوره او بهتره کسان پیدا کړي،او څوک چې ددې په مشقتونو او سختیو باندې صبر وکړي،زه به د قیامت په ورځ دده باره کې شفاعت او ګواهي ورکړم

رسول الله فرمايي:څوک چې کولی شي،چې په مدینه کې مرګ پرې راشي،نو ضرور دې دا کار وکړي،ځکه څوک چې دلته مړ شو،زه به ورله شفاعت وکړم

۶.ځکه مدینه د ایمان غار دی،او هغه بد انسانان او خباثتونه د ځان څخه دفع کوي.

کله چې نور ملکونه په ایمان باندې راتنګ شي،نو ایمان د مدینې طرف ته ځي،او د خبیثانو او شري انسانانو مقام هلته نشته،رسول الله فرمايي:ایمان داسې د مدینې طرف ته راغونډیږي،لکه څنګه چې مار خپلې سوړې ته راځي،او قسم په الله څوک چې ددې څخه رغبت وکړي،نو الله به د هغه څخه بهتر پیدا کړي،خبردار مدینه د پنۍ پشان ده چې خبیث انسانان نه پریږدي،او قیامت به تر هغه پورې نه راځي څو پورې چې مدینې اشرار خلک نه وي لرې کړي،لکه څنګه چې پنۍ د اوسپنې ګند او خباثت ختموي.

۷.مدینه ګناهونه او دروغ نفي کوي،یعني نه يې پریږدي.

د زید بن ثابت رضي الله عنه څخه روایت دی چې مدینه پاکه ده،او ګند لره داسې ختموي،لکه څنګه چې اور د سپینو زرو څخه فضول او خبیث شیان ختموي.

د مدینې د زیارت اداب

څوک چې د مدینې د زیارت اراده لري،باید د ادابو خیال وساتي،چې بعضې دادي:

۱.څوک چې مدینې ته تګ غواړي،باید د خپل سفر مقصد د رسول الله د مسجد زیارت وګرځوي،او د رسول الله د قبر د زیارت په نیت دې مدینې ته نه ځي،ځکه نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي:ددرې مساجدو نه علاوه بل مسجد ته زیارت کول صحیح ندي،مسجد حرام،مسجد نبوي،او مسجد اقصی.

۲.کله چې مسجد ته ورسیږي،نو ښې ښپه به مخکې کوي،او دا دعا به وايي: «اللَّهُمَّ افْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ». (مسلم 713).

۳.د تحیه المسجد دوه رکعته به ادا کړي،که په روضه شریفه کې يې ادا کړې،ډیره بهتره ده.

۴.د رسول الله ،ابو بکر او عمر د قبر زیارت مسنون دی،د رسول الله د قبر مخې ته په ادب او احتارم سره ودریدل،او په ټیټ اواز سره دا دعا لوستل: "السلام عليك أيها النبي ورحمة الله وبركاته، أشهد أنك رسول الله حقا وأنك قد بلغت الرسالة وأديت الأمانة ونصحت الأمة وجاهدت في الله حق جهاده , فجزاك الله عن أمتك أفضل ما جزى نبيا عن أمته".ای نبي پتا باندې سلام،د الله رحمتونه،او برکات،زه ګواهي ورکوم چې ته د الله رسول يې،او تا د رسالت پیغام خلکو ته رسولی دی،او امانت دې ادا کړی،د الله په لاره کې دې جهاد کړی،نو الله دې د امت له طرفه تاته بدله درکړي.

بیا به ښې طرف ته یو یا دوه قدمه وړاندې شي،چې د ابو بکر قبر ته اودریږي،نو هغه باندې دې سلام اوکړي،او د هغه څخه د رضامندۍ اظهار کول،بیا یو یا دوه قدمه اغستل،دې لپاره چې د عمر د قبر سره اودریږدي،او په هغه به سلام او د رضامندۍ اظهار کوي.

۵.کوم کس چې د مسجد نبوي د زیارت اراده لري،باید په مسجد نبوي کې په کثرت سره مونځونه وکړي،دې لپاره چې دا عظیم ثواب ورته حاصل شي،چې پدې حدیث کې بیان شوی،رسول الله فرمايي:زما په مسجد کې یو مونځ د نورو مساجدو په نسبت د ۱۰۰۰ مونځونو برابر دی،مګر مسجد حرام.

۶.د زیارت کوونکي لپاره مستحب ده چې د مسجد قبا زیارت هم وکړي،دې لپاره مونځ وکړي،ځکه ددې مونځ ډیر ثواب دی،رسول الله فرمايي:څوک چې مسجد قبا ته راشي،او هلته مونځ وکړي،نو د یوې عمرې برابر ثواب دی.

۷.د بقیع مقبرې زیارت مسنون دی،او د احد د شهیدانو مقبره،ځکه نبي صلی الله علیه وسلم به ددوۍ زیارت کولو،او دعا به يې هم ورته کوله،دا دعا به یې عموما کوله:چې "السَّلَامُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الدِّيَارِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُسْلِمِينَ، وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللهُ لَلَاحِقُونَ، أَسْأَلُ اللهَ لَنَا وَلَكُمُ الْعَافِيَةَ" (مسلم 975). پتاسو سلام ای مومنانو او مسلمانانو،او که د الله اراده وه نو مونږ هم تاسو پسې دروان یو،زه د الله څخه د ځان او ستاسو لپاره عافیت غواړم.

۸.مسلمان باید په مدینه کې د الله د احکامو پابند وي،د الله او د رسول د تابعدارۍ التزام،او د بدعت څخه سخت اجتناب دې وکړي.

۹.په مدینه کې ونه کټ کول،یا ښکار کول صحیح ندي،ځکه په صحیح حدیث کې راغلي،رسول الله فرمايي:بیشکه ابراهیم علیه السلام مکې ته حرمت ورکړی و،او زه مدینې ته حرمت ورکوم،ددې نبات کټ کول صحیح ندي،او نه ښکار کول جایز دي.

۱۰.باید مسلمان ددې خبرې احساس وکړي،چې زه پداسې ملک کې یم چې ددې څخه رڼا خپره شوې وه،علم نافع ددې څخه نورو هیوادونو ته منتشر شوی و،نو باید دلته علم حاصل کړي،دې لپاره چې په بصیرت سره د الله عبادت وکړي،خصوصا په مسجد نبوي کې علم حاصلول،د ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی،چې رسول الله فرمايي:څوک چې زمونږ مسج ته د علم د حصول یا د تعلیم لپاره راشي نو د الله په لار کې د جهاد کوونکي اجر دی،او څوک چې د بل مقصد لپاره داخل شي،د هغه کس پشان دی چې پردې یو شي ته ګوري.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه