زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

مسلمانه کورنۍ دا مهال برخه

درس د اسلام په مبارک دين کې د میراث مسائل

د درس په دې برخه کې د میراث په تړاو ځېنې احکام او مساېل پيژنو.

  • د اسلام په مبارک دين کې د میراث ځانکړې فلسفه.
  • د میراث بنیادي ارکان او شروطونه پيژندل.
  • اتفاقي نارینه او ښځينه وارثان.

د میراث اخستل يو انساني نړیوتال نظام دی چې مخکنو او اوسنو امتونو ورباندي عمل کړی دی دا ځکه میراث د انساني فطرت او جوړښت سره اړخ لګوي هر انسان د مال تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي او د میراث تقسیمول د مړي مال کې د تصرف مشکل له مینځ وړي.

په اسلامي شریعت کې د میراث احکام ځانګړی مقام او حیثیت لري دا ځکه چې په بشبړ توګه يې د میراث احکام او حالات بیان کړي دي چې د مړي حالات او د وارثانو حالت او د هر يو وارث ځانګړې برخه په يو بشپړ پوره کامل نظام سره بیان شوي دي، په اسلامي شریعت کې د میراث احکام ځانګړی مقام او حیثیت دا هم دی چې د مړي وارثانو هر ډول جنګ جګړې ته يې د پاې ټکی ايښی دی هغه داسي چې کله د يو مړي وارثان په دې پوهه شي چې زمونږ د ټولو برخي د الله پاک د حکم او پریکړي په بنیاد تقسیم شوي دي نو د هغوې نفسونه او زړونه په ارام او راحت شي، په اسلامي شریعت کې د میراث احکام ځانګړی مقام او حیثیت دا هم دی چې د ټولو وارثانو ټول حقونه خوندي او ساتل شوي دي او داسې نه ده چې د وارثانو په تړاو يې خبره اجتهاد ته پريښي وي چې څوک يې خوښه وي د مال برخمن کوي او که چې څوک يې خوښه وي د مال نه به يې بي برخې کوي. او په پایله کې به جنګ جګړه مینځ ته راځي نو د اسلام مبارک دین د میراث په بشپړ بیان سره دا ټولې خرابې له مینځه وړي دي.

د میراث بنیادي ارکان:

١
مړی.
٢
وارثان.
٣
د مړي مال.

میراث پريښودونکی.

دا هغه مړی وي چې مرګ وبانډي راشي او مال ترينه پاتي شي.

وارثان.

دا د مړي هغه ژوندې خپلوان وي چې د میراث په اسبابو سره د میراث مستحق وي

د مړي مال.

دا هغه مال دی چې يو مړی يې په میراث کې پريږدي.

د میراث شرطونه:

١
د میراث پريښودونکی مړینه ثابتیدل او يا د شرعي حکم او پريکړي په بنیاد په مړو کې شمار کيدل، دا هغه وخت چې کله يو قاضي د يو ورک شوي شخص په اړه د مړينې پریکړه اوکړي چې دا مړ دی، يا تقدیر په مړو کې شمار شي لکه هغه ماشوم چې د يو ې مور د خيټې په زور زیاتي وغور ځيږي او په بدل کې يې په جاني باندي دیت واجبيږي.
٢
د وارث ژوندون د مړي د مرګ په وخت او يا تقدیر د ژوندو سره شمارل لکه هغه ماشوم چې د مور د خيټې نه ژوندي را ووځي او دومره وخت ژوندی وي چې وارث شمار شي.
٣
د میراث په سبب پوهيدل چې خپلولي يا نکاح او ولاء ده.

د مړي پريښودل شوي مال د تقسیمولو ترتیب:

١
د دفن لپاره د مړي تیارول.
٢
د هغه قرضونه ادا کول.
٣
د مړي وصیت سر ته رسول.
٤
د مړي پريښودل شوی مال په وارثانو تقسیمول.

په اسلامي شریعت کې د میراث د احکامو ځانګړتیاوي.

١
دا چې د میراث احکام د الله پاک لخوانه مشروع شوي دي الله پاک د خپلو بندګانو په حالاتو او ګټو باندي ډير ښه پوهه دی د الله پاک وينا ده: {أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ} [الملك: 14]. ژباړه: ایا هغه ذات به نه پوهېږي چې يې (هر څه) پیدا كړي دي (ولې نه!) او هم دى ډېر باریك بین، ښه خبردار دى.
٢
دا چې د اسلام مبارک دين د مړي د مال تقسیم وارثانو ته نه دی سپارلی چې د خپل خواهش مطابق يې تقسیم کړي او يا د نفسي کمزوري له وجي يو چا ته ډيره برخه د مال ورکړي او ځېنې نور نرينه بیا بي برخه پاتي کړي او يا ځېنې وارثان د ځېنې نورو نه غوره کړي.
٣
د مړي مال بايد تقسیم شي او د يو څو خاصو کسانو په لاسونو کې بند پاتي نه شي، بلکه د مړي ټول مستحق وارثان يې واخلي.
٤
د مړي کورني بايد په جوړښت پاتي شي دا ځکه چې د مړي مال د عدل او انصاف په بنياد د هغه په وارثانو باندي تقسیم شي.
٥
د مړي ځېنې وارثان د ډير نيزدیکت په وجه د مړي د مال برخه د ځينې نورو وارثانو څخه ډيره اخلي ددي بیلګه لکه يو په میراث کې يوه جينې د هلک نیمايې برخه مال اخلي دا ځکه چې هلک ډير مال ته اړتیا لري ځکه چې هلک باندي واجب ده چې په خپل کورنۍ باندي خرچه اوکړي. او هر چې جېنې ته د هغې خرچه د هغه په خاوند باندي وي.
٦
د مړي په خپلوانو کې د نيژدیوالي مراعت کول ځکه چې ځېنې وارثان د ځېنې نورو څخه مړي ته ډير نيژدې وي، لکه په میراث کې د مړي پلار مخکي دی د هغه د نیکه څخه همدغه شان د مړي مور مخکي ده د هغه په نیا باندي.
٧
د میراث نظام په اسلامي شریعت کې اجباري او واجب دي هیڅوک نشي کولی چې يو وارث د میراث څخه بي برخې کړي.

نارینه وارثان:

په نارینه و ک ېوارثان لس کسان اتفاقي دادي: ځوې، د ځوې ځوې تر اخره پورې، پلار بیا نیکه تر اخره پورې، ورور بیا وراره، بیا تره بیا د تره ځوې بیا خاوند او بیا د غلام ازادونکی سردار.

ښځينه وارثاني.

په وارثانو کې اوه ښځينه وارثاني دادي: لور، او د لور لور تر اخره پورې، مور او نیا تر اخره پورې، خور او ښځه او ازادونکي سرداره.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه