زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

مرګ او جنازه دا مهال برخه

درس د وصیت او میراث مسائل:

د اسلامي مبارک دين مسلمان لپاره وصیت کول مشروع کړي دي چې د مرګ نه بعد بايد د هغې تنفیذ وشي، همدغه شان اسلامي شریعت ډير په ښه شان سره تقسیم کړی دی، په دې درس کې به ځېنې احکام او مسائل کوم چې د وصیت او میراث سره اړوند وي بیانيږي.

  • د میراث پيژندل.
  • د وصیتونو ډولونه او د هغې احکام.
  • د میراث پيژندل.

د وصیت معنا:

وصیت کونکي د مرګ نه روستو د هغه چانه چې ده ورته وصیت د يو څه په تنفیذ سره کړی دی هغه تنفیذ او سر ته رسول ديته په شريعت کې وصيت وايې، لکه هغه څوک چې وصیت وکړي زما د مال په يوه برخه مسجد جوړ کړۍ.

وصیت کول:

د يو مسلمان لپاره دا خبره مشروع او جواز لري چې د خپل مرګ نه مخکې د خپل مال وغیره په هکله وصيت وکړي، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وينا ده: د يو مسلمان لپاره دا مناسب نه ده چې د يو څه په هکله وصیت کول غواړي، او پرته د وصیت کولو نه دوه شيپې تیرې کړي مګر چې وصیت يې د خپل ځان سره ليکلی ايښی وي. عبد الله بن عمر رضي الله عنهما ويلې دي: هغه وخت چې کله مې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم نه دا وينا واوريدله بیا مي يوه شپه داسي نه ده تيره کړې مګر خپل وصیت مي د ځان سره ليکلی ايښی وي. (البخاري 2738، مسلم 1627).

بیشکه الله پاک په قرآن کريم کې د مړي وصیت په ځاې کول او د هغه قرض ادا کول د میراث په تقسیم کولو باندي مخکي کړي دي د الله پاک وينا ده: (مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصَى بِهَا أَوْ دَيْنٍ) (النساء: 11). د وصیت نه چې د هغه سپارښتنه کيږي او د قرض ادا کولو نه بعد.

د وصیت بیلا بیل حالتونه:

د وصیت بیلا بیل حالتونه دي:

۱. واجب وصیت

کله چې په يو مسلمان باندي قرض وي يا ورباندي مالي حقونه وي او هیڅ ګواه يا دلیل نه وي چې دا را حقونه د ضروورت په وخت ثابت کړي نو په داسي حالت کې په مسلمان واجب ده چې ددي حقونو په هکله وصیت وکړي تر څو ثابت شي، او دا ځکه چې د قرض ادا کول واجب دی، او هغه څه چې واجب ورباندي ثاتیږي هغه هم واجب ګرځي.

مستحب وصیت

دا د مسلمان هغه مستحب وصیت دی چې د خپل مال ځېنې برخه د خیر په يو کار کې په لګولو وصیت وکړي لکه په بیوزله خپلو خپلوانو د خپل مال يوه برخه صدقه کړي. ددي وصیت لپاره به يو څو شرطونه ټاکي:

ا. د هغه خپلوانو لپاره به وصیت نه کوي څوک چې په میراث کې دده نه برخه اخلي، ځکه چې الله پاک دوي ته خپله برخه په میراث کې ورکړې ده، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وينا ده: د هغه چا لپاره وصیت نشته څوک چې میراث اخلي. (أبو داود 3565، الترمذي 2120، ابن ماجه 2713).

ب. وصیت به د مال د دريمې برخي نه په کمه برخه کې وي، مګر تر دريمې برخې پورې جواز لري، خو د دريمې برخي نه په زیات مال کې وصیت کول حرام دي، ځکه چې کله يو صحابي غوښتل چې په خپل مال کې د ريمې برخي نه زیات مال کې وصیت وکړي، نبي کريم صلی الله عليه وسلم هغه منع کړ، او ورته يې وويل: دریمه برخه کې وصیت وکړه دريمه برخه لا هم ډيره دړه. (البخاري 2744، مسلم 1628).

ج. و صیت کونکی به غني او دومره مالدار وي چې باقي پاتي مال به د وارثانو لپاره بسنه کوي، ځکه چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه ته ویلي و کله چې هغه وصیت کولو: بیشکه که ته چیرته خپلو خپلوان مالداره پريږدي دا غوره ده ددينه چې ته هغوې فقیران او مسکینان پريږدي چې خلکو ته لاسونه نیسي. (البخاري 1295، مسلم 1628).

۳. مکروه وصیت:

کله چې د وصیت کونکي مال لږ وي او وارثان يې محتاجه وي نو په دي حالت کې وصیت کول مکروه دي ځکه چې په دې سره په وارثانو باندي سختي او تنګي راځي د همدي وجې نه نبي کريم سعد رضي الله عنه ته ويلې وو: که چيرته ته خپل خپلو خپلوان مالداره پريږدي دا غوره ده ددينه چې هغوې فقیران او محتاجه پريږدي چې د نورو خلکونه سؤالونه کوي. (البخاري 1295، مسلم 1628).

۴. حرام و صیت

په يو داسي څه سره چې شریعت مطهره حرام ګرځولی وی وصیت کول حرام دي، لکه چې يو څوک داسي وصیت وکړي چې زما په مال کې د ټولو وارثانو په مينځ کې زما مشر ځوي لپاره يا زما د ښځي لپاره زما د مال يوه برخه ورکړي يا زما په قبر باندي يوه ګنبد جوړه کړۍ داسي وصیت کول حرام دي.

د مال هغه اندازه چې وصیت کول په کې مشروع دی.

يواځې د مال په دریمه برخه کې وصیت کول مشروع دی اوپه دریمه برخه زیادت کول جواز نلري، بلکه د دریمې برخي نه په کمه برخه مال کې وصیت کول غوره دی، ځکه چې کله سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته وويل: ای د الله پاک پيغمبره آیا د خپل ټول مال وصیت کولی شم؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته وويل: د ټول مال مال وصیت نشي کولی، هغه ورته وويل: آیا د نیم مال وصیت کولی شم؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته وويل: د نیم مال وصیت هم نشي کولی.، هغه ورته وويل: آیا د دريمې برخي مال وصیت کولی شم؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته وويل: هو د دريمې برخي مال وصیت کولی شي خو دا دريمه برخه هم ډير دی، بیشکه که چیرته ته خپل وراثان مالداره پريږدي دا غوره ده له دينه چې هغوې بي وزله او فقیران پريږدي چې خپل لاسونه نورو خلکو ته وړاندي کړي. (البخاري 2742).

هغه څوک چې وارثان ونلري د هغه لپاره د ټول مال وصیت کول جواز لري.

د وصیت نافذه ولو حکم

کله چې د مړي وصیت صحیح وي نافذه ول يې واجب دي، او په ترک باندي يې هغه څوک چې ورته وصیت شوي وي ګناهګاريږي، د الله پاک وينا ده: ( فَمَنْ بَدَّلَهُ بَعْدَ مَا سَمِعَهُ فَإِنَّمَا إِثْمُهُ عَلَى الَّذِينَ يُبَدِّلُونَهُ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ) البقرة/181. پس هغه څوک چې دا وصیت بدل کړي روستو د هغې نه چې وصیت يې واوريد نو ګناه يې په هغه چا باندي ده چې دا وصیت يې بدل کړی وي بیشکه الله پاک اوريدونکی او پوهه دی.

میراث

کله چې يو انسان مړ شي نو هغه مالونه چې ده په خپل ژوند کې حاصل کړی و د هغه ټولو مالونو ملکیت د لاسه ورکوي، نو اسلامي شريعت د هغه مال تقسیم شروع کړي دي تر څو هر چا ته د هغه برخه ورسيږي، د مال تقسیم به د هغه قرضونو کوم چې په مړي بادي دي او د مړي د وصیت پوره کولو نه بعد تقسمیږي.

قرآن او سنت مونږ ته ښه پّ وضاحت سره د میراث د تقسیمولو طریقه ښودلې ده تر څو د وارثانو په مینځ کې د جنګ جګړي باعث ونه ګرځي، ځکه خو فیصله کونکی د میراث په تقسیم کې د الله پاک ذات چې احکم الحاکمین دی دی، بل هيڅوک واک او اختیار نلري چې د يو خاص خلکو د عات په وجه په میراث کې بدلون رامینځ ته کړي د همدي وجې نه الله پاک د میراث د مبارک آیات نه روستو ويلي دي: (تِلْكَ حُدُودُ اللهِ وَمَنْ يُطِعِ اللهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ) (النساء: 13). دا د الله پاک حدود ( پولي ) دي هغه څوک چې د الله پاک او د هغه د پيغمبر خبره ومني داخل به کړي هغه لره داسي جنتونو ته چې لاندي د هغې نه به نهرونه بهيږي دوي به په هغې کې همیشه وي او همدا لویه کاميابي ده.

د مړي وارثان بچي او خپلوان بايد د میراث د تقسیمولو په هکله د عالمانو او قاضیانو نه بايد پوښتنه وکړي چې د مړي میراث څنګه تقسمیږي او چاته ورکول کيږي تر څو د میراث په هکله بشړ معلومات ترلاسه کړي او د جنګ جګړي او اختلافاتو نه خپل ځانونه وساتي.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه