زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

مسلمانه ښځه دا مهال برخه

درس ښځه او نړیوال عصري فکرونه

د درس به دې برخه کې د ښځې په تړاو د اسلامي نظر بنیادي عقيدې او نور نړيوال نظرونه او فکرونه چې د ښځې په تړاو اثر لري پيژنو.

  • د ښځې په هکله د اسلامي شريعت د عدل او انصاف نظر.
  • د ښځې په هکله نور نړيوال نظرونه او فکرونه چې د ښځې په تړاو اثر لري.
  • د ښځې په تړاو عصري نړیوال فکرونو او نظرونو انحراف او زیان.

ښځو ته په تیرې شوې پيړیو کې په بیلابیلو مدني ټولنو کې ډير په سپکه سترګه کتلی شول او د خپلو ټولو حقونو څخه محرومې شوې وې او انساني کرامت يې د ښپو لاندې شوی و تر دې چې ښځه به د هغوې په بازار کې پيرلی او پلورلی کيدله او د سړي نه مقام او مرتبه ډيره ښکته وه.

د ښځو په اړوند د سپکاوي دا نظر په بیلابیلو مدني ټولنو کې د نيژدې زماني پورې شتون لرلو اګر که غربي ټولنې په دې ورستیو کې کوشش اوکړ چې د کلیسا او امپراطوري د جبر او ظلم څخه خپل ځانونه ازاد کړي مګر د ښځو حقونه يې ډيره زمانه روستو تر لاسه کړل.

د ښځو اړوند دا سپک نظر د دوه بنیادي اړخونو په مخ په ړواندي وړل کيدلو:

لمړی فلسفي اړخ:

په تیرو پيړيو کې فلسفیانو ښځې ته ډير په سپکه کتل او د هغوې انساني حقونه يې د ښپو لاندې کړې و ځېنې د هغه فلسفیانو له جملې څخه سقراط، افلاطون او ارسطو وو.

دوهم دينې اړخ:

د بیلګې په توګه د هندوانو په دین کې ښځه د مور او پلار څخه میراث کې هیڅ حق نلري او هغه ښځه چې خاوند يې مړ شي بايد د خاوند سره يو ځاې په اور لولپه شي ځکه چې د هندوانو په نظر د ښځې لپاره دا غوره ده چې د خا وند سره په اور لولپه شي تر څو د خاوند د مرګ څخه بايد ژوند او نه کړي! او هر چې یهودان او عیسایان دي هغوې هم ښځو ته ډير په سپک نظر ګوري هغوې ټول وايې: چې ښځه د بدې او ګناهونو بیخ او جرړه او نا پاکه ده یهودانو او عیسایانو دا نظر د خپلو تحریف شوې کتابونو او نظرونو څخه په الهام اخستلی دی او د کلیسا رهبران يې تر شاخه ولاړ دي.

په دې عصري ټولنه کې يو څه فکرونه او نظرونه چې د ښځې په اړوند په بیلابیلو ټولنو کې د هغې په کړنولارو مخامخ اثر لري راښکاره شوې دي.

۱. د کائناتو په هکله د حداثت فکر او نظر:

د کائناتو په هکله د حداثت فکر او نظرانسان يواځې د کائناتو په چاپيریال کې بند او د الهي وحي څخه يې لري ساتي، او دا الهام وروي چې ګویا که انسان يواځې د خپل عقل په توان او طاقت سره د خپل ځان، چاپيرچل او کائناتو په اړه تفسیر کولی شي ډیری فکرونه او څيړنې له دې فکر پيدا وار دی.

۲. عقل پرستې:

عقل د خپل معیار څخه ډير پورته کول او د کائناتو په تفسیر کې يواځې په عقل بسنه کول.

۳. د ازادۍ چغې وهل

د په انساني حقونو کې يواځې د هغه يو فرد د نظر ملاتړ کول چې په کومه لاره يې هغه د خپل ځان لپاره وړ بولي.

۴. د داروین پرمختګ نظریه:

دا هغه فکر او نظر دی چې د انسان د اصل څخه لټون کوي وايې: چې انسان په میلیونو کلونو پرمختګ اوکړ او تر دی حالت راورسید.

۵. د ښځې لپاره د ازادۍ چغې وهل:

د ښځې لپاره د ازادۍ فکر او نظر لمړی په اروپا کې پيل او ښکاره شو دا ځکه چې هلته په ښځو باندي بیلابیل ډول ډول ظلمونه کیدل نو ځکه هغوې د ښځې د ازادۍ بیرغ راپورته کړ تر څو د ښځو په اړوند د هغوې پخواني میراث ته د پاي ټکی کيږدي، د دي تحریک په پایله کې هلته ښځو خپل ډيری انساني، اقتصادي، سیاسی او ټولنیز حقونه تر لاسه کړل، مګر ددي غوښتنو لپاره هیڅ دينې اخلاقي معیار شتون نه لرلو نو په ځاې د دي چې ښځې خپل حقونه تر لاسه کړي او له ظلم زیاتي څخه خپل ځانونه وژغوري هغوې بیخې له دین او اخلاقوڅخه بي برخې پاتې شوي او دیته يې د اذدي رنګ ورکړ چې ښځه بايد د مور او پلار او خاوند څخه ازاده وي.

علماني مفکروه او د ښځې ازادي:

ځېنې فکرونو او اوزاونو چې د ښځې د ازادۍ سره تړاو لري دين يې د ټولنیز ژوند څخه بهر کړی دی او غواړي چې د ژوند په ټولو برخو کې علماني دنیاوي نظام او قانون په خلکو تطبیق کړي او د ژوند په تګ لاره کې ديني تعلمات له مینځه يوسي.

۶. علماني فکر او نظر:

علماني فکر او نظر د ژوند په ټولو برخو کې دينې لارښونې او تګ لارې له مینځه وړي او غواړي چې انسان په خپل فکر سره د ژوند ټولې سیاسي، اقتصادي لارې چارې پر مخ يوسي.

۷. د نارینه او ښځينه تر مینځ د برابري نظر او فکر:

د نارینه او ښځينه تر مینځ د برابري نظر او فکر بنیاد په دې خبره ولاړ دی چې د نارینه او ښځينه ترمینځ باید د زده کړې، کار وبار، ټولنيز او سیاسې ټول حقونه بايد يو برابر وي او د نارینه او ښځينه ترمینځ هر ډول توپير باید له مینځه لرې شي دا نظر او فکر تر دې په زور او شور روان دی چې د خپل ټاکلې موخو څخه ووت او رنګ يې بدل کړ اوس مهال غواړي چې نارینه ښځينه او ښځینه نارینه د خپل ځان څخه جوړه ولی شي.

۸. ښځونک فکر او نظر:

ښځونک فکر او نظر د ښځينه و د اذادۍ او د نارینه سره يې د برابرښت چغې وهي، ددې فکر په پایله کې يو شمیر فکرې، سیاسې او ټولنیز خوځښتونه مینځ ته راغلی دی او په ټولنه کې خاص ډول کړنې تر سره کوي.

د ښخون فکر او نظر موخې:

١
بشپړ ازادي: ددي فکر او نظر بنیاد د انسان شخصي او فردي نظر ته ګوري د کورنۍ هیڅ پرواه نه کوي.
٢
ټولنیز مفهوم يې د دوو انسانانو ترمینځ د اړيکې مسیر ټاکي او د نارینه او ښځينه مفهوم له مینځه وړي.
٣
د ښځې بدن او د هغې بشپړ واک په خپل بدن باندي هر څه چې د هغې زړه اوغواړي په خپل بدن يې کولی شي پرته د څه پابندۍ.
٤
په کورنۍ کې د مور او پلار اختیار له مینځه وړل.
٥
د ښځو نک فکر ځېنې خوځښتونه جنسي شذوذ ته لاره هواره وي تر څو ښځه د ښځې سره او نارینه د نارینه سره واده کولی شي په دې فکرونو سره دوي د شرعي او اخلاقې پلوره ډير ښکته غورژیدلې دي بلکه د انسانیت جنازه يې ويستلې ده.

د سیداو تړون:

د ښخونک خوځښتونو کوشش کړی اوکړ تر څو خپلو موخو ته د رسيدلو لپاره سیاسي مرسته تر لاسه کړي تر دې چې ملګرو ملتونو په کال 1979 میلادي کې يو تړون لاسلیک کړ چې د هغې تر مخه يې د نارینه او ښځينه تر مینځ هر ډل توپير له مینځه يوسي.

د سیداو د تړون بنیادي ټکي:

د سیداو د تړون له مخې هر نارینه او ښځينه د ژوند په بیلابیلو اړخونو سیاسي، اقتصادي، قانوني، او ټولنيزو ټولو برخو کې یوشان دي او په مینځ کې يې هیڅ ډول توپیر شتون نلري، د سیداو دا تړون د حق د لارې سره هیڅ ډول اړخ نه لګوي بلکه د دا تړون د اسماني ټولو شریعتونو او د روغ رمټ عقلونو او فطرتونو سره په ټکر کې دی ځکه چې نارینه او ښځينه جدا ځانته ځانته جوړښت او بیلابیل طبیعیت لري د الله باک وينا ده: {وَلَيْسَ الذَّكَرُ كَالْأُنْثَى} [آل عمران: 36] ژباړه: نارینه د ښځينه په څير نه دی. همدغه شان د الله پاک وينا ده: {الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ} [النساء: 34] ژباړه: نارینه د ښځينه و واکداران دي. د الله پاک بله وینا ده: {وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ} [البقرة: 228] ژباړه: او دنارینه و په ښځینه و باندي مرتبه لوړه ده. همدغه شان د سیداو دا تړون د نبوي سنت سره هم اړخ نه لګوي، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وينا ده: «كلكم راع، وكلكم مسؤول عن رعيته... والرجل راع في أهله وهو مسؤول عن رعيته، والمرأة راعية في بيت زوجها ومسؤولة عن رعيتها» (البخاري 893، ومسلم 1829). ژباړه: هر یو ستاسې ساتونکی دی او د هر يو ساتونکي نه به پوښتنه کولی شي، سړي د کور ساتونکی دی او د هغه به د کور د ساتلو په هکله پوښته کولی شي، او ښځه د خپل خاوند د کور ساتونکې ده او د هغې نه به يې پوشتنه کولی شي. همدغه شان د سیداو تړون د روغ رمټ عقل او فطرت خلاف ده دا ځکه چې د نارینه او ښځېنه بدني او نفساني جوړښت سره تو پير لري نو د نارینه او ښځينه تر مینځ توپير له مینځه وړل د روغ رمټ او فطرت خلاف کړنه ده.

د سیداو تړون او د نارینه او ښځينه تر مینځ دښمني:

د سیداو تړون د نارینه او ښځينه تر مینځ تړاو ته د دښةنې او سیالۍ په نظر ګوري او غواړي چې د ې دښمنۍ ته د پاې ټکی کيږدي هغه داسې چې د نارینه او ښځينه تر مینځ توپير له مینځه يوسي او دا ګمان کوي چې د سړي مقام او مرتبه پورته کول د ښځې مقام او مرتبه له مینځه وړي مګر ددوي دا نظر ډير تنګ او بي بنسټه دی ځکه چې د نارينه او ښځينه ترمینځ تړاو د مرستې او بشپړ والي دی يو د بل مرسته او يو بل لره بشپړ کوي د دوي په مینځ کې هیڅ ډول سیالي او دښمني شتون نلري او د هر یو نارینه وي او که ښځينه وي خپله ځانګړې دنده لري بايد چې سر ته يې ورسوي تر څو ژوند يې په ښه شان سره د مینې او محبت تر سوري لاندي تیر شي د الله پاک ويناده: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِير} [الحجرات: 13] ژباړه: ای خلکو بیله شکه مونږ تاسې د یو نارینه او ښځينه څخه پیداکړې یاست او بیا مو له تاسې قومونه او قبیلې جوړې کړی دي ددي لپاره چې يو بل اوپيژنۍ بیله شکه په تاسې کې الله پاک ته ګران د ډير تقوا دار او پرهيزګاران دي. همدغه شان د الله پاک وينا ده: {وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ} [الروم: 21] ژباړه: ځېنې د الله پاک د دلیلونو څخه دا خبره ده چې ستاسې لپاره يې ستاسې ښځې ستاسې د جنس نه پيدا کړي دي ددي لپاره چې تاسې هغوې ته د راحت احساس اوکړي او ستاسې په مینځ کې مونږ مینه او محبت پيدا کړ په دې کې ډير دلیلونه شته د هغه قوم لپاره چې فکر او سوچ کوي. څرنګه چې په ژوند کې د نارینه او ښځينه دندې بیلابیلې دي نو بايد چې حقونه يې هم بیلابیل وي په هيڅ يو نارینه او ښځينه بايد هيڅ ډول طلم او زیاتی او نه شي او دا د عدل او انصاف نظر او سوچ دی.

آیا اسلامي شریعت د نارینه او ښځینه تر مینځ برابرښت بلنه ورکوي؟

اسلامي شریعت د نارینه او ښځینه تر مینځ برابرښت ته په اصل انساني عزت او کرامت کې او د دندو سرته په رسولو کې او د نیاوي يا اخروي ثوابونو او بدلو کې او هر يو ته د هغې په حق تر لاسه کولو کې او د اسلامي شریعت سره سم د ښو اخلاقو په مټ خپل ځانونه سبالولو کې نارینه او ښځينه ته د برابرښت بلنه ورکوي مګر بیا اسلامي شریعت د نارینه او ښځينه تر مینځ ښه توپير د هغوې د بدني او نفساني جوړښت ته په کتلو سره د نارینه او ښځينه تر مینځ يو ښه ډول توپير کوي هغه داسي چې په ښځينه د کمزوري بدني جوړښت له وجي نه د الله پاک په لاره کې جهاد کول ضروری نه دي همدغه شان د مهواري مرض په وخت په ښځينه باندي لمونځ ادا کول او روژه نیول ضروري نه دي همدغه شان په کور کې ښځينه په خرچه کولو باندي مکلفې نه دي اګر که مالداره هم وي بلکه دا د نارينه وظیفه ده چې د الله پاک په لاره کې جهاد اوکړي او په خپله ښځه او بچو باندي خپل مال خرچ کړي که چیرته يو سړي له دي نه سر غړونه اوکړي نو سزا ورته ورکولی شي تر څو دا حقونه سر ته ورسوي او ددي حقونو په سر ته رسولو کې بیا د سړي مرتبه او مقام په ښځینه باندي لوړ او پورته کيږي.

په اسلامي شریعت کې د عدل او انصاف په بنیاد د ښځينه میراث:

په اسلامي شریعت کې د عدل او انصاف په بنیاد ښځينه ته پرته د ظلم زیاتي میراث ورکړل شوی دی هغه داسي چې کله يوه ښځه د نارينهپه پرتله لږ میراث اخلي او کله به يا د نارینه سره په میراث کې برابره وي او که داسي هم کيږي چې يوه ښځه د نارينه په پرتله ډير میراث واخلي او کله داسي هم کيږي چې يوه ښځه میراث واخلي او نارينه يې وانخلي دا ټول د ځانکړي حکمتونو په بنیاد چې د اهل علمو په کتابونو کې ليکل شوي دي.

په اسلامي شریعت کې ښځينه و ته د عزت ورکولو ځېنې بیلګې:

په اسلامي شریعت کې ښځينه ته ډير د احترام او عزت په نظر کتلی شوي دي، د الله پاک وينا ده: {مَنْ عَمِلَ سَيِّئَةً فَلَا يُجْزَى إِلَّا مِثْلَهَا وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ يُرْزَقُونَ فِيهَا بِغَيْرِ حِسَابٍ} [غافر: 40] ژباړه: که يو څوک بد عمل اوکړي نارینه وي او که ښځينه يواځې د هغه عمل بدله به ورکولی شي او که يو نارینه يا ښځينه ښه او نیک عمل اوکړي او هغه مؤمن وي نو جنت به داخل کړی شي ورته به بیله حسابه رزق هم ورکولی شي. همدغه شان نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: «إِنَّ النِّسَاءَ شَقَائِقُ الرِّجَالِ» (الترمذي 113) ژباړه: بیله شکه ښځې د نارینه و ملګري دي. همدغه شان په اسلامي شریعت کې د ښځې واکدار پلار يا د هغې ميړه دا شرعي مکلفیت لري چې خپلې لور يا ښځې ته د اوسيدلو کور او خرچه ورکړي او ښځينه د اسلامي شریعت له نظره په يوه روپې خرچه کولو باندي مکلفه نه ده اګر ډيره زیاته مالداره هم وي مګر د خپل خوښې لپاره کولی شي چې خرچه اوکړي او همدغه شان ښځينه د اسلامي شريعت له نظره په خپل مال کې پوره حق او واکداري لري کولی شي چې د خپل خوښې څه واخلي او خرڅ کړي او پير او پلور ټول صورتونه لکه خرڅلاو، اجاره، شراکت تقسیم کفالت وغیره په دي ټولو کې ښځينه ته د خپل تصرف کولو بشپړ حق ورکړل شوی دی.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه