ډيره تنګ بايد نه وي بلکه پراخه وي چې ذ بدن غړي په کې ښکارې نه.
٥
دا چې ډير خوشبوداره بايد نه وي.
٦
دا چې د سړو د لباس سره بايد هیڅ ورته والی ونلري.
٧
د کافرانو د لباس بايد هیڅ یوشان والی ونلري.
٨
ډير دشهرت او ځان ښودني لباس بايد نه وي.
۱. د بدن پټ والی:
د الله پاک وينا ده: {يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا} [الأحزاب: 59] ژباړه: ای پيغمبره ته خپلو ښځو او لوریانو او د مؤمنانو ښځو ته ووایه چې په خپلو ځانونو باندي څادرې واچوي په دې کار سره ډيره نيژدې ده چې دوي او نه پيژندل شي نو زیان به ورته نه رسيږي او الله پاک بښنه کونکی او مهربانه دی.
بیا اهل علمو د مخ او ورغویو په تړاو د نظر اختلاف کړی دی ځېنې اخهل علم وايې چې د مخ او ورغیو پټول واجب دي او ځېنې نورو بیا ويلې دي چې د مخ او ورغویو پټول غوره او مستحب دي خو د نور بدن په تړاو ټول اهل علم دا نظر لري چې پټول يې واجب دي.
۲. پرده او لباس به يې ډير ډول او سنګار نلري.
دا شرعي حکم د الله پاک په دې وينا کې راځي: {وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ} [النور: 31]. ژباړه: او دوې بايد خپل ډول او سنګار ښکاره نه ګړي.
۳، ۴. دا چې بايد پيړه وي او پراخه وي.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: «صنفان من أهل النار لم أرهما، قوم معهم سياط كأذناب البقر يضربون بها الناس، ونساء كاسيات عاريات مميلات مائلات، رؤوسهن كأسنمة البخت المائلة، لا يدخلن الجنة، ولا يجدن ريحها، وإن ريحها ليوجد من مسيرة كذا وكذا» (مسلم 2128) ژباړه: دوه ډوله خلک دي زما په امت کې دواړه دوزخیان دي: يو هغه قوم دی چې د غواګانو د لکۍ په څير ډانګي به ورسره وي او خلک به پرې وهي او بل ډول خلک هغه ښځې دي چې د جامو سره به بربنډي وي سړو ته به میلان او سړي به ځان ته مایله کوي سرونه به يې د بړبړي اوښ په څير ګاږه وي دوي به جنت ته داخل نشي او نه به د جنت بوې په دوي ولګيږي اګر که د جنت بوي تر ډيره رسيږي.
اسامه بن زید رضي الله عنه وايې: نبي کريم صلی الله علیه وسلم راته يوه چوغه په تن کړه دا چوغه نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته دحیه کلبي په ډالي ورکړی وه ما همغه چوغه خپلې ښځې ته ورکړه نبي کریم صلی الله علیه وسلم راته وویل: چې هغه چوغه ولې نه په تن کوي ما ورته وویل: هغه خو ما خپلې ښځې ته ورکړه نبي کريم صلی الله علیه وسلم راته وویل: ښځې ته دي ووایه چې لاندي ورته پوښ ورکړي زه ويريږم هسي نه چې د بند غړي يې ښکاره نشي.
۵. دا چې پرده او لباس به ډير خوشبوداره نه وي.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: «أيما امرأة استعطرت فمرت على قوم ليجدوا من ريحها فهي زانية» (النسائي: 5126). ژباړه: هر يوه ښځه چې په خپل ځان باندي خوشبو ددي لپاره ولګوي چې تر څو د هغې خوشبو په سړو ولګيږي نو داسې ښځه زناکاره ده.
۶. دا چې پرده به د سړو د لباس سره ورته والی نلري:
د عبد الله بن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی هغه وايې: «لعن رسول الله صلى الله عليه وسلم المتشبهين من الرجال بالنساء، والمتشبهات من النساء بالرجال» (البخاري 5885). ژباړه: نبي کريم صلی الله علیه وسلم هغه سړو باندي لعنت ویلې دي کوم سړي چې د ښځو سره ځان يو شان کوي او په هغه ښځو يې هم لعنت ويلې دي کومې ښځې چې د سړو سره ځان يو شان کوي.
۷. په پرده او لباس کې بايد د کافرانو سره يوشان والي نه وي.
په اسلامي شریعت کې دا خبره په ګوته شوي چې مسلمانان نارینه وي او که ښځينه وي باید د کافرانو سره د هغوې په عبادتونو او اخترونو او لباسونو کې د هغوې سره هیڅ ډول مشابهت او نه کړي، نبي کريم صلی الله علیه وسلم ویلې دي: «من تشبه بقوم فهو منهم» (أبو داود 4031). ژباړه: هرڅوک چې د يو قوم سره مشابهت اوکړي نو د هغوې له جملې څخه ګرځي.
۸. د ځان ښودني او شهرت لباس بايد نه وي.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: «من لبس ثوب شهرة في الدنيا، ألبسه الله ثوب مذلة يوم القيامة، ثم ألهب فيه ناراً» ( ابن ماجه 3607). ژباړه: هرڅوک چې په دنیا کې د ځان ښودنې او شهرت لباس په تن کړي نو الله پاک به ورته د قیامت په ورځ د اور لباس واچوي.
د ځان ښودنې او شهرت لباس هغه دی چې يو څوک يې د خلکو په مینځ کې د ځان ښودنۍاو شهرت په موخه په تن کوي.
دا مخکني ذکر شوې بنیادي شرطونه د يوې مسلمانې ښځينه لپاره د هغې په لباس کې هغه وخت اړین دي چې کله هغه د خپل کور نه بهر ته وځي او د پردو سړو سره مخامخ کيږي خو کله چې د خپلو شرعي محارمو يا ښځو سره مخامخ کيږي بیا دغه ذکر شوې شرطونه اړین نه دي بلکه په داسي حالت کې يوه ښځينه کولی شي چې خوشبو ولګوي او ځېنې هغه ډول سنګار چې په شرعي حدودو کې دننه وي کولی شي.
په يوې مسلمانې ښځينه باندي د کتابیانو د ښځينه مخامخ د خپل ټول بدن پټول واجب دي پرته د هغه بدني غړيو نه کوم چې د يوې ښځينه څخه ډيری وخت ښکار کيږي لکه غاړه غړي ويښتان مخ او ورغوي وغيره دا د کتابیانو د ښځينه و مخامخ ښکاره کولی شي دا ځکه چې د کتابیانو ښځينه به د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د بي بیانو کورونو ته ورتللې او د نبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه دا نقل نه دي چې ګویا هغه دې خپلو بي بیانو ته حکم کړی وي چې د کتابیانو د ښځينه و څخه پرده اوکړي.
د حلال والي او حرام والي له پلوه د ښځينه لباس:
١
جايژ ډول سنګار او لباس.
٢
غوره ډول سنګار او لباس.
٣
حرام ډول سنګار او لباس.
د ښځينه جايز ډول سنګار او لباس:
اصل په ډول، سنګار او لباس کې جايز والی دی او له دي جايز حکم څخه به هیڅ يو څيز مستثنی کيږي نه مګر د شرعي دلیل په بنیاد نو د ښځينه و لپاره هر ډول او هر رنګ لباس په تن کول جواز لري همدغه څير يوه ښځينه کولی شي چې هر ډول د ډول او سنګار ګاڼه خوشبو وغیره اوکاره وي مګر په دې شرط چې ضرر او زیان ونلري او بل داچې د کارفرانو د ښځينه و سره هیڅ ډول مشابهت ونلري او د ډول سنګار په توکو کې حرام شیان او نه کاروي لکه د خنزیر وازده وغیره شول.
غوره ډول سنګار او لباس
غوره ډول سنګار او لباس هغه دی چې په شریعت کې د هغه غوره والی راغلی وي همدغه څير د ښځينه هغه ډول سنګار چې د خپل خاوند د خوښۍ په خاطر يې اوکړي تر څو خپل خاوند ورسره مینه اوکړي دا ټول غوره ډول سنګار دی مګر په دې شرط چې حرام به نه وي.
حرام ډول سنګار او لباس
حرام ډول سنګار او لباس هر هغه ډول او لباس دی د کوم څخه چې اسلامي شریعت منع کړې او هغه يې حرام ګرځولی دی برابره خبره ده چې دا حرمت د شریعت په نص يا شرعې قاعدې سره ثابت وي چې عمل کول ورباندي لازم وي د بیلګې په توګه د یهودانو او عیسایانو مخالفت کول لازم دي او همدغه شان د ښځینه و لره د سړو سره په لباس وغیره کې مشابهت کول هیڅ شرعي جواز نلري.