د نبي کريم صلی الله علیه وسلم پيژندنه. دا مهال برخه
درس د بعثت نه بعد نبوي سيرت
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په اسلامي پيغام سره مبعوث کيدل.
لمړي هغه نبوي پيغامونه کوم چې نبي کريم صل الله علیه وسلم ته شروع شول هغه رښتني خوبونه ليدل وو، نبي کريم صلی الله علیه وسلم چې به کوم خوب وليد نو د سبا په شان به روښانه ثابت شو، دې تر شپږ پورې مياشتو پورې دوام وکړ، چې بيا د الله پاک لخوانه د جبریل علیه السلام په واسطه د وحي پيل شروع شو.
کله چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم عمر څلويښت کلنۍ ته نيږدې شو، نو يواځي والی او تنهايې غوره کړه، نو د رمضان میاشت به يې د حرا په غار کې يواځې په عبادت تیره وله، دې حالت تر درې کالو پورې دوام وکړ، تردې چې په همدي غار حرا کې ورته د وحي پيل شروع شو.
کله چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم عمر څلويښت کاله پوره شو، نو د نبوت د نمر پلوشي يې په زړه ولګيدلې، الله پاک په خپل الهي پیغام سره نبي کريم صلی الله علیه وسلم غوره کړ، او ځبلو بندګانو ته يې د پيغمبر په حيث راوليږه، د خپل مينځ او د بندګانو تر مينځ يې د نبوي پيغام استازی او امین وګرځولو، د حرا په غار کې ورته جبریل علیه السلام راغی او الله پاک نبي کريم صلی الله علیه وسلم د ټولو مخلوق لپاره رحمت او د ټولو انسانانو لپاره يې زیری او ويره ورنکی مقرر کړ.
د هغه وخت نه چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته د الهي پيغام د رسولو حکم په دې وينا سره ورکړی شو: ﴿يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّرُ* قُمْ فَأَنذِرْ﴾ [سورة المدثر: ١-٢ ] اى په جامه كې نغښتونكیه! ته پورته شه، نو (خلق) ووېروه.
په پټه د دعوت مرحله:
لمړی نبی کريم صلی الله علیه وسلم د اسلام مبارک دين ته په پټه سره دعوت او بلنه شروع کړه دا ځکه هسي نه چې د مکې خلک نا ګهانه د داسي يو خبر سره مخامخ شي چې دوې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په خلاف را وپاره وي. نو نبي کريم صلی الله علیه وسلم د دعوت شروع د هغه چانه وکړه څوک چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته ډير نيژدي او د کورنۍ غړي وو، او هغه خلک چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته علم وو، چې دوې حق او خیر خوښوي او هغوې ته هم د نبي کريم صلی الله علیه سلم رښتنوالی معلومه وه.
د اسلام قبلونکو لمړی ټولګی:
لمړی هغه څوک چې د اسلام مبارک دين يې قبول کړ، هغه د نبي کريم صلی الله علیه وسلم بي بي خديجه رضي الله عنها او د نبي کريم صلی الله علیه وسلم ملګری ابو بکر صديق رضي الله عنه او د هغه د کا کا زوي علي ابن ابي طالب رضي الله عنه، او د نبي کريم صلی الله علیه وسلم ازاد غلام زید بن حارثه رضي الله عنه دوې هغه ټولګی و چې لمړی يې د اسلام مبارک دين قبول کړ.
بیا نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته د الله پاک لخوانه په ښکاره د دعوت کولو حکم راغی، د الله پاک ويناده : ﴿فاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَر﴾ [الحجر:94] نو ته ښه ښكاره بیان كړه هغه څه چې تا ته يې حكم كولى شي. نو ددي حکم سره سم نبي کريم صلی الله علیه وسلم په ښکاره سره د اسلام مبارک دين ته د عوت ورکول پيل کړل، او ښه په ښکاره يې د الله پاک د حکم سره سم د حق بیان شروع کړ.
کله چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم په ښکاره د حق دعوت شروع کړ، نو د قریشو مشرکانو مشرانو د هغه د دعوت قبلولو نه مخ واړولو او په بیلابیلو لارو يې کوشش کولو تر څو د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د دعوت مخه ونیسي، کله به يې د اسلام دين او مسلمانانو د سپکاوي په خاطر په هغوې پورې ټوقې او مسخري کولي کله به يې تکذیب کولو هدف يې ددي وران کاري نه هغه داو چې د مسلمانانو معنوي او نفسي قوت کمزوری کړي او د اسلام مبارک دين تعلیمات ګډوډ او مخې ته يې ډول ډول شبهې او د دروغو خبرې جوړې کړي کله به يې نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته د اسلام مبارک دين په سر د ذاتي منافعو لپاره معامله وکړي چې ترڅو د خپل د حق دعوت نه تیر شي.
هر کله چې د مشرکانو بیلابیلو طريقو سره د داسلامي دعوت په لاره خڼډونو د اسلامي دعوت مخه ونه نيوله، نو د اسلامي دعوت او د هغې ملګرو سره يې ښکاره دښمني شروع کړه، نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته به يې ضرر رسولو، او هغه خلکو ته به يې سخت عذابونه ورکول څوک چې به د اسلام په مبارک دين کې داخليدل، نو نبي کريم صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته حکم وکړ، تر څو دوې د حبشي ښار ته هجرت و کړي، خپل دين او ځانونه د فتنو نه وساتي.
په دې مرحله کې چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د دعوت د کامیابۍ او هدف په لور لاره پرانستله او د بلې خوا ډير سخت حالت او د مشرکانو ظلمونه هم زیات شوي وو، نو په دې وخت کې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د اسرا او معراج واقعه مینځ ته راغله، په دې واقعې سره د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د زړه تسلې او د د عوت په لړۍ کې د ډيرو کلونو رو ستو د هغه عزت او د مشرکانو په ظلمونو او کړاونو باندي د صبر پيغام دا ټول د اسرا او معراج د واقعې حمتونه او فائدې دي.
د مکې مکرمې نه بهر د اسلامي دعوت لمن خوريدل:
د دعوت په لړۍ کې نبي کريم صلی الله علیه وسلم و غوښتل تر څو د دعوت لمن د مکې مکرمې نه بهر وغزوي، نو په دې لاره کې د طوائف د ښار سفر وکړ، تر څو د طوائف خلک د اسلام مبارک دين ته دعوت کړي، خو هغوې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د دعوت سره سخت مخالفت وکړ او د اسلامي دعوت نه يې انکار وکړ، نو نبي کريم صلی الله علیه وسلم بیرته مکې مکرمې ته راستون شو، او د بلې لارې نه يې کوشش وکړ تر څو د حج په وخت کې د اسلام دين د راتلونکو قبائلو خلکو ته پيش کړي.
د عقبې بيعتونه او لوځونه:
بیا نبي کريم صلی الله علیه وسلم د حج په وخت کې شپږ کسان چې د مدينې نه راغلي و په منی کې د يو کڼډو په خواکې د هغوې سره ناسته وکړه او د هغوې ته يې د اسلام مبارک دين په بشپړه توګه بیان کړ د قرآن کريم آیاتونه يې ورته ولوستل، او هغوې يې د اسلام مبارک دين ته دعوت کړل، هغه شپږ واړو د اسلام مبارک دين قبول کړ، او بيا چې کله مدينې ته لاړل هلته يې خپل قومونو ته د اسلام د مبارک دين دعوت ورکړ، نو د اسلام دعوت په مدينه کې خپور شو، بيا د منی کې په کڼډو کې د لمړي ځل او دویم په پټه د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سره په پټه بيعت او د هغه د مرستې او نصرت لوځونه شول، هر کله چې د بيعت او لوځنامې کار ترسره شو، نو نبي کريم صلی الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته حکم وکړ، ترڅو د مدينې ښار ته هجرت وکړي، نو د هغه ملګري ډله ډله د مکې مکرمې نه د مدينې په لور ووتل.
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم هجرت د مدينې په لور: بیا نبي کريم صلی الله علیه وسلم او د هغه ملګری ابو بکر صدیق رضي الله عنه د مکې مکرمې نه ووتل او د ثور د غار په لور روان شول، تر څو مدېنې منوري ته هجرت وکړي، درې ورځې د ثور په غار کې تيرې کړي ترڅو د قريشو نه خپل ځانونه پټ کړي، د درې ورځو د ځڼډ نه روستو د ثور د غار نه راووتل او د مدينې په لور روان شول، کله چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم د مدېنې منورې څڼډو ته ورسيد نو د مدينې مسلمانان يې په ډيره خوشحالۍ سره د ستړي مشي لپاره مخې ته راوتلي وو.
لمړی هغه کار چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم مدينې ته د رسيدو سره ترسره کړ، هغه د نبوي مسجد تعمیر، او د مهاجرينو، او انصارو په مینځ کې د ورور ولۍ پيدا کول او په دې سره يې د يو اسلامي دولت بنیاد کيښود.
مدينې نورې ته د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د هجرت کولو نه بعد د اسلام مبارک دين احکام نازليدل پیل شو لکه د زکات، روژه، حج، او د الله پاک په لاره کې جهاد کول ، اذان کول، امر بالمعروف او نهي عن النکر کول و غیره نور د اسلام مبارک دين حکمونه پاې در پاې نازليدل.
مسلمانانو ته الله پاک د جنګ کولو اجازه ورکړه چې تر څو د خپل دين او اسلامي دولت نه په کلکه ساتنه وکړي او اسلامي پیغام په دنيا کې خپور کړي، د الله پاک وينا ده:﴿أُذِنَ للَّذينَ يُقَاتَلوُنَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا﴾ [الحج:39]. هغو كسانو ته چې ورسره قتال كاوه شي (د قتال) اجازت وركړى شو، ځكه چې یقینًا په دوى ظلم كړى شوى دى، او بېشكه الله د دوى په مدد كولو خامخا قادر دى. دا لمړي آیت و، چې د مسلمانانو ته د جنګ کولو اجازه او حکم ورکړل شو، نبي کريم صلی الله علیه وسلم اوه ویشت خپله غزاګاني کړي دي او د شپږ پنځوس غواګانو لپاره يې خپل ملګري صحابه کرام ليږلي دي.
اهم هغه واقعات چې د هجرت نه بعد رامینځ ته شوي دي:
نيژدي راتلونکي کې هغه واقعات په لڼډه بیانوو کوم چې د مديني منورې ته د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د هجرت کولو نه بعد رامینځ ته شوي دي.
د هجرت په لمړي کال:
د هجرت په دویم کال.
د زکات فرض او روژې فرض کيدل، او د بدر لوې غزا کيدل کومه کې چې الله پاک مسلمانان سرلوړې او عزتمند کول او د قریشو کافرانو ته يې سخت شکست وکړ.
د هجرت په دريم کال:
د احد غزا رامینځ ته شوه او په دې غزا کې مسلمان د ماتي سره مخ شو او سبب يې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د تعلماتو خلاف ورزي کول و، چې د رومات غره نه صحابه کرام راښکته شول تر څو غنيمتونه را ټول کړي حالانکه نبي کريم صلی الله علیه وسلم هغوې ته حکم کړي و، چې ددي غره به هيڅکله نه راښکته کيږي.
د هجرت په څلورم کال:
د بني نظیرو غزا وشوه او په همدي غزا کې نبي کريم صلی الله علیه وسلم د بني نظیرو یهودان د مدينې منوري نه وشړل ځکه چې هغوې خپل لوظ د مسلمانانو سره مات کړ او د مسلمانانو په خلاف يې غداري وکړه.
د هجرت په پنځم کال:
د بني مصطلق او د خندق او د بني قريظه و غزاګاني وشوي.
د هجرت په اتم کال:
د مسلمانانو او قريشو په مینځ کې د حديبیې صلحه وشوه
د هجرت په اوم کال:
د خيبر غزا وشوه او په همدي کال نبي کريم صلی الله علیه وسلم او مسلمانان مکې مکرمې ته داخل شو او عمره يې وکړه ديته عمرة القضا وايې.
د هجرت په اتم کال:
د مسلمانانو او رومیانو په مینځ کې د مؤتي جنګ وشو او مکه فتح شوه، او د هوازن او ثقیف قباېلو خلاف د حنين غزوه وشوه.
د هجرت په نهم کال:
د تبوک غزا وشوه او دا د نبي کريم صلی الله علیه وسلم اخرنې غزا وه او په همدي کال خلک ډلي ډلي راتلل او د اسلام په مبارک دين کې داخليدل، دي کال ته د وفدونو کال وايې.
د هجرت په لسم کال:
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د وداع حج چې ورسره د يو لاک نه زيات مسلمانان هم ملګري و.
هر له چې د حق دعوت بشپړ شو او د اسلام مبارک دين د عربانو په جزيره ( ټاپوزمه ) کې خپور شو او خلک د الله پاک په دين کې په ډلو ډلو داخل شو، او د اسلامي دعوت لمن او زیری په نړې کې په خپريدو شو، او د اسلام دين په نورو ټولو باطلو دينونو باندي غالبه شو، نو نبي کريم صلی الله علیه وسلم پوهه شو چې نيټه د مرګ يې رانيژدي شوې ده نو د خپل رب سره د ملاقات تیاری يې شروع کړ، او د هغه صلی الله علیه وسلم د خبرو او کړنو نه دا معلوميده چې نبي کريم صلی الله علیه ددي فاني دنيا نه تلونکی دی.
او د هجرت په يولسم کال کې نبي کريم صلی الله علیه وسلم د ربیع الاول په میاشت کې د دوشنبي په ورځ مړ او وفات شو.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم د درې شپيتو کلونو په عمر کې و فات شو، څلويښت کاله يې د پيغمبرۍ نه مخکي او درې ويش کاله يې د پيغمبرۍ نه بعد د پيغمبر په حيثيت تير کړل په دې کې دريالس کلونه په مکه مکرمه کې او لس کاله يې په مدينه منوره کې تير کړل.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم و فات شو خو دين يې هميشه باقي پاتي دی، هر د خير خبره او لارښونه يې خپل امت ته کړي او د شر د هر خبرې نه يې خپل امت ته ويره کړي ده، او د خیر بنیاد د توحيد عقيده ده او هر هغه څه چې د الله پاک د رضا سبب او الله پاک ته خوښ وي، او هغه شر چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم خپل امت د هغې نه ویره ولی دی هغه شرک دی او هر هغه چې الله پاک يې بد ګڼي.