جنابت په عربي ژبه کې لیرې والې ته وايې: او د شریعت په اصطلاح کې خپله منې خارجول يا همبستري کول او د جنابت حالت نارینه او ښځينه دواړو ته راځي، او جنب ورته وايې په دې خاطر وايې چې په دغه حالت کې نشي کولي چې لمونځ وغیره اوکړي تر څو چې پاک شوی نه وي، او د جنابت نه غسل کول واجب دي د الله پاک وينا ده:{وَإِنْ كُنْتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُوا} [المائدة: 6]. ژباړه: او که چیرته تاسې د جنابت په حالت کې یاست نو ځان پاک کړي.
حیض: هغه وينه ده چې د بالغې جېنې د بچې دانۍ څخه پرته د زيګنتون او مرضتیا څخه خارجيږي او هر چې د استحاضې مرضتیا ده نو دا هغه ډيره وینه ده چې د ښځينه و د بچې دانيو څخه د عادت خلاف د مرض په وجه خارجيږي.
د ښځينه و ترمينځ د میاشتنې حیض مرضتیا وخت بیلابیل وي او د غوره وینا مطابق يې کمه وخت نشته او د جمهورو اهل علمو د نظر مطابق زیات وخت يې پنځلس ورځې دی او ددي نه چې وخت د ويڼې زیات شو نو هغه به حیض مرضتیا نه بلکه د استحاظې مرضتیا وي. او د ډیری ښځینه و د میاشتنې حیض مرضتیا و خت شپږ يا اووه ورځې وي.
د نفاس زيګنتون پاې ته په رسيدلو سره غسل کول:
ټولو اهل علمو په اتفاق دا خبره کړې ده چې کله د ښځينه نفاس زیګنتون مرضتیا پاې ته ورسیږي نو غسل کول ورباندي واجب دي.
د نفاس زیګنتون معنا او مفهوم:
دا هغه وينه ده چې د ښځينه و څخه د زيګونې په وخت يا يو دوه ورځې سره له د درد خارجيږي او تر څلو يښتو ورځو پورې دوام کولی شي. د نفاس زیګنتون زیات وخت څلويښت ورځې دی او لږ يې ټاکلی وخت نلري، خو کله چې ښځينه په خپل پاکوالي پوهه شي بايد غسل اوکړي او لمونځ شروع کړي.
ځېنې هغه کارونه چې د میاشتنې حیض يا نفاس زیګنتون مرضيا په وخت يې تر سره کول جواز نلري:
د میاشتنۍ حیض مرضتیا په وخت لمونځ ادا کول او روژه نیول حرام دي:
د نبي کریم صلی الله علیه وسلم وينا ده: «أليس إذا حاضت لم تصل ولم تصم، فذلك نقصان دينها» (البخاري 1951). ژباړه: آیا داسې نه ده چې کله يوه ښځه باندي میاشتنې د حیض مرضتیا راشي نو نه لمونه کوي او نه روژه نیسي؟! همدا يې د دين نقصان او کمی دی.
د میاشتنۍ حیض مرضتیا په وخت د کعبې شریفې نه طواف کول حرام دي:
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وينا ده: کله چې عائشې رضي الله عنها د حج په مهال په میاشتنې مرضتیا مریضه شوه نو نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته وویل: د حیض میاشتنۍ مرضتیا الله پاک په ټولو ښځو باندي ايښي ده ته پرته د کعبې د طوانه د حج ټول عملونه تر سره کړه او کله پاکه شوې نو بیا طواف اوکړه:
د الله پاک وينا ده: {لَا يَمَسُّهُ إِلَّا الْمُطَهَّرُونَ} [الواقعة: 79] ژباړه: لاس نه وروړي د ې قرآن کريم ته مګر پاکان خلک. مګر د میاشتنۍ حیض مرضتیا به وخت د قرآن کريم تلاوت کولی شي د غوره وينا مطابق خو هغه څوک چې جنابت ورته رسيدلی وي هغه د قرآن کریم تلاوت هم نشي کولی تر دې چې غسل او نه کړي، او کله چې يو ښځه د حیض یا نفاس په وخت د يو آیت مراجعې يا تعلیم ورکول ته اړ شوه نو کولی شي چې په يوې کپړې یا دستانو سره قرآن کريم په لاس کې راواخلي.
د جنابت يا میاشتنۍ د حیض مرضتیا په وخت په مسجد کې ډير وخت تیرول حرام دي:
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وینا ده: «فإني لا أُحِلُّ المسجد لحائض ولا جنب» (أبو داود 232) ژباړه: زه هغه چاته چې جنب وي يا د حیض مرضتیا ورباندي راغلې وي د مسجد اجازه نه ورکوم. مګر يواځې په مسجد کې تیریدل يا د اړتیا په وخت مسجد ته داخليدل باک نلري عائشه رضي الله عنها ويلې دي: قال لي رسول الله ﷺ: «ناوليني الخُمْرة [أي سجادة الصلاة] من المسجد»، قالت: فقلت: إني حائض، فقال: «إن حيضتك ليست في يدك» (مسلم 298). ژباړه: ملته نبي کريم صلی الله علیه وسلم وویل: د مسجد نه راته د لمانځه جاي نماز راکړه ما ورته وویل: پر ما د حیض مرضتیا راغلې ده هغه راته وویل: د حیض مرضتیا ستا په لاسونو کې خو نشته.
دا يو سپين رنګه چې د تار سره ورته والی لري د ښځينه د شرمګاه نه د میاشتنۍ حیض مرضتیا په آخره ورځ راوځي او همدغه يې د پاکوالي نښه وي.
د وينې بنديدل او وچيدل.
کله چې يوه ښځه يو پاکه ټوټه خپلې شرمګاه ته دننه کړي او اوګوري چې په ټوټه باندي د وينې زیړو الي يا خړوالی نه وي.
په غسل کولو کې فرض:
په غسل کولو کې دوه فرض دي لمړی نیت کول او دوهم په ټول بدن باندي اوبه اچول تر دې چې اوبه د ويښتانو بیخونو ته ورسيږي برابره خبره ده چې ويښتان ډير او ګڼ وي او لږ او رنګي وي.
د ښځې لپاره د حیض يا جنابت څخه غسل کول او د هغې طریقه
عائشه رضي الله عنها وايې: اسماء رضي الله عنها د نبي کريم صلی الله علیه سولم نه د حیض نه د غسل کولو په هکله پوښتنه اوکړه؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته وویل: تاسې کې يوه ښځه بايد اوبه او د پاکوالي سامان راواخلي او خپل ځان لمړي ښه پاک کړي بیا په خپل سر باندي اوبه واچوي او سر ښه اومږې تر دې چې اوبو د ويښتانو بیخونو ته ورسيږي بیا ورباندي نورې اوبو واچوي بیا يوه لونده ټوټه راواخلي او خپل ځان ورباندي ښه پاک کړي، نو اسماء ورته وویل: څرنګه ورباندي ځان پاک کړي نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته وویل: الله پاک لره پاکې ده خپل ځان به پاک کړي کنه عائشه رضي الله عنها وايې ما ورته په پټه وویل: چې په ټوټه باندي به د ويڼې اثرات لرې کړي، او د جنابت نه د غسل په هکله يې وپوښتل: نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته وویل: اوبه به راواخلې لمړي به ښه اودس اوکړي بیا به په خپل سر باندي اوبه واچوي او ښه به يې اومږي چې اوبه د ویښتانو بیخونو ته ورسیږي بیا ورباندي نورې اوبه واچوي، عائشه رضي الله عنها وايې د انصارو ډيرې ښې ښځې وي چې د دين په پوه کې هيڅ ډول شرم نه کولو.(البخاري 314، ومسلم 332).
د غسل په وخت هر يو داسي پرده پوښ څيز چې اوبه د بدن غړيو ته د رسیدلو نه منع کوي غسل کول فاسده وي او غسل به صحیح نه شمیرل کيږي، لکه ځېنې ښځې چې په خپلو نوکانو وغیره باندي داسي طلايې مواد پورې کړي چې اوبه نوکانو ته نه پريږدي و غیره.
زیړو الی او خړ والی:
د میاشتنې حیض مرضتیا په وخت د ښځې د شرمګاه څخه يو ډول زیړی يا خړې اوبه راوځي که چیرته دا اوبه د حیض سره پيوسته وي نو د حیض مرضتیا به شمیرل کيږي او که چيرته د حیض مرضتیا سره پيوسته نه وي نو بیا ورته هیڅ اعتبار نشته. د ام عطیه رضي الله عنها په حدیث کې راغلي دي: «كنا لا نعد الكُدرة والصُّفرة بعد الطُّهر شيئاً» (البخاري 326، وأبو داود 307 واللفظ له). ژباړه: مونږ به د حیض میاشتنې مرضتیا نه بعد زیړي يا خړې اوبو ته هيڅ اعتبا رنه ورکولو.