مالي معاملات دا مهال برخه
درس د قرض بیان
الله پاک د خپل عدل او حکمت برابر د خلکو په مینځ کې د هغوې رزق تقسیم کړی دی ځېنې د خلکو غنیان او ځېنې نور بیا بي وزله فقیران مسکینان وي، ځېنې طاقتور او ځېنې نور بیا محتاج وي، د خلکو دا عادت روان دي چې د يو بل نه د اړتیا په وخت قرض اخلي تر څو خپل اړتیاوي ورباندي پوره کړي، اسلامي شریعت بشپړ او پوره دی داسي احکام يې بیان کړي دي کوم چې د قرض سره تړاو لري، بلکه په قران کريم کې تر ټولو لوې او اوږد آیت د سورت بقرې 282 نمبر د قرض په هکله الله پاک نازل کړی دی. او دیته د قرض آیت وايې.
د قرض معنا او مفهوم
د مهربانۍ له مخې يو چاته مال په پور ورکول تر څو هغه ورباندې خپلې اړتياوې پوره کړي او بيا د هغې بدل ورکړي.
د قرض اخستلو شرعي حکم
قرض د ورکونکي لپاره مستحب او د اخستونکي لپاره د اړتيا په وخت جايز دی د قرض په اخستلو کې کراهت نشته ځکه چې قرض اخستونکی ددي لپاره قرض اخلي چې تر څو خپل اړتيا ورباندې پوره کړې او بيايې بيرته خپل خاوند ته ورکړي.
مګر هغه قرض چې د هغې فاېده او منفعت جاري وي دا سود دی، لکه یو څوک چاته په دې شرط قرض ورکړي چې بیرته به ورسره یو څو روپې زیاتي راکوي، همدغه شان که د قرض سره يو ځاې پير او پلور و غیره هم نارواه دی ځکه چې يو چا ته په دې شرط قرض او پور ورکول چې ورسره پير او پلور هم اوکړي جواز نلري.
د اسلام مبارک دين قرض ورکول د مهرباني له مخې جاېز کړی دی ځکه چې په دې سره د خلکو اړتیاوې پوره کيږي ، کارونه او سختیانې يې اسانيږي او د بي وزله خلکو سره ښيګنړه ده، د قرض په ورکولو سره قرض ورکونکی الله پاک ته خپل ځان نيژدې کوي، بیا چې هر څومره اړتیا قرض ته ډیره وي په همغه اندازه اجر او ثواب هم ډير وي.
د قرض باوري کول غوره دي لږ قرض وي او که ډير وي بايد چې ولیکل شي او ورباندي ګواهان هم ګواه شي د قرض اندازه، ډول او نيټه بايد هم ولیکل شي تر څو قرض معلوم شي او قرض ورکونکی په دې ډاډه شي چې حق يې د قرضه وړي په مرګ ، هیرې يا انکار سره نه ضایع کيږي، د الله پاک وينا ده: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَدَايَنْتُمْ بِدَيْنٍ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى فَاكْتُبُوهُ وَلْيَكْتُبْ بَيْنَكُمْ كَاتِبٌ بِالْعَدْلِ وَلَا يَأْبَ كَاتِبٌ أَنْ يَكْتُبَ كَمَا عَلَّمَهُ اللَّهُ فَلْيَكْتُبْ وَلْيُمْلِلِ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ وَلْيَتَّقِ اللَّهَ رَبَّهُ وَلَا يَبْخَسْ مِنْهُ شَيْئًا} [البقرة: 282]. اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو یو له بله سره تر ټاكلې نېټې پورې په قرضو معامله كوئ، نو هغه ولیكئ او ستاسو په مينځ كې دې لیكونكى په انصاف سره لیكل وكړي، او لیكونكى دې له لیكلو نه انكار نه كوي ؛ لكه څنګه چې الله ده ته ښودنه كړې ده، نو هغه دې لیكل وكړي، او هغه كس دې اِملاء (اقراري عبارت) ووايي ؛ په چا باندې چې حق دى، او له خپل پالونكي الله نه دې ووېرېږي، او له هغه (حق) نه دې هېڅ شى نه كمَوي. په همدې آیت کې بیا الله پاک ويلې دي: {وَلَا تَسْأَمُوا أَنْ تَكْتُبُوهُ صَغِيرًا أَوْ كَبِيرًا إِلَى أَجَلِهِ ذَلِكُمْ أَقْسَطُ عِنْدَ اللَّهِ وَأَقْوَمُ لِلشَّهَادَةِ وَأَدْنَى أَلَّا تَرْتَابُوا} [البقرة: 282]. او د خپلې نېټې پورې (د هغه قرض) په لیكلو باندې مه تنګېږئ ؛ لږ وي، یا كه ډېر وي، دا د الله په نیز ښه انصاف (والا كار) دى او ګواهۍ لره ښه درست ساتونكى دى او ډېر قریب دى دې ته چې تاسو به شكيان نشئ.
د قرض د صحت شرطونه:
په قرضه وړي واجب ده چې د بیرته ورکولو کلک عزم او نین ولري، ځکه چې د خلکو مالونه اخستل او د بیرته ورکولو نیت نلرل حرام دي، کله چې د قرض ورکولو نيټه راشي نو په قرضه وړي واجب ده چې قرض په ښه شان سره ادا کړي، د ابو هریره رضي الله عنه نه روایت دی چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: "مَنْ أخَذَ أمْوَالَ النَّاسِ يُرِيدُ أدَاءَهَا أدَّى اللهُ عَنْهُ، وَمَنْ أخَذَ يُرِيدُ إِتْلافَهَا أتْلَفَهُ اللهُ". (البخاري 2387) هغه څوک چې د خلکو مالونه واخلي په دې نیت چې بیرته به يې ادا کوي، نو الله پاک به يې ورته ادا کول آسان کړي او هغه څوک چې د خلکو مال واخلي او غواړي چې تلف يې برباد يې کړي نو الله پاک به دا سړی برباد کړي.
د قرضه وړي حالات د قرض ورکولو په وخت:
په بنکې مصاریفو کې خپل مال کيښودولو شرعي حکم
د قرض په راکړه ورکړه چې په قرضه وړي باندي د قرض په خپل ټاکلي وخت نه ادا کولو باندي د تاوان ورکولو شرط لګول جواز نلري ځکه چې دا سود دی اګر که د قرضه وړي دا خيال وي چې ره په خپل ټاکلي وخت قرض بیرته ورکولی شم دا ځکه چې دا شرط لګول د سود لوزکول دي.
د قرض په ادا کولو کې ښيګړه کول
د قرض په ادا کولو کې ښيګړه کول: لکه يوڅوک د بل چا نه يو څيز په قرض واخلي او بیرته د قرض په ادا کولو کې د هغه شي نه ښه، لوې يا ډير څه ورکړي دا غوره کار دی خو په دې شرط چې د مخکې نه به دا شرط نه وي لګولی ځکه چې په دې طریقه قرض بیرته ادا کول ښيګړه او ښه اخلاق دي مګر که چیرته د قرض په وخت کې شرط لګولی وي نو بیا جواز نلري ځکه چې دا سود او حرام دی.