زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

ایمان دا مهال برخه

درس انسان د اسلام په مبارک دين کې څنګه داخليږي.

د اسلام په مبارک دين کې د يو انسان داخليدل د هغه د ژوند په شيبو کې يوه ډيره خوندوره شيبه ده ګویا چې په دې وخت کې دا انسان بیرته په حقيقي ژوند سره پیدا شو او د خپل ژوند اصلي مقصد او هدف يې وپيژند، په دې درس کې د هغه څه بیان کيږي کوم څه ته چې یو انسان محتاجه وي تر څو مسلمان او د اسلام په مبارک دين کې داخل شي.

  • د اسلام په مبارک دین کې د  دا خليدلو طریقه پيژندل. 
  • الله پاک ته بیرته ګرځيدل او په توبې د ثابت قدمۍ لاملونه. 
 

انسان هغه وخت د اسلام په مبارک دين کې داخليږي چې د کله د توحيد د شهادت کلمه په یقین ووايې په معنا يې پوهه وي او د همدې کلمې د سورې لاندې ژوند تیر کړي.

د توحيد د شهادت کلمې دادي:

١
(أشهد أن لا إله إلا الله) يعنې زه په یقین سره دا ګواهې کوم او دا عقيده لرم چې هيڅ برحق معبود نشته مګر يواځې الله پاک دی زه یواځې د هغه عبادت او بندګي کوم.
٢
(وأشهد أن محمداً رسول الله) يعنې زه يقین سره دا ګواهي ورکوم چې محمد ـ صلی الله علیه وسلم ـ ټولو خلکو ته د الله پاک استازی او پیغمبر دی، زه د هغه ټول حکمونه منم او د هغه د نافرماني نه ځان ساتم او د الله پاک عبادت او بندګي د هغه د سنت مطابق کوم.

چې څوک په اسلام کې داخل شي نو بايد چې غسل وکړي:

د اسلام په مبارک دين کې د يو انسان داخليدل د هغه د ژوند په شيبو کې يوه ډيره خوندوره شيبه ده ګویا چې په دې وخت کې دا انسان بیرته په حقيقي ژوند سره پیدا شو او د خپل ژوند اصلي مقصد او هدف يې وپيژند، نو غوره ده چې په پاکو ابو باندي خپل ټول بندن ووينځې لکه څنګه چې په ایمان سره يې باطن پاک شو پکار دی چې په اوبو سره خپل ظاهر هم پاک کړي او خپل ټول بدن ووينځي.

او بیشکه نبي ـ صلی الله علیه وسلم ـ يو صحابي ته چې د عربو په مشرانو کې و، او غوښتل يې چې د اسلام په مبارک دين کې داخل شي حکم وکړ چې غسل بايد وکړي. (البيهقي 837).

الله پاک ته رجوع:

د ګناه نه بعد د بنده خپل رب ته رجوع کول، هر هغه څوک چې ګناه کفر او د الله پاک نافرماني پريږدي او په رښتیا سره د زړه نه خپل رب ته را وګرځي او توبه وباسي الله پاک د هغه توبه قبلوي.

د توبې د صحت شرطونه:

١
ګناه پريښودل، د هغه چا توبه قبليږي چې د ګناه د پريښودلو نيت نلري، مګر که هغه څوک چې صحيح توبه وباسي او بیرته بیا په ګناه کې واقع شي مخکنې توبه يې نه خرابيږي خو بیرته به بیا توبه وباسي.
٢
په مخکني تیر شویو ګناهونو باندي پښیمانه کيدل، ځکه چې توبه او الله پاک ته رجوع هغه څوک کوي چې په ګناه باندي پښیمانه او د زړه نه خپه وي، او هغه څوک په ګناه پښيمانه نه وي چې د مخکنو ګناهونو يادونه کوي او په هغې باندي ځان ښودنه او فخر کوي، په همدي بنیاد نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ فرمايلي دي: په ګناه پښیمانه کيدل توبه ده.
٣
بیرته د دغه ګناه د نه کولو کلک عزم او قوي اراده کول، الله پاک د هغه بنده توبه نه قبلوي چې د ګناه نه بعد بیرته د ګناه کولو نیت او اراده لري.
٤
د بندګانو حقوق بیرته هغوې ته ورکول کله چې توبه د بندګانو د حقونو سره تړاو لري.

د پخې توبې په لور ګامونه:

١
د ځان سره بايد دا عهد ( لوز) وکړي چې بیابه هيڅکله د ګناه په لور د سترګو د رپ په اندازه هم نه راګرځم که هر څومره سخت وخت او حالت راباندي راشي، بیشکه نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ فرمايلي دي: درې خويونه دي چې څوک يې خپل کړي نو د ایمان خوند به وڅکي، په هغه درې خوينو کې یو دادی، چې بیرته کفر او د الله پاک نافرمانۍ ته ګرځيدل چې يو ځل ورته الله پاک د هغې نه خلاصون ورکړی دی، دومره بدي شي لکه چې اور ته ګزاريږي. (البخاري 21، مسلم 43).
٢
د هغه خلکو او ځايونو نه تيښته کول څوک چې دده ایمان کمزوری کوي او د ګناه په لور يې راکش کوي.
٣
د الله پاک نه د هغه د دين او ثابت قدمۍ ډيرې د عاګاني غوښتل په هره لفظ او هره ژبه چې وي، ځېنې د هغه دعاګانو نه داهم دي کوم چې په قرآن او سنت کې راغلي دي: {رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا} (آل عمران: 8). (او وايي) اى زمونږه ربه! زمونږ زړونه مه كږوه وروسته له دې چې تا مونږ ته سمه لار وښودله او مونږ ته له خپلې خوا نه رحمت راكړه. "يا مقلب القلوب ثبت قلبي على دينك" (الترمذي 2140). ای د زړونواړونکیه! زما زړه ستا په دين باندي کلک کړې.

د توبۍ نه بعد؟

هر کله چې بنده خپل رب ته توبه وباسي، نو بیشکه الله پاک د هغه ټول ګناهونه بښې که هرڅومره لوې او غټ ګناهونه وي ځکه چې د الله پاک مهرباني د هر څه نه ژیاته پراخه ده، د الله پاک وينا ده: {قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيم} (الزمر: 53). ته (دوى) ته ووایه: اى زما هغو بنده ګانو چې په خپلو ځانونو يې زیاتى كړى دى! تاسو د الله له رحمت نه مه ناامېده كېږئ، بېشكه الله ټول ګناهونه بخښي، بېشكه دغه (الله)، هم دى ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.

نو د صحیح او رښتنې توبې نه بعد بنده د ګناهونو نه په بښپړه توګه صفا کيږي، بلکه الله پآک ځېنې هغه بندګانو ته چې ډير زیات په اخلاص توبه وباسي، الله پاک ته رښتنې رجوع وکړي او په خپلو کړيو ګناهونو ډير زيات پښیمانه وي، دوې ته الله پاک يو زياتي انعام ورکوي او هغه دا چې د هغوې ګناهونو په نيکو بدلوي، د الله پاک وينا ده: {إِلَّا مَنْ تَابَ وَآَمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمً} (الفرقان: 70). مګر هغه كس چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو دغه كسان دي چې الله به د دوى بدۍ په نېكۍ سره بدلې كړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.

هغه څوک چې دې حال ښه او ښائسته حالت ته راورسيږي نو خامخا بايد د خپلې توبې ساتنه وکړي او ډير کوشش وکړي تر څو بیرته د شيطان په جال کې راګير او سرکوزی نه شي.

د ایمان خوند او مزه:

هغه څوک چې د الله پاک سره د هغه مينه په ډيره لویه کچه وي تر دې چې د نرو خلکو سره د مینې معیار يې د هغه بنده د الله پاک سره د قربت او نيژديکت وي د هغه چا سره مينه کوي څوک چې الله پاک ته نيژدې وي دين يې دست او په صحیح اسلام روان وي، کفر، شرک، او ګمراهي يې دومره بدې راځې لکه چې په اور سوزي، نو کله چې مؤمن داسي حالت ته ورسيږي نو بیا خامخا د ایمان خوند څکې او د خوند احساس يې کوي، د الله پاک مينه ورته خوند ورکوي، زړه يې په راحت وي، او د الله پا په شريعت او هدایت باندي ډير زیات خوشحاله وي، نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ فرمايلي دي: درې خويونه دي چې د هغه په وجه بنده د ایمان خوند څکي، لمړې دا چې الله پاک او د هغه پيغمبر ورته د هر څه نه زيات محبوب وي، دويم دا چې د يو مؤمن بنده سره مينه يواځې د الله پاک په خاطر کوي، دريم دا چې کفر يې دومره بدي شي ـ روستو ددې نه چې الله پاک ورته د کفر نه خلاصون ورکړی دی، لکه چې په اور سوزي، (البخاري 21، مسلم 43).

د اسلام په مبارک دين کلکې منګولې لګول او په دې لاره کې په کړاونو صبر کول.

هغه څوک چې يوه لویه خزانه ولري نو خامخا د هغې حفاظت او ساتنه کوي تر څو ډاکوان او غله يې ورڅخه غلا نه کړي، نو د اسلام مبارک دين د ټول بشريت لپاره ډيره لويه خزانه او ډالۍ ځکه چې د اسلام مبارک دين يواځې يو فکري تیار او سات تیري نه ده چې انسان د سات تیري لپاره اختیار کړي، بلکه د اسلام مبارک دين د دنياوي ژوند تيرولو لپاره يو مستقیم او منظم قانون دی چې د انسان ټول حرکتونه ناسته ولاړه تنظیمه وي، په همدي بنیاد الله پاک خپل پيغمبر ته داسي فرمايلي دي: {فَاسْتَمْسِكْ بِالَّذِي أُوحِيَ إِلَيْكَ إِنَّكَ عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيم} (الزخرف: 43). نو ته په هغه (قرآن) منګلې ولګوه چې تا ته وحي كړى شوى دى، بېشكه ته په نېغه لار يې.

يو مسلمان بايد د اسلام مبارک دين د قبلو نه بعد په کړاونو او تکليفو باندي زړه تنکی او خپه نشي ځکه چې ابتلا او امتحان د الله پاک قنون دی په خپلو بندګانو باندي هغه څوک چې زمونږ نه ډير غوره دي په هغوې هم ډير سخت امتحانونه راغلي دي هغوې صبر کړی دی، دا پیغمبران دي چې الله پاک د هغوې قصې مونو ته د عبرت لپاره کړي دي چې بیلا بيل امتحانونو په هغوې باندي د خپلو او پرديو لخوا راغلي دي خو هغوې نه کمزوري شوي او نه ستړي شوي دي او د الله پاک په لاره کې بیلا بیل کړاونه او تکلیفونه په خپلو ځانونو بار کړي او د دي تکلیفونو د وجي نه يې د الله پاک دين کې هيڅ ډول بدلون نه را نه وست او خپل پيغامونه يې په ښّ شان سره خپلو امتیانو ته ورسولو، د حق په لاره کې امتحان د الله پاک لخوانه پّه رښتنيو بندګانو باندي خامخا راځي او په دې سره ستا د رښتني ایمان او قوي یقین امتحان وي نو دي امتحان ته تیار وسيږه د اسلام په مباک دين باندي منګولې ولګوه او د الله پاک نه هغه دعا ډيره غواړه کومه به چې نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د الله پاک نه ډيره غوښتله هغه داده: "يا مقلب القلوب ثبت قلبي على دينك" (الترمذي 2140). ای د زړونو بدلونکیه ! زما زړه ستا په دين باندي ثابت او کلک کړي.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه